په ټاکنو کې د طالبانو له ماتې وروسته، د طالبانو اکثریت قوماندانان بدل شوی دی

گزارشگر:22 ثور 1393 - ۲۱ ثور ۱۳۹۳

mnandegar-3د هېواد امنیتی ځواکونه وایی، چې په تېرو ټاکنو کې د طالبانو ماتې لامل شوې، چې د طالبانو په لیکو کې پراخ اختلافونه رامنځه او اکثریت قوماندانان یې بدل شوی. هغوی وایی، که چېرې په سږنی دوبی کې وسله وال بیا په افغانستان کې جګړې ته را ستانه شی د دوی له توند او سخت ځواب سره به مخ شی.
له دې وړاندې یوشمېر امنیتی چارواکیو ویلی ول، چې په پاکستان کې دینی مدرسې رخصتې شوی او طالبانو ته یې په افغانستانکې د جګړې کولو لارښوونې شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د وری په شپاړسمه نېټه په هېواد کې د افغانستان د خلکو دښمنانو ماتې وخوړه او دا ماتې لامل شوه، چې د طالبانو په لیکو کې ګڼ اختلافونه رامنځته شی.
هغه وایی، د دې ماتې له امله د طالبانو ډېر قوماندانان بدل شوی، له مالی ستونزو سره مخ دی او بیا د دې وړتیا او ظرفیت نه لری، چې په افغانستان کې د امنیت پر وړاندې خنډ شی.
نوموړی زیاته کړه، طالبان تل په ژمی کې په خپل اصلی استوګڼ ځی کې وی او په دوبی کې افغانستان ته د جګړې کولو لپاره راځی؛ خو اوس یې له امنیتی ځواکونو سره د جګړې ټول توان له لاسه ورکړی دی.
د ښاغلی صدیقی په خبره، امنیتی ځواکونه په ځانګړی ډول پولیس له لوړ مورال او دریځ نه برخمن دی او د وسله والو مخالفانو پر وړاندې په لوړ دریځ جګړه کوی، چې په تېره یوه اونۍ کې یې په غزنی، ننګرهار، فراه، بادغیس او نورو ولایتونو کې د ځانګړو عملیاتو په لړ کې کابو درې سوه طالبان وژلی او ځینې نور یې ټپیان کړی دی.
هغه د وری شپاړسمه ( د رایه ورکولو ورځ ) د افغان ملت او امنیتی ځواکونو د بریا ورځ یاده کړه او ویې ویل، له دې ورځې وروسته وسله وال مخالفان د جګړې توان نه لری او که چېرې په فعالیتونو لاس پورې کړی د امنیتی ځواکونو له سخت ځواب سره به مخ او ګواښونه به یې له منځه وړل کېږی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، وسله وال مخالفان باید خپله ماتې ومنی: (( که چېرې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شی امنیتی ځواکونه ورته بشپړ چمتووالی لری، د تېرو ټاکنو ښه تجربه د ولس پراخ ملاتړ او د امنیتی ځواکونو پر ځان باور دا یقینی کوی چې مخالفان به هېڅ ډول ظرفیت د فعالیتونو ونه لری، که چېرې هغوی په ځینو فعالیتونو لاس پورې کړی پولیس او امنیتی ځواکونه به له خپلو ټولو امکاناتو ته په ګټنې سره خلکو ته دا زمینه برابروی، چې په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه واخلی او رایه ورکړی.))
په همدې حال کې د ملی دفاع وزارت هم وایی، که چېرې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شی دوی یې د امنیت تامینېدو لپاره بشپړ چمتوالی لری.
د دې وزارت مرستیال ویاند جنرال دولت وزیری ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، دا روښانه ده چې تل د افغانستان دښمنان په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت دی، له هغه ځایه افغانستان ته د بریدونو او نورو فعالیتونو لپاره راځی؛ په ژمی کې بېرته ستنېږی او په دوبی کې جګړه پیلوی.
د ده په خبره، خو اوس امنیتی ځواکونه بشپړ چمتووالی لری، که چېرې هغوی وغواړی په سږنی دوبی کې بیا جګړې ته را ستانه شی؛ نو د امنیتی ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شی، ګواښونه به یې له منځه یوړل شی او د فعالیتونو مخه به یې ډپ شی.
ښاغلی وزیری په دې اند دی، چې اوس وسله والو طالبانو له افغان امنیتی ځواکونو سره د مامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، یوازې د ماینونو په کېنولو یې وس رسېږی.
د ده په خبره، دا چې په پاکستان کې مدرسې تړل شوی او طالبانو ته یې په افغانستان کې د یوې برخلیک ټاکونکې جګړې ویل شوی، تر ډېر د دښمن تبلیغات دی او هڅه کوی له دې لارې وسله وال جګړې ته چمتو کړی: (( مخالفانو دا تبلیغات هم کول چې ۲۰۱۴ کال به ټاکونکی وی. دوی سخته جګړه کوی، یا دا چې یوه میاشت پاتې دوه پاتې دا ټول تبلیغات دی. موږ ولېدل په ۲۰۱۴ کال هېڅ پېښه ونشوه.))
د نوموړی په خبره، چې خلک له پوځ سره ولاړ دی، د هغوی ملاتړ یې خپل کړی او په راتلونکې کې به هم ورسره مرسته کوی، ځکه په تېرو ټاکنو کې روښانه شوه چې پوځ او ملت سره همکاری وکړه او د ټاکنو په ورځ پرته له دې چې وسله والو مخالفانو ماتې وخوړه بله هېڅ پېښه رامنځته نشوه. له دې وړاندې د زابل امنیه قوماندان ویلی ول، چې له پاکستان ګڼ طالبان دغه ولایت ته د جګړې لپاره ستانه شوی؛ خو په وینا یې چې امنیتی ځواکونو درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.