ټاکنیز ټېمونه او څارونکی نهادونه: د رایه ورکــولو بـهیر بـریالـی و

گزارشگر:25 جوزا 1393 - ۲۴ جوزا ۱۳۹۳

mnandegar-3د ټاکنیزو چارو څاروونکی او د دواړو نوماندو ویاندویان د رایه ورکولو بهیر ښه ارزوی او وایی، چې د تېرې ورځې د ټاکنو بهیر د قناعت وړ دی. هغوی سره له دې چې په ټاکنوکې د ځینو ستونزو، سرغړونو او درغلیو یادونه کوی، خو وایی، دا سرغړونې دومره نه دی چې د ټاکنو مشروعیت دې تر پوښتنې لاندې راولی.
د رڼو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر محمدنعیم ایوبزاده ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، دوی د ټاکنو د څارنې لپاره به ټول هېواد کې د ۲۲۵۰ تنو مېرمنو په ګدون کابو ۸۵۹۹ تنه څاروونکی ګومارلی ول، چې له بېلابېلو سیمو او مرکزونو نه یې څارنه کړې ده.
دی وایی، په ټوله کې د رایه ورکولو بهیر ښه و، خو په محلونو کې د نوماند د څارونکیو کمښت لیدل کېده. د هغه په وینا، چې د وری د شپاړسمې نېټې د ټاکنو په پرتله د تېرې ورځې د ټاکنو پر مهال امنیتی پېښې او ګواښونه ډېر ول.
ښاغلی ایوبزاده د رنګ خراب کیفیت، د رایه وورکولو د پاڼو کمښت او په ځینو سیمو کې د ښځینه کارمندانو نشتون هغه ستونزې وې، چې تېره ورځ یې شتون درلود: (( د ښځینه کارمندانو نشتون په ځینو سیمو کې د څو ځل رایه کارولو ته زمینه برابره کړې وه. له تېرو درسونو او تجربه ښه ګټه نه وه اخیستل شوې. سره له دې چې ځینې تغیرات راغلی ول. ))
دی سره له دې چې وایی، د وری د شپاړسمې نېټې د ټاکنو په پرتله په د غبرګولی د ۲۴ مې نېټې په ټاکنو د خلکو ګډون کم و؛ خو زیاتوی چې بیا هم د قناعت وړ و.
هغه وویل، اوس مهمه دا ده چې د رایو شمېرل څنګه سرته رسېږی؛ هم په محلونو کې او هم په کمېسیون کې.
دغه راز د ډاکټر عبدالله عبدالله ویاند سیدحسین فاضل سانچارکی ماندګار ورځپاڼې ته په خبرو کې د ټاکنو پروسه د قناعت وړ وبلله او ویې ویل، چې د مخالفانو له سختو ګواښونو سره سره افغان ملت په پوره ډاډ په ټاکنو کې برخه واخیسته او رایه یې ورکړه.
ده وویل، د رایه ورکولو په ورځ ځینې ستونزې، نیمګړتیاوې، سرغړونې او درغلۍ وې؛ خو په دومره کچه نه دی چې د ټاکنو مشروعیت دې تر پوښتنې لاندې راولی.
ښاغلی سانچارکی وویل، وسله وال مخالفان په خپل هغه هدف کې چې د ټاکنو د بهیر او یا په کې د خلکو د ګډون مخه ونیسی، ناکام راغلل او خلکو وکولای شول چې په پوره ډاډ په ټاکنو کې برخه واخلی.
ده له ټاکنیزو کمېسیونونو وغوښتل چې ټولو درغلیو او سرغړونو ته دې رسیدګی وکړی، پاکې رایې دې له ناپاکو بېلې کړی او هغه ډول چې خلک د شفافیت غوښتونکی دی، د ټاکنو روڼتیا دې تضمین کړی.
د ولسمشرۍ د بل نوماند اشرف غنی احمدزی ویاند عباس نویان هم د ټاکنو ترسره کېدل د افغان ملت او دېموکراتیک نظام لپاره ستر بریالیتوب بولی او وایی، له امنیتی ګواښونو او د ځینو زورواکانو له تهدیدونو سره سره ټاکنې ښې ترسره شوې.
هغه وویل، په تېرو ټاکنو کې ځینې نیمګړتیاوې، درغلۍ او سرغړونې شته، چې دوی یې په اړه ځینې شکایاتونه درج کړی او ځینې نور به هم درج کړی.
د ښاغلی نویان په وینا، په کار ده چې کمېسیونونه خپل استقلالیت او شفافیت په نظر کې ونیسی، د دوی شکایاتو ته پوره رسیدګی وکړی او روڼیتا دې تضمین کړی.
هغه وویل، نه پوهېږی چې درغلۍ به په کومه کچه ترسره شوې وی؛ خو دوی هڅه کوی له څېړنو او ارزونو وروسته دا له رسنیو سره شریک کړی.
د یادونې وړ ده، چې د ټاکنو دویم پړاو ټاکنو کې خلکو بیا هم په پراخ ډول برخه واخیسته او رایه یې ورکړه. تېره ورځ سهار ولسمشر کرزی د خپلې رایې له کارولو وروسته له خلکو وغوښتل چې په رایو کارولو سره دې افغانستان ته ثبات راوړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.