د مودی واکمنی او د کابل ـ ډیلی پر اړیکو یې اغېز

گزارشگر:7 جوزا 1393 - ۰۶ جوزا ۱۳۹۳

mnandegar-3وروسته له هغې چې په هند کې نریندرا مودی واک ته ورسېد، د سیمې د اتو هېوادونو د مشرانو ترڅنګ افغان ولسمشر هم یو له هغو کسانو و، چې د مودی د لوړې په مراسمو کې یې ګډون وکړ. همدارنګه ولسمشر کرزی لومړی مشر دی، چې د هغه د کار له پیل سره یې، د هند له نوی لومړی وزیر سره کتلی دی. خو د مودی واک ته رسېدل به د هند او افغانستان په اړیکو څه اغېز وکړی؟ د سیاسی چارو پوهانو دې پوښتنې ته ځواب ویلی دی.
د سیاسی چارو شننونکی او د کابل پوهنتون استاد نصر الله ستانکزی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، هر هغه هېواد چې د پاکستان دښمن وی، د هند دوست دی.
هغه وایی، له پاکستان سره د هند سیاست ستراتېژیک بعد لری، چې هېڅکله به دوستان نشی او لامل یې هم د کشمیر مساله ده. د کابل پوهنتون یاد استاد زیاتوی، تر هغې چې د کشمیر مساله حل شوې نه وی، د پاکستان او هند اړیکې نشی ښې کېدلای.
د ده په خبره، خو له افغانستان سره به د هند اړیکې نورې هم دوستان شی او له دریو اړخونو به د هند او افغانستان اړیکې دوستانه وی: (( لومړی دا چې افغانستان له پاکستان د ډیورنډ او نورو مسایلو په اړه اختلاف شته او هند د پاکستان دښمن خپل دوست ګڼی. بله دا چې هند او افغانستان له دودیز پلوه هم له پخوا وختونو راهیسې ستراتېژیک دوستان پاتې شوی او درېیمه دا چې هند او افغانستان ستراتېژیک تړون لری.))
ښاغلی ستانکزی وویل، هند ته د پاکستان د لومړی وزیر نوازشریف سفر سمبولیکه بڼه لری؛ خو د افغان ولسمشر سفر بې ګټې او بې پایلې نه دی.
د نوموړی په اند، چې په هند کې د هندو مذهب پاله ګوند واکمنېدل به د هند او افغانستان اړیکې نورې هم ښې کړی؛ خو له پاکستان سره به یې ستونزې نورې هم ډېرې شی؛ ځکه د مودی ګوند د پاکستان له شتون سره مخالف دی.
د سیاسی چارو دغه کارپوه په دې باور دی، په هغو مرستو کې چې په تېرو څو کلونو کې له افغانستان سره د هند له لوری شوی دی، د مودی په واکمنۍ کې به نورې هم زیاتې شی.
په همدې حال کې د کابل پوهنتون بل استاد فیصل امین ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د تاریخ په اوږدو کې هند او افغانستان ښې اړیکې درلودې او هغومره چې افغانستان له نورو هېوادونو زیان لیدلی، له هند څخه یې نه دی لیدلی.
هغه وایی، هند ټولو هغو پالیسو ته چې په افغانستان کې او یا یې د افغانستان لپاره درلودې، ژمن او وفاداره و او هېڅکله د دواړو هېوادونو اړیکې په شک او تردید استوارې نه وې.
د ښاغلی فیصل په خبره، هند په خپلو سیاستونو او اوږدمهاله لیدلورو کې د افغانستان په اړه ښه نظر درلود او یو له هغو هېوادونو څخه و، چې د بن له کنفرانس وروسته یې له افغانستان سره په هره برخه کې عملی مرسته کړې ده.
د ده په وینا، د هند او افغانستان اړیکې په دې کچه کې نه دی، چې وګړی یې په اړه پرېکړه وکړی، بلکې دا اړیکې د پالیسو او ستراتېژیو له مخې پر مخ ځی، چې اړیکې به یې تل دوستانه وی: (( وګړی به که څه هم چې واک ته په رسېدو پر اړیکو اغېز ولری؛ خو دا اړیکې د هغو پالیسو او ستراتېژیو له لارې مخ ته ځی چې شتون لری. دا اړیکې د دواړو هېوادونو د ګټو له امله رامنځته کېږی.))
هغه زیاتوی، د مودی په واک ته رسېدو سره د افغانستان او هند اړیکې نورې هم ښې شی؛ چې پاکستان به یې د زغم توان ونه لری، ځکه خپله اراده یې له وړاندې نه د مودی په واک ته رسېدو سره په هرات کې پر هندی قونسلګرۍ په برید سره ښودلې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.