د سیاسی واک لېږد او د ولسمشر مسوولیتونه

گزارشگر:20 حمل 1393 - ۱۹ حمل ۱۳۹۳

mnandegar-3نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې ویلی، چې ولسمشر کرزی د ولسمشرۍ له نوماندو زلمی رسول او ډاکټر اشرف غنی احمدزی ملاتړ کوی. دغه راز ورځپاڼه وایی، چې ښاغلی کرزی د کمپاینونو لپاره له دواړو نوماندو سره د افغانستان بانک له خزانې مالی مرسته هم کړې ده. رپوټ وایی، ولسمشر کرزی د سیاسی واک د لېږد لپاره په هېڅ ډول چمتووالی نه دی بوخت، بلکې غواړی د پردې تر شا اصلی واک له ځانه سره وساتی.
خو د ولسی جرګې غړی او سیاسی شننونکی وایی، چې د سیاسی واک د لېږد وخت را رسېدلی دی او په کار ده چې ولسمشر کرزی د ملت ارادې ته احترام وکړی.
د ولسی جرګې غړی حمیدالله توخی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، ولسمشرۍ ته د نوملیکنې له پړاو وړاندې ولسمشر کرزی د زلمی رسول او ډاکټر اشرف غنی احمدزی په ګډون یوشمېر نورو نوماندو ته هم د ملاتړ ژمنې ورکړې وې؛ خو وروسته یې له ځینو هغو مخ واړاوه.
هغه وایی، زلمی رسول ته یې خپل ورور قیوم کرزی او سردار نادر نعیم هم له نوماندۍ تېر کړل، د امنیت شورا بودیجه یې پرې ولګوله، دولتی امکانات یې په واک ورکړل او ټولو چارواکیو ورته کار کاوه.
د ده په وینا، خو د ولسمشر کرزی دا ناروا هڅې موخې ته ونه رسېدې، ځکه د ټاکنو په ورځ افغان ملت خپله پرېکړه وکړه او د خپلې راتلونکې لپاره یې رایه ورکړه.
ښاغلی توخی زیاتوی، ولسمشر کرزی له زلمی رسول سره هر ډول مرستې وکړې او امکانات یې ورته برابر کړل؛ خو په وینا یې باوری نه دی چې له اشرف غنی احمدزی سره به یې له تشو ژمنو پرته نورې مرستې کړې وی.
د ولسی جرګې دغه غړی وویل، د ټاکنو په ورځ ډېر والیانو او قوماندانانو د درغلیو هڅې وکړې، په ټاکنو کې یې د خلکو د ګډون د مخنیوی کوښښ وکړ، صندقونه یې هغو سیمو ته یوړل چې هلته په کې د درغلیو امکان زیات و، خو بیا هم ملت درغلیو ته سر ټیټ نه کړ او په خپله خوښه یې رایه ورکړه.
د نوموړی د نیویارک ټایمز هغې ادعا ته په ځواب کې چې ولسمشر کرزی د سیاسی واک د لېږد لپاره په هېڅ ډول تیاریو بوخت نه دی او ارام ناست دی ، وویل: (( که ښاغلی کرزی ویښ وی بیده. خو سیاسی واک به لېږدوی. په دې کې نور د بحث کوم ځای نشته او د دې وخت دی چې سیاسی واک بریالی نوماند ته ولېږدوی.))
هغه په دې باور دی چې ولسمشر کرزی له یوه کال مخکې هم متزلزله و او نه یې شو کولای غوڅه پرېکړه وی: (( کله به یې خپل ورور، کله زلمی رسول او کله بل یو نوماند غوره کاوه. هغه سمه پرېکړه نشوه کولای. بې باوره او متزلزله و. اوس هم هغه کومه خاصه لاسته راوړنه نه لری چې د سیاسی واک د لېږد پر مهال یې خلکو ته وښیی او نه یې کاندید هدف ته رسېدلی دی.))
ښاغلی حمیدالله توخی وایی، په کار ده چې ولسمشر د ملت هغو رایو ته چې د ټاکنو په ورځ یې په سختو شرایطو کې وکارولې احترام او ترې دفاع وکړی. نوموړی زیاتوی، دا د ولسمشر مسوولیت دی چې د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې له ملت نه بښنه وغواړی او هغو والیانو، قوماندانانو او نور چارواکیو ته سزا ورکړی چې په ټاکنو کې یې درغلۍ او لاسوهنې کولې.
همدارنګه د سیاسی چارو شننونکی میاګل وثیق وایی، تر اوسه په دې اړه کره اسناد نشته چې ولسمشر کرزی دې د افغانستان بانک له پیسو څخه له اشرف غنی او زلمی رسول سره مالی مرسته کړې وی.
نوموړی وایی، که دا کار شوی هم وی خلک نور د اوسنی حکومت دوام نه غواړی، د خلکو حوصله سر ته رسېدلې ده، بلکې هغوی غواړی چې خپل برخلیک په خپله وټاکی.
د ده په وینا، اوس ولسمشر کرزی هم په دې پوهېدلی چې خلک د اوسنی وضعیت دوام نه غواړی، هغه اړ دی چې د افغان ملت ارادې ته د احترام سر ټیټ کړی.
د سیاسی چارو دغه کارپوه په دې باور دی، چې اوس هغه وخت نه دی چې خلک به ولسمشر کرزی ته د دې حوصله وکړی، چې د پردې تر شا دې نوموړی فرمانونه ورکړی، بلکې خلک غواړی چې اوسنی وضعیت بدلون وکړی.
ښاغلی وثیق زیاتوی، دا د ولسمشر مسوولیت دی چې د رایو پیل شوې شمېره په شفاف ډول له هر ډول لاسوهنو پرته ترسره شی، ځکه د خلکو د ارادې په مقابل کې درېدل به ښه پایله ونه لری: (( اوس هغه وخت نه دی چې د خلکو د ارادې پر وړاندې درېدلو صورت کې به خلک یو عادی عکس العمل وښیی. خلک به واټونو ته را ووځی او قیام به وکړی.))

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.