د بیان ازادی مه زندۍ کوئ!

گزارشگر:عرفان مومند/ 5 حمل 1393 - ۰۴ حمل ۱۳۹۳

mnandegar-3د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی زیاتېدو او د عاملینو نه محاکمه کېدو یې خبریالانو او د رسنیو کارکوونکیو ته اندېښنې را ولاړې کړی دی.
په تازه پېښه کې په ننګرهار کې یوه راډیو به بمونو الوځول شوې ده. دغه راډیو قلم نومېده چې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې یې فعالیت کاوه.
د قلم راډیو مسوولین وایی، ناپېژانده وسله والو د دوشنبې په شپه د دې راډیو د ودانۍ په څو برخو کې ماینونه ځاى پر ځاى کړی وو او بیا یې ورته چاودنه ورکړې ده.
د هغوی په خبره، په پېښه کې ټوله ودانۍ ړنګه شوې، د راډیو ټول وسایل چې په کې کمپیوټرونه، میکسر، ترانسمېشن او د سټېډیو نور وسایل له منځه تللی دی. له ودانۍ پرته د راډیو د وسایلو لګښت کابو پینځه ویشت زره امریکایی ډالره ښودل شوی دی.
ځایی چارواکیو هم پېښه تایید کړې؛ خو دا یې نه دی ویلی چې دا راډیو چا او ولې په بمونو الوځولې ده. قلم راډیو هره ورځ له غرمې وروسته څلور ساعته له دوو بجو تر شپږو بجو خپرونې کولې.
دا په تېره یوه اونۍ کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالی درېیمه پېښه ده. له دې وړاندې په کابل سرینا هوټل کې یو افغان خبریال سردار احمد له خپلې کورنۍ سره د وسله والو طالبانو په برید کې ووژل شو. که څه هم چې نوموړی د یوه خبریال په توګه د وسله والو هدف نه و ګرځېدلی خو پر هغه برید پر رسنیز ډګر برید دی. د دې برید وړاندې بیا وسله والو طالبانو د ننګرهار په ملی راډیو ټلوېزون هم برید کړی و، چې د یاد ټلوېزون ارشیف یې په بشپړ ډول سوځولی او پاتې ودانۍ ته هم زیان اوښتی دی.
یوازې دا پېښې نه دی چې د خبریالانو پر وړاندې شوی دی. دوه اونۍ وړاندې د کابل په وزیر اکبرخان سیمه کې یو بهرنی خبریال د ناپېژاندو وسله والو له لوری ووژل شو او له دې وړاندې د رسنیو د ملاتړ ادارې ویلی ول، چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۷۶ سلنه زیات شوی دی.
رسنیو تر پنځلس ورځو پورې په طالبانو پورې د اړوندو خبرونو د نه خپرولو پرېکړه کړې؛ خو پوښتنه دا ده چې ایا یوازې همدا د حل لاره ده؟
د رسنیو په وس همدا پوره وه، چې تر پنځلس ورځو پورې د طالبانو د خبرونو په خپرولو بندیز ولګوی؛ خو حکومت په دې برخه کې څه کړی دی؟
رسنۍ او د بیان ازادی حکومت له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې خپله یوه ستره لاسته راوړنه بولی. مګر د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالی په مخنیوی کې پاتې راغلی دی. په دې وروستیو کې چې له یوې خوا ټاکنې را روانې دی او له بلې خوا له ټاکنو نه د څار او راپور ورکولو لپاره د رسنیو دنده ډېره مهمه ده، د رسنیو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. دې وضعیت خلک اندېښمن کړی دی. په دې مانا چې د اوسنی وضعیت په دوام سره هیڅوک نشی کولای په ازاد ډول خپل نظر بیان او یا له پېښو په وخت سره رپوټ ورکړی. دا پېښې له دې امله هم زیاتېږی، چې حکومت په تېرو دیارلسو کلونو کې د رسنیو او خبریالانو خوندیتوب ته هېڅ پام ونه کړ. د هغوی د مصونیت او خوندیتوب قانون تصویب نشو او معلوماتو ته د لاسرسی قانون هم سر وخوړ.
که څه هم چې له هرې پېښې وروسته حکومت د څېړنو او پلټنو خبرې کړی دی. ژمنې یې ورکړی چې عاملین به یې منګلو ته وسپارل شی؛ خو ولیدل شول چې تر اوسه یو تن هم د دې لپاره محاکمه نشو چې له خبریالانو سره یې تاوتریخوالی کړی و. په ځانګړی ډول هغه پېښې چې خبریالان په کې وژل شوی ول. دې مسالې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې تاوتریخوالی ته لا لمنه وهلې ده.
په تېرو څو کلونو کې په هېواد کې خبریالانو نه د ملاتړ ټولنو د رپوټونو له مخې کابو څلوېښت تنه خبریالان وژل شوی، چې له څه وخت وروسته یې دوسیې ورکې او په اړه یې په پیل شویو څېړنو خاورې اړول شوی دی. با بهتره ووایو چې د چارواکیو له ژمنو سره سره هېڅ پلټنې نه دی پیل شوی.
دا وضعیت به په داسې حال کې چې طالبانو د ټاکنو د ګډوډلو هوډ کړی، نور هم د خبریالانو پر وړاندې تاورتریخوالی ډېر او د هغوی ژوند ته به ګواښونه زیات کړی. په دې کار ده چې په دې برخه کې ټولې ښکېلې خواووې د خبریالانو په خوندیتوب فکر وکړی او هغوی خوندی، ځکه خبریالان په هېڅ لوری پورې هم نه دی تړل شوی. حکومت باید د خبریالانو د خوندیتوب لپاره تر هر څه خپلې هڅې ډېرې کړی او داسې مېکانیزم رامنځته کړی چې د ټاکنو په جریان او له هغې وروسته د خبریالانو ژوند ورسره خوندی شی. نړۍ واله ټولنه هم باید په دې برخه کې له افغان دولت سره مرسته وکړی او فشار راوړی چې د خبریالانو په خوندیتابه کې دې هڅې وکړی. اوسنی وضعیت هیچاته هم د منلو وړ نه دی او که په دې ډول دوام وکړی او یا له دې لا هم کړکېچن شی؛ نو په هېواد کې به د بیان ازادی زندۍ او رسنۍ به د روانې جګړې اصلی قربانی شی. دغه راز په کار ده ټول هغه کسان په سخته سزا محکوم او مجازات شی چې رسنۍ او خبریالان د برید موخه ګرځوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.