ولسمشرۍ ماڼۍ: د بندیانو په خوشې کېدو کې به له امریکا سره سلا کېږی

- ۲۷ سنبله ۱۳۹۱

افغان حکومت وایی، چې له امریکایی ځواکونو نه افغان حکومت ته د شپږنیم سوه بندیانو لېږدونه یې دریځ دی او هېڅکله به له دې دریځ نه وانه وړی او وایی چې  د بندیانو په خوشې کېدو به له امریکا سره سلا مشورې وکړی.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې دا کاملاً یوه بې بنسټه ادعا ده.
هغه وویل، په دې برخ کې یو ستر ضمانت شتون لری او هغه دا چې له امریکا سره په لاسلیک شوې تفاهم پاڼه کې ویل شوی، که چېرې افغان حکومت بندیان خوشې کوی نو حتماً به د بندیانو په اړه له امریکایانو سره سلا کېږی.
ښاغلی فیضی وایی، دغه راز که امریکایان غواړی چې له بندیانو څخه څېړنې وکړی؛ نو له افغان حکومت به اجازه غواړی او ورسره به سلا مشوره کوی.
د ولسمشر د ویاند په خبره، که چېرې اوس افغان حکومت بندیان خوشې کوی نو دا ټول به د امریکا تر څارنې لاندې خوشې کېږی او که چېرې یو بندی ناحقه خوشې کېږی نو امریکایان به وایی، چې دا یو امنیتی ګواښ دی.
هغه وایی، ولسمشر کرزی له مارک ګروسمن سره په لیدنه کې وویل چې د بندیانو او زندان مسله د افغانستان په حاکمیت پورې تړلې خبرې دی نو دا د افغان حکومت دریځ دی چې دا زندانیان باید افغان حکومت ته انتقال شی او حکومت به هېڅکله هم له دې خپل دریځ نه واړوی.
د ولسمشر ویاند وویل، شپږ میاشتې وړاندې د مارچ په ۱ د افغان حکومت او د امریکا د متحده ایالاتو تر منځ یوه داسې تفاهم پاڼه لاسلیک شوه چې له لاسلیک وروسته یې هېڅ بهرنی پوځیان د امریکا په شمول نه شی کولای په افغانستان کې زندانونه ولری او یا دې زندانیان ولری.
نوموړی وایی، په تاسف سره چې د دې تفاهم پاڼې له لاسلیک وروسته هم کابو شپږ نیم سوه بندیان له امریکایانو سره پاتې دی او لا هم د هغوی په توقیف کې دی.
هغه زیاتوی، چې دا مسله افغان حکومت ته د اندېښنې وړ ده او په اړه یې له امریکایی چارواکیو سره جدی تماسونه نیولی دی او دوه ورځې وړاندې ولسمشر کرزی د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړی استازی مارک ګروسمن سره هم خبرې اترې وکړې.
د ښاغلی فیضی په خبره، د افغان حکومت دریځ په دې اړه همدا دی چې د شوې تفاهم نامې له مخې امریکایان او نور بهرنیان نه شی کولای، چې په افغانستان کې زندانونه ولری او یا بندیان توقیف کړی.
نوموړی وایی، امریکایان ورته وایی چې په جنګی چاپېریال کې هغه کسان چې په جګړه کې نیول کې تر یوه نامحدود وخته پورې یې باید دوی پرته له دې چې محاکمه شی په خپل بند کې وساتی، چې دا د افغانستان له قوانینو سره په ټکر کې دی په ځانګړی ډول د اساسی قانون له یوویشتمې مادې سره.
د ولسمشر ویاند زیاتوی، دوی په دې برخه کې جدی هلې ځلې کوی او تماسونه یې نیولی څو دغه شپږ نیم سوه بندیان چې دمګړۍ له امریکایی ځواکونو سره په بند کې دی، افغان حکومت ته انتقال شی.
نوموړی وایی، په تېرو شپږو میاشتو کې نړیوالو ځواکونو له درې زرو زیات بندیان افغان حکومت ته انتقال کړی؛ خو دغه شپږ نیم سوه بندیان هغه دی، چې په تېرو شپږو میاشتو کې نیول شوی دی.
ایمل فیضی زیاتوی، په یادو بندیانو کې بېلابېلې کټګورۍ شته، چې یو شمېر یې کاملاً بې ګناه وګړی دی، چې د ناسمو راپورونو او غلطو استخباراتی معلوماتو په اساس نیول شوی دی، چې د ځینو عمرونه یې له دیارلسو کلونو نه نیولې تر اویاوو کلونو د زیات عمر لرونکی کسان هم په کې شامل دی.
هغه وایی، دوی غواړی چې د دغو بېګناه کسانو دوسیې ژر و ازرول شی او بې ګناه کسان یې له بنده خوشې شی.
د نوموړی په خبره، دویمه ډله هغه ترهګر دی چې ظلم یې کړی او په ډېرو ترهګریزو فعالیتونو کې یې برخه اخیستې ده، چې په وینا یې له دغو کسانو سره باید د قانون په چوکاټ کې ډېر جدی برخورد وشی او محاکمه شی.
هغه همدارنګه وویل، درېیمه کټه ګورۍ هغه کسان دی، چې پرې شک موجود خو په اړه یې کافی اسناد په و اک کې نشته، چې د هغوی جرم ثابت کړی چې دغو کسانو ستونزه را پیدا کړې ده.
ښاغلی فیضی وایی، امریکایان غواړی چې دغه کسان تر یوه نامحدود وخته په خپل بند کې وساتی، ځکه چې په اړه یې کافی اسناد نه شته او دغه مسله دا نا ممکنه کوی، چې دوی محاکمه شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.