د ټاکنیز بحران له امله امنیتی وضعیت خراب شوی دی

گزارشگر:22 سرطان 1393 - ۲۱ سرطان ۱۳۹۳

mnandegar-3په دې وروستیو کې په هېواد کې امنیتی وضعیت کړکېچن شوی او د طالبانو بریدونه زیات شوی دی. د ولسی جرګې غړی او پوځی کارپوهان وایی، وسله وال طالبان غواړی د دې بریدونو په دوام سره د افغانستان یوشمېر ولایتونه لاندې کړی. هغوی دغه راز وایی، طالبان د خپلو بهرنیو ملاتړ په مرسته هڅه کوی، چې د عراق په څېر په افغانستان کې هم نا امنی جوړه کړی.
د پوځی چارو شننونکی جنرال امرالله امان ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، یوه لسیزه وړاندې د ولسمشر کرزی مصلحتی اداره ونه توانېده، چې د نړیوالې ټولنې په شتون کې او د هغوی له امکاناتو نه په ګټنې سره طالبان له منځه یوسی.
ده وویل، حکومت تل د طالبانو پر وړاندې کمزوری دریځ غوره کړی و، چې د طالبانو روحیه یې ډېره پیاوړې کړې وه او په پاکستان کې یې ۳۲ زره مرستې د ای اېس ای په مرسته چلولې، چې زده کوونکی به یې په افغانستان کې جګړې ته را استول کېدل.
د هغه په خبره، له بده مرغه چې حکومت په بیړې سره د امنیتی مسوولیتونو د لېږد پروسه پیل کړه؛ خو د دې پروسې په نیمګړتیاوو پسې یې سر و نه ګرځاوه، چې له امله یې نن افغان امنیتی ځواکونو له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
دی وایی، د دې پروسې د سرته رسولو له امله امنیتی ځواکونه د بهرنیانو له همغږۍ، د هغوی له مرستو او تجهیزاتو بې برخې دی، چې په مقابل کې یې وسله والو طالبانو د ای اېس ای په مرسته د افغان امنیتی ځواکونو شته خلاوې ښه تشخیص کړی او خپلو بریدونو ته یې زور ورکړی دی.
د جنرال امان په وینا، طالبان غواړی د ځینو ولسوالیو ترڅنګ یوشمېر ولایتونه هم لاندې کړی؛ څو له دې لارې فشار وارد کړی او په راتلونکیو مذاکراتو کې چې له نوی حکومت سره به کېږی د امتیاز اخیستو لپاره ترې ګټه پورته کړی.
نوموړی زیاتوی، دا د حکومت لپاره د خطر زنګونه دی، چې باید له وخته یې غم خوړل شوی وای: (( د ای اېس ای او د پاکستان د پوځ لوړ پوړی چارواکی او سابقه لرونکی مامورین د طالب په جامه کې راغلی او په هلمند او نورو سیمو کې جګړه کوی. په دې اړه شواهد او اسناد شته. غواړی په دې ډول حملو سره ځینې ولایتونه لاندې کړی او په مذاکراتو کې ترې ګټه پورته کړی.))

د پوځی چارو دغه شنناند وایی، د طالبانو په دې ډول بریدونو او د افغان حکومت په ناغېړۍ سره د افغان امنیتی ځواکونو روحیه او مورال ماتېږی، ځکه ټپیان یې په سیمو کې پراته دی، درست تشخیص او درملنه یې نه کېږی، ترې بشپړ ملاتړ نه کېږی او ښه همغږی یې تر منځ نشته.
په همدې حال کې د ولسی جرګې غړی میربت خان منګل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په هېواد کې رامنځته شوی ټاکنیز ناورین د افغان ملت ترڅنګ په امنیتی ارګانونو هم اغېز کړی او هغوی یې نهیلی کړی دی.
دی وایی، ګاونډی هېوادونه له اوسنی ناوړه وضعیت نه غواړی ګټه واخلی او د عراق په څېر په افغانستان کې هم ولایت په ولایت او ولسوالۍ په ولسوالۍ جګړې او نښتې رامنځته کړی.
د هغه په خبره، ګاونډی هېوادونه غواړی طالبان وهڅوی چې په افغانستان کې د عراق وضعیت تکرار کړی، ځکه طالبانو هم له پخوا نه په افغانستان کې د پراخو نښتو د وس لرلو هیله درلوده.
ښاغلی منګل وایی، د اوسنی حکومت د وخت پای ته رسېدل، په هېواد کې اقتصادی بحران او له حکومت سره د خلکو د همکارۍ کمېدل د امنیتی پېښو او بریدونو د زیاتېدو نور لاملونه دی. د هغه په خبره، ګاونډیو هېوادونو او طالبانو په قومی لحاظ هم نفاق رامنځته کړی، شخړې جوړې کړی او اوس خلک د پخوا په څېر نشی کولای له امنیتی ځواکونو ملاتړ وکړی.
هغه وویل، د امنیتی وضعیت د کړکېچنېدو بل لامل، په ټاکنیز ناورین او په راتلونکی حکومت کې د ځای پیدا کولو لپاره، د امنیتی ارګانونو د مشرانو او قوماندانانو مشغولېدل دی، چې د امنیت ټینګښت ته یې پام کم شوی دی.
د ولسی جرګې دغه غړی وایی، که چېرې وضعیت په همدې ډول دوام وکړی، امکان شته چې وسله وال مخالفان د ګاونډیو هېوادونو په مرسته د عراق په څېر وضعیت په افغانستان کې هم تکرار کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.