د برمل د درغلیو کیسه څه وه؟ د رسوایۍ بله څپه

گزارشگر:9 سرطان 1393 - ۰۸ سرطان ۱۳۹۳

د ضیاالحق امرخېل او په پکتیکا کې د ولایتی کمېسیون مشر:
امرخېل: وروره له دې خپلو کارمندانو سره په تماس کې شوی یې که نه؟
په پکتیکا کې د ولایتی کمېسیون مشر: په تماس کې شوی یم.
امرخېل: هغوی درته څه وویل؟
په پکتیکا کې د ولایتی کمېسیون مشر: موضوع خو دا ده چې یو څه شوی دی. اوس ښه خبره دا ده چې زه له والی صیب او قوماندان صیب سره ناست یمه. mnandegar-3دوی د اردو له هغه قوماندان سره زیاته خواری وکړه چې خبره ورسره وکړی او یو څه ته یې قانع کړی چې خبره واخلی. خو د اردو قوماندان وایی ما اوس خبره کړې ده. یوازینۍ خبره دا ده چې زموږ ناظرین یې وهلی ټکولی دی. په شلو صندقونو کې یې دولس زره رایې اچولی دی. بیا یې ویډیو کړې او دوی غواړی نن یې په طلوع ټلوېزون کې خپره کړی.
نو زه به خبری کنفرانس ته ووایم، چې زموږ ناظرین یې وهلی ټکولی او صندوقونه یې ډک د دې لپاره چې د دوی کمپاین او کمېسیون کړی. بله هېڅ لاره نشته. له والی صیب سره خبره وکړه رییس صیب.
امرخېل: ورکړه ورته.
د پکتیکا والی: امرخېل صیب سلام علیکم. جوړ په خیر.
امرخېل: وعلیکم سلام. والی صیب جوړ یې په خیر.
د پکتیکا والی: وروره دغسې یوه مشکل سره مخ شوی یو.
امرخېل: ولا ډېر غټ مشکل سره. زه یې هم نور خپه کړی یم جدی یې خپه کړی یم.
د پکتیکا والی: اوس یوازینۍ لاره دا ده چې په قوماندان د قول اردو دا خبره موږ ور واړوو. چې دا هلکان یې مجبوره کړی دی. هغه هلکان دا خبره کوی.
امرخېل: دې هلکانو دا اقرار کړی دی؟
د پکتیکا والی: نه نه. تر اوسه دوی هېڅ نه دی ویلی. صرف دوی دا خبره کوی چې موږ دې ته تیار یو چې داسې ووایو. ځکه دا خبره دوی افشا کړې که نه.
امرخېل: اردو افشا کړې ده؟
د پکتیکا والی: بلې هو. نو دوی تیار دی چې داسې په اردو پسې ووایی. یوازینۍ لاره دا ده چې په دوی یې ور واړوو. ځکه دوی په نورو ولسوالیو کې هم داسې مزاحمتونه شروع کړی دی. دروغ وایی او غواړی دا انتخابات دلته بدنامه کړی.
امرخېل: بس ور وایې ړوئ. ووایئ چې دوی دا کار د بدنامولو لپاره کوی.
د پکتیکا والی: رییس ته وایه موږ به یې هم پرې ور واړوو.
امرخېل: سهی ده. خو تاسو هم ورسره کمک وکړئ.
د پکتیکا والی: ټول موږ کمک کوو یو ځای.
امرخېل: سمه ده. ته دا زما رییس ته فون ورکړه. ګوره وروره اورې! ته دې له دې کارمندانو سره خبره وکړه…
په پکتیکا کې د ولایتی کمېسیون مشر: له کارمندانو سره مې ما خبره کړې، ما خپله مقرر کړی دی…
امرخېل: نه ما خپله مقرر کړی دی. دا نو کار دی چې دوی کړی دی. دې انتخاباتو ته ګوره….غږ جړ دی. بیا مې درته وویل چې داسې کار به نه کوئ. دا اوس ټولو سره تماس کې شه چې دا غول خوری ونه کړی دې سره ټولې پروسې ته زیان رسېږی. تاسو ته خو موږ هره ورځ دا خبره کوو. وروره ته دې له کارمندانو سره وغږېږه موږ به ورته زنګ ووهو او ودې وایی چې په موږ باندې په زوره اردو وکړل.
په پکتیکا کې د ولایتی کمېسیون مشر: سهی ده. له هغوی سره به زه دا خبره وکړم.
امرخېل: دوی دې ووایی چې په موږ په زوره اردو کړی وایی دې، چې موږ نه دی کړی بلکې خپله اردو کړی دی.
په پکتیکا کې د ولایتی کمېسیون مشر: سهی شوه
امرخېل: که کمېسیون یا څوک تاته هم زنګ وهی دا شی ردوه. او وایه چې زموږ په کارمندانو باندې یې په زوره کړی ول. ورته وایه زه خو هلته خپله نه یم خو د دې کارمندانو د اقرار له مخې. غږ جړ دی.؟….. هره ورځ درته وایم چې احتیاط احتیاط….

د جاوېد کوټوال او امرخېل مکالمه:
جاوېد کوټوال (دکریم خرم د دفتر رییس):څلور نیمې بجې کېدای شی راشی هغه شی. پنځه نیمی بجې جلسه ده.
ادم خان سیرت: ته ودرېږه دا خو اوس راغی.
امرخېل: سلام وروره جوړ په خیر. وبښه په ټېلیفون مصروف وم.
جاوېد کوټوال: ښیه خیر. هغه بل ځل چې تاسو یوشی را استولی و، که نه هغسې یو بل شی تر څلور نیمو بجو پورې امکان لری؟
امرخېل: نه. څلور نیمې پورې یې نه لری. خو دا به لږ وخت واخلی.
جاوېد کوټوال: خیر کله کېږی. نن کېږی؟
امرخېل: نه نن هم نه کېږی. زه به یوشی برابر کړم؛ خو ډېر پرې باور مه کوئ.
جاوېد کوټوال: که سل فیصده نه وی؛ نو اتیا فیصده خو به پرې باور وکړو که نه.
امرخېل: اتیا فیصده پرې وکړئ هو.
جاوېد کوټوال: خیر زه ورته په تمه یم. پنڅه بجې یوه جلسه ده.
امرخېل: خیر داسې وکړه خپل ډرېور دې را ولېږه دروازه کې به زه په پاکټ کې یو څه ورکړم در به یې وړی.
جاوېد کوټوال: ولایت وار که عمومی؟
امرخېل: عمومی عمومی.
جاوېد کوټوال: چې کوم تاسو ته اسانه وی هماغسې سم دی.
امرخېل: عمومی به درته ولیکم چې وضعیت څنګه دی. بېخی ښه دی وروره سرچپه دی. دا مساله ما ویل، کنفرانس ورکړه رییس جمهور نه غوښتنه وکړه. نن خو نورستانی له کابل نیوز سره ډېره ښه مرکه کړې ده. په طلوع کې یې ورته برابروم چې دا کار وکړی. چې ښه یې وټکوی. رییس د کمېسیون یې چې وټکوی له مانه ښه ده.
جاوېد کوټوال: دغسې دغسې. پرېنږدئ موږ ورته هغه یو ښه.
امرخېل: نه پرېږدو یې نه.
جاوېد کوټوال: ښیه څو بجې درشی څوک؟
امرخېل: څلور بجې دې راشی بس ما به یوشی برابر کړی وی.
جاوېد کوټوال: خیریوسې هماغسې یوشی ښیه؟
امرخېل: سمه ده. وضعیت څنګه دی، دغه شی غواړې که نه؟
جاوېد کوټوال: هو چې عمومی وضعیت څنګه دی. هغه بل وارې هم دغسې شوی و، چې دا کار داسې دی. دا کار داسې. سمه ده.
امرخېل سمه ده سمه ده.

د ادم خان سیرت او په پکتیکا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشر مکالمه:
په پکتیکا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر: سلام وروره په خیر
سیرت: سلام وروره ښه یې.
په پکتیکا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر: هر څه سم روان دی. هغه بېګانی کړپ خو بیا نوی شوی درنه؟
سیرت: نه هر څه سم روان دی. اوس یې موږ نه پرېږدو.
په پکتیکا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر: ښیه؟ څه پشتوانه مو شته؟
سیرت: انشاالله هو.
په پکتیکا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر: خیر بریت تاووه نو وړکیه!
سیرت: دا درې ولایتونه پوهېږې، پکتیا، پکتیکا خوست یو میلیون رایه ده.
په پکتیکا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر: بس خدای دې وکړی.
سیرت: امین
په پکتیکا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر: خدای دې وکړی چې په لېږد کې مشکل پېښ نشی.
سیرت: نه توکل په خدای نه به پښېږی.
په پکتیکا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر: ښیه دغو ځایونو کې متوجه اوسه.
سیرت: متوجه یو ورته.
په پکتیکا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر: دا عمومی ګراف خو به تاته معلومېږی که نه؟
سیرت: داسې شپېتو نه اوړی.
په پکتیکا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر: شپېتو نه اوړی؟ کابل کې څنګه چل دی، ډنګر دی که چاغ؟
سیرت: هو ۵۵ دی.
په پکتیکا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر: ډنګر؟
سیرت: هو پښتنو کار کړی دی.
په پکتیکا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر: د مور شیدی دې شی.

د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین له غړی سره د ادم خان سیرت ټیلیفونی خبرې:
سیرت: سلام څه حال احوال دی وروره ښه یې؟
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: بس ښه یو وروره هغه دی وینې مو دغسې وضعیت دی. اوس چې ځای پرې تنګ کړی بس چلونه کوی. کله یې قوماندان یوشی کوی، کله ناظرین نه بیایی، کله دا کوی. یو بل شی دا دی ښیه زه خو سبا دا خبره په غټه سټه مخکې کوم. یو بل خطر ناک احتمال دا دی. موږ خو د ډېرو شیانو مخې ونیولې. کوم حرکت چې د دوی قوماندان کوی موږ هغه ان ولسمشر ته رسوو. ډېر جدی. خو دا یوه خبره چې اوس کله رایې او صندوقونه هغه شی؛ نو کېدای شی صندوقونه ضایع شی. کله یې چې را انتقالوی. دلته تاسو هغه وکړئ، چې سر له اوسه موږ ته شکایات را رسېدلی دی.
سیرت: ما دا اوس ماښام ناوخته دوه مکتوبه ولیدل. د خوست د اردو لپاره چې رییس جمهور یې باید منفک کړی.
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: ښیه قوماندان د ملی اردو که نه؟
سیرت: هو په خوست کې.
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: موږ له سهاره پرې کار کوو.
سیرت: نه ما مکتوبونه اوس ور ولېږل.
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: خپله مشر ډاکټر صیب په کې مداخله وکړه. دا د بغلان د امنیې قوماندان په اړه خو تاسو څه نه دی ویلی؟
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: ویلی مو دی، هغه لېست مې ورکړ پوځی صیب ته.
سیرت: نو هغه ولې؟
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: هغه زموږه خلاف دی؟
سیرت: څه وایې.
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: هو
سیرت: خپله پاڼه کې یې هم یو څه چټیاټ لیکلی ول، بیا امرخېل صیب ورته زنګ ووهه چې وهلکه…
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: نه واضح موږ د وزارت داخله سکرتر را غوښتی و بیا یې ویل چې موږ ته یې مشخص کړئ بیا موږ هغه لېست ورکړ. کسانو یې بیا بېرته موږ ته زنګ ووهه چې اخطارې مو ور ولېږلې.
سیرت: ښیه. ناظرین مو تکړه کړئ…غږ جړ دی.
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: یوه موضوع وروره چې فکر دې موی دا شکایت له وخته درسره ما ثبت کړی هغه دا چې کله صندوقونه له هغې خوا راځی او که زموږ ناظرین ورسره په الوتکه کې نه وی؛ نو صندوقونه ایسته اچوی.
سیرت: نه هغسې څه نشی کولای. مقصد تاسو چې له پاسه پرې فشار راوړئ دوی داسې څه نشی کولای. غږ جړ دی. هغه … څه شی ته ناست دی.
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: هغه خو مو د خوست په مساله کې داسې کړ، چې…
سیرت: ورته وایه چې له تانه دې هغه خور هم تکړه ده.
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: هههههه خور یې څوک ده.
سیرت: سایره شریف یې خور ده که نه. په ولسی جرګه کې د خوست استازې ده.
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: هغه فعاله ده.
سیرت: خیر انشاالله وضعیت ښه دی، دوی سخت ورخطا دی.
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: خو زه هم درته وایم که دوی یو ځل هغه شی بیا په هېڅ شی بندو واز هم نه دی. بې امنیتی هم درته راولی، نفر دې هم درته بندیانوی، هر څه یې چې له لاسه راشی دوی بیا هغه کوی. په هر صورت یوه بله مساله هم وه، ما ویل چې دا درته ووایم. د غور په چغچران کې، درې مرکزه چې دی…
سیرت: هغه درې مرکزه دی له اول د انتخاباتو نه تر اوسه پورې بند دی. په هغه باندې موږ ډېر کار وکړ. مکتب شورابه دی، داوود دی یو بل هم دی. ذکی راکړل. هغه چې موږ ولیدل له اوله بند دی. کوم مرکزونه چې په اول کې بند ول، هغه اوس هم بند دی.
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: دوی وایی چې نه ول، بند اوس بند شوی دی.
سیرت: نه نه بند ول، یو د خلکو خبرې دی یو دا چې موږ خپل ډېټابېس ولید. بل دا چې غور خو زموږ په ګټه هم نه دی، غور د هغوی په ګټه دی.
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: هو خو دې سړی دا نماینده یې زنګ را وهلی و. چې موږ دوه درې زره کوره یو…
سیرت: دوه درې زره کوره یې هم هغوی ته اچوی. دې هزاره جاتو باندې مو کار کړی دا ځل؟
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: خلاصولی یې نشو بل چېرته امکان نه لری؟
سیرت: نه امکان نه لری. ځکه د هغوی مواد له مرکزه نه دی تللی. چې له کابله لاړ نشی نو هغوی یې له کومه کړی.
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: ښیه سمه ده.
سیرت: ما و یل چې په هزاره جاتو مو کار کړی دی؟
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: هو ډېر کار مو کړی دی.
سیرت: فیفټی به په کې ووهئ؟
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: مشکلات په کې لرو ډېر. داسې نه وایو چې موږ به یې ترېنه په کې یوسو. نو ډېر مخکې یو …
سیرت: یانې فیفټی ( پنځوس ) فیفټی به کې شئ سره؟
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: په هزاره جاتو کې به یاره فیفټی فیفټی شو ورسره. د خلیلی د دفتر له رییس سره ناست وم، هغه چې دا پروګرامونه او کیسې راته کولې، اګر چې هغه خلک ډېر نفوذ لری او اوس هم عملاً ورته ډېر کار روان دی؛ خو دا تغیرات به ورته ډېر مشکلات ایجاد کړی. هغه انسجام یې هم هغه دی تکه تکه دی. یو نفر یې تللی دی نور یې ټول مشران سپین ږیری له دوی سره دی.
سیرت: ځه توکل په خدای بیا ګورو سره. دا حلیمی ټیلیفون نه جګوی دا څه بد سړی دی؟
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: کوم حلیمی؟
سیرت: دا ستاسو قاسم حلیمی هغه پکولی د لوګر.
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: ښیه ښیه.
سیرت: ته هغه ته ووایه چې ماته یو زنګ ووهی، یوشی یې له ماسره دی چې هغه ور وسپارمه.
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: سمه ده زه به ورته ووایم. نومره به دې ورکړم.
سیرت: هو ورته ووایه، چې عاجل راته زنګ ووهه. ورته وایه کارت نه لری او هغه کوې بېخ دې ووځه.
د ډاکټر اشرف غنی د کمپاین غړی: ګوره کوم شی چې تا هم اورېده را ته وایه بیا.
سیرت: سمه ده په دواړو سترګو. مننه.

د ټاکنو له یوه کارمند سره د ادم خان سیرت ټیلیفونی اړیکه:
د ټاکنو مامور: هغه موضوع نه ده هغه د برمل. هغه به داسې وکړو یو مرکز به وښیو. دا نور به راجوړ کړو، وایو به یو مرکز کې دا کار شوی، دا نور به راجوړ کړو. قوماندان د لېوا ډار شوی، ماته یې ویل ته ولې داسې کارونه کوې له ماسره دښمنی کوې. ما ویل ولاکه پوهېږم. هغه وایی، دا یو مرکز به وښیی چې په دې یو کې داسې شوی دا نور به روغ وښیو.
سیرت: ښه سهی شو. هماغسې یې جوړ کړئ.
د ټاکنو ولایتی مسوول: سلام وروره دا ټیلیفون خو رییس صیب ته ورکړه چې ورسره خبره وکړم.
سیرت: په ټیلیفون لګیا دی.
د ټاکنو ولایتی مسوول: ښیه غوږ ونیسه. زه تاته خبره وکړم. رییس ته وایه اوس والی صیب هم ناست دی. قوماندان د امنیه او کټوازی صیب هم ناست دی. سلامونه درته کړئ. دوی وایی بله هېڅ لاره نشته ځکه هغه د اردو قوماندان رسنیو ته خپله خبره کړې ده. دوی چې هر څورمره ورته وویل، چې له دې خبرې تېرشه څومره مالی غواړی هغه به ور ورسوو، خو هغه وایی له دې خبرې نه تېرېږی.
سیرت: دا قوماندان څوک دی؟
د ټاکنو ولایتی مسوول: دا قوماندان څوک د دې برمل چې دا کار یې کړی؟
سیرت: هو
د ټاکنو ولایتی مسوول: ایوب نومېږی له نورستان نه دی شاړی دی. د حضرت علی سړی دی. ګوره اوس یوازینۍ لاره دا ده چې کنفرانس وغواړم چې زموږ ناظرین او مامورین یې وهلی ټکولی په زوره یې صندوقونه ډک کړی چې دا پروسه بدنامه کړی. ناظرین خپل خلک دی څه ستونزه نشته ده. زه به بیا خپل یو تکړه سړی ته ټیلیفون ورکړم چې هغه ځان ناظر معرفی کړی.
سیرت: ښیه سمه ده. زه ورته اوس وایم.
د ټاکنو ولایتی مسوول: ته ورته وایه چې زنګ راته ووهی، نو ماته زنګ وهی که همدې ټیلفون ته زنګ وی.
سیرت: ځه بیا زه درته زنګ وهم.

 

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.