خلیلزاد د سیاسی چنو وهلو لپاره راغلی دی

گزارشگر:26 حمل 1393 - ۲۵ حمل ۱۳۹۳

mnandegar-3د سیاسی چارو شننونکی او د ولسی جرګې ځینې غړی وایی، چې له ټاکنو وروسته هېواد ته د ځینو لوېدیځ مېشته افغان سیاستوالو راتګ ځانګړې موخې لری. هغوی وایی، دغه کسان د ځان لپاره د سیاسی واک د غوښتو او سیاسی چنو وهلو لپاره راغلی دی. د دوی په وینا، که څه هم چې دغه کسان به د ځان لپاره د څوکۍ غوښتنه او په ځینو نوماندو د فشار راوړلو لپاره راغلی وی؛ خو د ولس له هرکلی سره به مخ نشی.
د ولسی جرګې غړی ډاکټر قیوم سجادی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، طبیعی او منطقی ده هر کله چې په هېواد کې د سیاسی واک د وېش مهال وی، یوشمېر شخصیتونه چې له هېواده د باندې اوسېږی، افغانستان ته راځی ځو په سیاسی ډګر کې ځانته سهم پیدا او تضمین کړی.
هغه وایی، د سیاسی لوبو په ګرمېدو سره د سیاسی شخصیتونو لپاره د سیاسی واک او سهم د ترلاسه کولو ښه مهال برابرېږی، لکه دا اوس چې سیاسی لوبې ښې ګرمې شوی دی.
د ده په خبره، د قانون له مخې هر هغه وګړی چې د افغانستان تابعیت ولری او هر چېرې ژوند وکړی، کولای شی په هېواد کې په سیاسی لوبو کې ښکېل او یا هم ځانته مقام غوره کړی؛ خو په وینا یې ولس به له هغو سیاستوالو ډېر هرکلی او ملاتړ وکړی، چې په هر حالت کې په هېواد کې دننه او له خپلو خلکو سره پاتې شوی وی.
د ولسی جرګې دغه غړی وایی، نشی کېدای چې ځینې کسان په خاصه مقطع کې په دفعی ډول هېواد ته راشی، د ولس له پوره ملاتړه برخمن شی او په سیاسی پروسو کې فعاله ونډه واخلی.
نوموړی زیاتوی، که چېرې دغو کسانو په ځانګړی ډول ډاکټرخلیلزاد او علی احمدجلالی په هېواد کې د خلکو ملاتړ له ځانه سره درلودای نو هر یوه غوښتل ځانونه ولسمشرۍ ته ونوموی.
ښاغلی سجادی وویل، نشی کېدای چې دغه کسان د سیاسی واک پر وېش ډېر اغېز وښندی، خبرې یې هم افغان ملت ته د منلو نه دی او دلایل یې هم غیر موجه دی.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی محمدحسن ولسمل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په داسې حال کې چې په هېواد کې سیاسی واک لېږدېدونکیو او وېشل کېدونکی دی له غربه د یوشمېر وګړو راتګ له ځانه سره بېلابېل پیغامونه لری.
هغه وایی، ډاکټر زلمی خلیلزاد له ټولو هغو استثنایی دی؛ خو ډاکټر ستار سیرت یوازې او یوازې د سولې پروسې پرمخ بېول غواړی.
د ده په وینا، ډاکټر زلمی خلیلزاد په هېواد کې د ځینو شومو موخو د پلی کېدو او ترلاسه کېدو په هڅه کې دی، هماغه ډول چې د بن په کنفرانس او له هغې وروسته مهالونو کې یې ترسره کړې.
ښاغلی ولسمل زیاتوی، د لومړی ځل لپاره په هېواد کې د پښتون او غیر پښتون مساله ډاکټر زلمی خلیلزاد هغه مهال راپورته کړه، چې ستارسیرت په بن کنفرانس کې یوولس، ښاغلی کرزی دوه او امین ارسلا یوه رایه ګټلې وه: (( په همدې شپې خلیلزاد او لخضر ابراهیمی ټوله شپه وګرځېدل، خلک یې له خوبه را پاڅول او ویل به یې چې سیرت یو غیر پښتون شخص دی. باید د افغانستان ولسمشر یو پښتون شخص وی. نو کرزی ته رایه ورکړئ.))
د سیاسی چارو دغه څېړونکی وایی، په اوسنی وخت کې کابل ته د خلیلزاد راتګ بیا هم بې څه نه دی او له ځانه سره به یې یو لړ پروګرامونه راوړی. نوموړی وایی، خلیلزاد به بیا هڅه وکړی چې په ځینو نوماند فشار راوړی او خپلې پخوانۍ چارې به بیا ترسره کړی.
د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې هم ښاغلی خلیلزاد او نورو امریکایی چارواکیو په ځینو نوماندو فشارونه راوړی ول.
په هېواد کې د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د لومړی ځل لپاره په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد هېواد ته راستون شوی دی. که څه هم چې د نوموړی د سفر موخه تر اوسه روښانه نه ده، خو څېړونکی په دې اند دی، چې د نوموړی سفر له ټاکنو او د ټاکنو له پایلو سره اړیکه لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.