د مارشال فهیم خدمتونه به په معاصر تاریخ کې د تل لپاره ثبت وی

گزارشگر:19 حوت 1392 - ۱۸ حوت ۱۳۹۲

د ولسمشر د لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې په اړه ځینو ګڼو لوړو پوړو چارواکیو د غمرازۍ پیغامونه خپاره کړی او د نوموړی مړینه یې د افغانستان لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایع بللې ده.
والیانو، وزیرانو او سیاستوالو په خپلو پیغامونو کې ویلی، چې مارشال محمدقسیم فهیم د افغانستان په سیاسی تحولاتو کې مهم رول او اغېز درلود.
د پکتیا والی جمعه خان همدرد په خپل خپاره کړی بیان کې د مارشال محمدقسیم فهیم په مړینې خواشینی ښودلې او د نوموړی مړینه یې په موجوده حالاتو کې ستره ضایعه بللې ده.mnandegar-3
همدرد لیکلی: (( د دوی د مړینې له امله د افغانستان اسلامې جمهوریت جمهور ریس، دده کورنۍ ، د جمیعت اسلامې مشرتابه او ټولو هیوادوالو ته تسلیت وایم.))
دغه راز د فکر او عمل جرګې مشر او د کورنیو چارو پخوانی وزیر پروفیسور علی احمد جلالی د یوې خبر پاڼې په خپراوی سره د مارشال محمد قسیم فهیم په مړینه خواخوږی ښودلې او ویلی یې دی، چې د نوموړی خدمتونه به د افغانستان په معاصر تاریخ کې د تل لپاره ثبت وی.
ښاغلی جلالی په بیان کې زیاته کړې، د فکر او عمل جرګه د ولسمشر د لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم مړینه د افغانستان د ولس او دولت لپاره یوه ضایعه بولی: (( د فکر او عمل جرګې ټول غړی د نوموړې له کورنۍ، خپلوانو او پلویانو سره ځان په دې غم کې شریک بولی او ټولو ته خپل تسلیت مراتب وړاندې کوی. کورنۍ ته یې جمیل صبر او نوموړې ته له الله تعالی څخه فردوس جنت غواړی. ))
د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله لومړی مرستیال او د اسلامی حزب مرستیال انجینر محمد خان هم د مارشال د مړینې په اړه خواشینی ښودلې ده. نوموړی په خپل یوه خپاره کړی بیان کې مرحوم فهیم د جهاد او مقاومت یو نه ستړی کیدونکی سرلاری بللی او ویلی یې دی چې غم یې نه جبرانېدونکی دی.
د لغمان والی ډاکتر فضل الله مجددی هم د غمشریکۍ پیغام خپور کړی او د ولسمشر د لومړی مرستیال محمدقسیم فهیم د مړینې په اړه یې خپله خواخوږی ښودلې ده.
هغه د غمشریکۍ په خپل پیغام کې ویلی، ارواښاد مارشال محمد قسیم فهیم د افغانستان د جهادی او سیاسی مشرانو په کتار کې یوه څرګنده څېره وه چې په هیواد د سرو لښکرو تر یرغل وروسته یې د جهاد سنګرونه تاوده ساتلی ول، د مقاومت په دوران کې یې د هیواد ساتنې او پالنې هاند و هڅې له هیچا پټې نه دی او په دې وروستیو لسو کلونو کې یې ټولې هغه سیاسی هلې ځلې چې د ګران هیواد افغانستان د ښېرازۍ او بیا ابادۍ لپاره کړی د ستاینې او یادولو دی. د لغمان والی وایی، چې د نوموړی مړینه په اوسنیو حالاتو کې یوه ستره ضایعه ده.
هغه په خپل پیغام کې لیکی: (( اصالتا د خپل ځان او وکالتا د لغمان ولایت د ملکی او نظامی ادارو، ولایتی شورا او د لغمان د ټولو درنو پرګنو او مجاهدو ولسونو په استازولئ د افغانستان جمهور رئیس جلالتماب حامد کرزی، د کابینې محترمو غړیو او د ارواښاد کورنۍ او دوستانو ته خپل د تسلیت او ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم او د څښتن تعالی له درباره هغه ته د فردوس جنت او کورنۍ، دوستانو او د افغانستان ټول مجاهد ولس ته د جمیل صبر هیله لرم.))
همدارنګه د افغانستان د اسلامی ګوند مشر او د اقتصاد وزیر عبدالهادی ارغندیوال هم د ولسمشر د لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم په مړینې خواشینی ښودلې ده.
هغه په خپل اعلامیه کې لیکلی، چې د ولسمشر د لومړی مرستیال مړینه د افغانستان لپاره یوه سترضایع ده.
دغه راز د ننګرهار والی مولوی عطاالله لودین په خپل خپاره کړی بیان کې ویلی، چې مارشال محمد قسیم فهیم د ژوند لویه برخه د جهاد په سلسله کې تېره کړه ، او د روسانو پر وړاندې یې شهکارۍ وکړې.
نوموړی سره له دې چې د هغه وژنه یوه نه جبرانېدونکې ضایع بولی وایی، چې محمدقسیم فهیم په ١٣۶٠ لمریز کال کې د مجاهدینو د یوه لوړ پوړی پلاوی په مشرۍ شمال ختیځو ولایتونو ته د مجاهدینو د تنظیم په موخه سفر وکړ او په دې برخه کې یې مهم او ژوندى رول ولوباوه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.