احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





د سولې په اړه بېځایه توقعات بس دی!

گزارشگر:10 ثور 1393 - ۰۹ ثور ۱۳۹۳

mnandegar-3د سولې په اړه ګونګې خوشبینۍ او هرکلی د افغان حکومت او سولې عالی شورا دریځ روښانه کوی، چې په بن بست کې قرار لری او لکه اوبو اخیستی په ځکونو پسې ټوپونه وهی.
د سولې عالی شورا د طالبانو د پوځی کمېټې د مشر ملا عبدالقیوم ذاکر استعفا یوه مهمه پېښه بولی او وایی، د نوموړی استعفا کولای شی د سولې په خبرو اترو مثبت اغېز وکړی. د دې شورا غړی قاضی محمدامین وقاد ازادۍ راډیو ته ویلی، هیله من دی، چې د نوموړی په استعفا سره به منځلارو طالبانو ته د سولې کولو فرصت برابر او طالبان به د سولې پروسه په خپلې ستراتېژۍ کې ځای کړی.
ملاعبدالقیوم ذاکر څوک دی؟
ملا عبدالقیوم ذاکر چې په طالبانو کې د یوه پوځی قوماندان په توګه مشهور دی، د طالبانو په واکمنۍ کې لوړی پوړی چارواکی نه و. هغه په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ړنګېدو وروسته د امریکایی ځواکونو له خوا ونیول شو او ګوانتانامو کې بندی شوی و. له هغه ځایه تر خلاصېدو وروسته بېرته د طالبانو جبهو ته ولاړ چې شهرت یې نړیوال شو.

په دغو وختونو کې چې پخوانی نظامی طالب مشران یا خو وژل شوی وو او یا خو بندیان وو، ذاکر په نظامی برخه کې ډېر ژر خپل نوم پیدا کړ او بالاخره د طالبانو د نظامی کمیسون مشر وټاکل شو. ملا ذاکر د ملا محمد عمر پخوانی مرستیال ملا عبدالغنی برادر تر نیولو وروسته ډېر نفوذ پیدا کړی او داسې هم ویل کېده چې دی د نظامی چارو د مشر ترڅنګ د ملا عمر په دوو مرستیالانو کې یو دی. هغه په ګوانتامو کې زندانی و او له پخوا نه یې هم روغتیایی وضعیت ښه نه دی، اوس هم معلومه نه ده چې رښتیا هم د هغه روغتیایی وضعیت ډېر خراب شوی او یا دا چې بېخی ژوندی نه دی. ځکه تر اوسه په دې اړه کره معلومات نه دی وړاندې شوی. که چېرې نوموړی وفات شوی هم وی طالبان د دې لپاره چې د خپلو جنګیالیو مورال لوړ وساتی د نوموړی د مړینې خبره یې یوازې د هغه په استعفا او ناروغۍ پټه کړې وی. خو د دې خبرې صحت به وروسته په خپله روښانه شی. یا دا چې طالبان د هغه په مړینه اعتراف وکړی او یا هم هغه په خپله له رسنیو سره خبرې وکړی.
اختلافونه او د سولې پروسه:
په دې وروستیو کې د طالبانو په لیکو کې ډېر زیات اختلافونه هم را پورته شوی دی. حتی له هغه مهاله چې ملا اغا جان معتصم تر برید لاندې ونیول شو. د دې ترڅنګ د پېښور شورا او کوټې شورا تر منځ هم بشپړه همغږی نشته او د واک په سر شخړو په کې زور اخیستی دی. که چېرې ملا ذاکر ژوندی وی او استعفا یې ورکړې وی؛ نو ښایی د طالبانو خپل منځی اختلافونه هم په کې رول ولری. ځکه د ده پر وړاندې هم یوشمېر پوځی قوماندان ولاړ ول.
طالبان چې په سیمه ییزو استخباراتو پورې تړلی او نېږدې اړیکې ورسره لری، د هغوی د ستراتېژیو او پلانونو له امله یې په منځ کې اختلافات کله کله ډېرېږی. ځینې قوماندان د پاکستان استخباراتو ته تر نورو ډېر نېږدې وی، له ځانګړو امتیازاتو او صلاحیتونو برخمن وی، چې ځینې نور یې دا کار د غندنې وړ او ځانته سپکاوی بولی. دغه راز ایران، سعودی، امارات او ځینې نور هېوادونه هم ښایی ځانته نور فرمایشونه او غوښتنې ولری. کېدای شی دغه هېوادونه ځانته په طالبانو کې ډلې ولری. لکه د جهاد په وختونو کې چې د مجاهدینو ځینو تنظیمونو یوشمېر هېوادونو او استخباراتی کړیو ته ځانګړی ارزښت درلود. د بېلګې په ډول ډېر امتیاز د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامی حزب تر لاسه کاوه. اوس هم د طالبانو تر چتر لاندې ښایی هر هېواد ځانته د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره خاصې کړۍ او ډلې ولری.
دا چې د سولې عالی شورا یوازې د ملا ذاکر د استعفا په اړه هم خوشبینی ښکاره کوی او هرکلی یې کوی دا د خندا وړ خبره ده. ځکه د سولې عالی شورا وایی، چې د نوموړی په استعفا سره به د سولې لپاره زمینه برابره شی. په داسې حال کې طالبانو د سولې په اړه هېڅ خبره هم نه ده کړې. له دې ښکاری چې د سولې عالی شورا په تورو نخودو پسې روانه ده.
د سولې عالی شورا په همدې سرګردانۍ کې کله معتصم اغا ته منډه کړی، کله پاکستان او کله هم د طالبانو استعفاوو ته د امید سترګې ونیسی، د ډېرو طالب مشرانو په اړه افغان حکومت او د سولې عالی شورا دا دریځ غوره کړی او هیله یې ښودلې خو په واقعیت کې بیا یې د یوه توت ګټه هم نه ده کړې. اوس به هم دا خبره هېڅ ګټه ونه کړی. په کار ده چې نور دا مساله راتلونکی حکومت ته وسپارل شی. ځکه نوی راتلونکی حکومت به له تېرو څو کلونو نه په تجربو اخیستلو سره د سولې لپاره له نویو طرحو او پروګرامونو سره راځی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.