فیفا: د کمېسیونونو اوسنۍ چارې له بشپړ شفافیت برخمنې نه دی

گزارشگر:26 جوزا 1393 - ۲۵ جوزا ۱۳۹۳

mnandegar-3د ټاکنو څاروونکی بنسټونه له ټاکنیزو کمېسیونونو غواړی چې خپلې چارې په پوره شفافیت کې مخ ته بوځی، څو د ټاکنو وروستۍ پایلې نوماندو ته د منلو وړ وی.
هغوی وایی، په کار ده چې ټاکنیز کمېسیونونه په خپلو چارو کې شفافیت ډېر کړی او د ټولو هغو ستونزو مخه ونیسی، چې په لومړی پړاو کې یې شتون درلود.
د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویاند فهیم نعیمی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په څلور دېرشو ولایاتو کې د دوی د څاروونکیو راپورونه ښیی، چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون اغېزمن و.
هغه زیاته کړه، چې په ټاکنو کې د وری د شپاړسمې نېټې د ټاکنو په کچه خلکو ګډون کړی و، چې له هر محل نه د نوماندو د ټاکنو د څاروونکیو بنسټونو ازستازو او څاروونکیو شتون درلود.
د ده په وینا، چې د غبرګولی د ۲۴مې نېټې ټاکنو د وری د شپاړسمې له ټاکنو سره چندان توپیر نه درلود او د هماغه پړاو ځینې ستونزې بیا هم تکرار شوې، لکه د رای پاڼو کمښت، په ټاکنو کې درغلۍ، ځینو مرکزونو ته د څاروونکیو نه پرېښودل او ځینې نور موارد.
ښاغلی نعیمی وویل، دوی په ټاکنو کې د کمېسیونونو د شفافیت او خپلواکۍ په اړه اندېښمن دی او که چېرې ټاکنیز کمېسیونونه په خپلو چارو کې نور هم روڼتیا را نه ولی د دوی د اندېښنو لامل ګرځی.
د هغه په وینا، په تېرو ټاکنو کې په کمېسیونونو ډېرې نیوکې وشوې؛ خو دا چې دویم پړاو ډېر حساس او له زیات اهمیت نه برخمن دی، په کار ده چې ورسره په ډېرې روڼتیا چلن وشی.
ده له ټاکنیزو کمېسیونونو وغوښتل چې د لومړی پړاو ستونزې او ننګونې دې په دویم پړاو کې نه تکرارېږی او مخه دې ونیول شی.
دغه راز د سیاسی چارو شننونکی میراحمد جوینده ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، خلکو یو ځل بیا له ټاکنو سره خپله لېوالتیا ښکاره کړه او له هر ډول ګواښونو سره سره یې رایه ورکړه.
د هغه په خبره، دا چې کمېسیونونو څومره په شفافیت کار کړی، په کار ده ټول هغه راپورونه چې د کورنیو او بهرنیو څاروونکیو او د نوماندو د استازو له لوری کمېسیونونو ته سپارل کېږی، په شفاف او عادلانه ډول وڅېړل شی.
نوموړی له کمېسیونونو وغوښتل چې د خلکو رایو ته احترام وکړی او خپلې ټولې چارې په ډېرې روڼتیا سره ترسره کړی؛ څو د ټاکنو وروستۍ پایلې نوماندو ته د منلو وړ وی.
ښاغلی جوینده زیاته کړه، په کار وه چې ولسی جرګې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د شکایاتو د کمېسیون د دندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون داسې تصویب کړی وای، چې مسلکی او کدری کسان د کمېسیونونو د غړو په توګه ټاکل شوی وای: (( اوسنی کسان ډېر خپلواک نه دی، نه کمېسیونونه کاملاً استقلالیت لری. ولسمشر د هغه مرستیالان او نور ټول خپل فرمایشونه لری او خپل خپل نفر یې په کمېسیونونو کې ګومارلی دی. خو ښه خبره دا ده چې دا ځل د ولسمشر کرزی اداره مخ په پای ته رسېدو ده. کمېسیونونه باید دا درک کړی، چې نور د کرزی مامورین نه دی او خپلې چارې په شفاف ډول مخ ته بوځی.))
دا په داسې حال کې ده، چې د غبرګولی د ۲۴ مې نېټې له ټاکنو وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنو څاروونکیو بنسټونو وویل، چې په ټاکنو کې درغلۍ شوی دی. تېره ورځ د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته خبرداری ورکړ، چې د خپلو مامورینو په چارو څارونه ډېره کړی. هغوی ویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی هم په درغلیو او سرغړونو کې لاس لری.
د ټاکنو په لومړی پړاو کې هم د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کابو ۵ زره کسانو درغلۍ کړې وې، چې وروسته له دندو لرې او په تور لېست کې شامل شول.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.