محمدشفیق ګل اغا شېرزی: په دویم پړاو کې د ډاکټر عبدالله بریا حتمی ده

گزارشگر:5 جوزا 1393 - ۰۴ جوزا ۱۳۹۳

د سولې او بیارغونې ټیم لومړنی ټیم و، چې د وری د شپاړسمې نېټې له ټاکنو وروسته یې خپل ملاتړ له ډاکټر عبدالله عبدالله اعلان کړ.
د دې ټیم چارواکی وایی، چې د ملی یووالی د تامین، ښې حکومتولۍ او د اوسنیو ستونزو د پای ته رسېدو لپاره یې له ډاکټر عبدالله عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.mnandegar-3
د سولې او بیارغونې د ټیم مشر محمدشفیق ګل اغا شېرزی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، دوی له اوسنیو ستونزو نه د هېواد ژغورنې لپاره د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم نه ملاتړی کړی دی او د هغه چا پر وړاندې به جهاد کوی، چې په افغانستان کې قومی، ژبنی او مذهبی تعصبونه رامنځته کوی.
هغه وایی، ډاکټر عبدالله عبدالله یو پوه، مجاهد او په دولتی چارو کې له بشپړ تجربې برخمن شخصیت دی، چې کولای شی اوسنیو ستونزو ته د یوه پیاوړی، کاری او تخصصی ټیم په جوړول سره د پای ټکی کېږدی.
ده زیاته کړه، ډاکټر عبدالله عبدالله ورسره ژمنه کړې، چې د بریا په صورت کې به په هېواد کې ښه تخصصی ټیم او کاری سالمه اداره رامنځته کوی، کار به اهل ته سپاری او د روابطو پر ځای به ضوابط حاکموی.
ښاغلی شېرزی ډاډه دی، چې ډاکټر عبدالله عبدالله د دغو ژمنو د پوره کېدو وړتیا لری. هغه وایی، دی او نور ټاکنیز ټېمونه او خپلواکه ملی شخصیتونه د ملی یووالی د تامین او پیاوړتیا لپاره د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم نه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د ټاکنو په لومړی پړاو کې د ولسمشرۍ نوماند ګل اغا شېرزی، هغه کسان چې غواړی په هېواد کې ژبنی، قومی، سمتی او مذهبی تعصبونه رامنځته کوی، ملی خاینین وبلل او زیاته یې کړه، چې دوی به یې پر وړاندې جهاد وکړی: (( موږ په افغانستان کې د بېګانه وو شتون نشو زغملی. هغوی چې د پښتو او دری خبره را منځته کوی هغه ملی خاینین دی. هیڅوک باید دې مسایلو ته لمن ونه وهی. موږ غواړو ملی یووالی تامین شی. د کرزی له حکومت وړاندې موږ په بن، اېټالیا او نورو هېوادونو کې په دې اړه غونډې او ناستې کړی دی. چې باید په هېواد کې ملی یووالی رامنځته شی. دا د پښتو او دری خبرې نورې ورکې شی. باید یو ملی وحدت ټینګ شی.))
د ننګرهار پخوانی والی د ولسمشر کرزی په حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې ویې نشو کولای په هېواد کې سالمه اداره رامنځته کړی، ملی یووالی تامین کړی، بلکې په هېواد کې فساد اوج ته ورسېد، افغانستان د فاسد هېواد نوم خپل کړ او حکومت بدنام شو.
هغه زیاته کړه، له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د ښې ادارې د رامنځته کېدو، د فساد د ورکېدو او نورو مهمو ستونزو په اړه موافقې ته رسېدلی او اجازه به ورنه کړی، چې راتلونکی حکومت د اوسنی حکومت دوام و اوسی.
ښاغلی شېرزی وایی، په یوه ښه ټیم سره به هڅې وکړی، چې د اوسنیو ستونزو د حل او پای ته رسېدو لپاره د حل لارو په موندلو سره په هېواد کې یوه ځواب ویونکې اداره رامنځته کړی.
د هغه په وینا، چې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د څوکۍ او قدرت لپاره نه؛ بلکې د ملت د ارمانونو د ترسره کېدو، د سالمې او ښې حکومتولۍ د رامنځته کېدو، د ملی یووالی د پیاوړتیا او اوسنیو ستونزو د پای ته رسېدو لپاره یو ځای شوی دی.
نوموړی له ډاکټر عبدالله عبدالله نه د نورو ټاکنیزو ټېمونو، سیاسی ګوندونو او مخکښو سیاسی څېرو یوځای کېدو ته په اشارې وویل، چې په دویم پړاو ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله بریا حتمی ده: (( اوس ملت پوه شوی دی. هغوی ملی یووالی غواړی. ښه ټیم پېژنی. داسې ټیم ته غواړی رایه ورکړی، چې ښه شخصیتونه او کدرونه په کې راټول وی. د ډاکټر عبدالله عبدالله ټیم د ملی یووالی او ښه حکومت راوستلو لپاره غوره ټیم دی.))
په دې وروستیو کې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم مخ په پراخېدو دی. ګڼو خپلواکو ملی شخصیتونو، د ولسمشرۍ نوماندو، سیاسی ګوندونو او مدنی ټولنو په وار وار له دې ټیم نه خپل ملاتړ اعلانوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.