د ملت خزانه د اشرف غنی احمدزی په کمپاین کې خالی شوه

گزارشگر:4 سنبله 1393 - ۰۳ سنبله ۱۳۹۳

mnandegar-3د مالیې وزیر عمر ذاخېلوال وایی، چې د ټاکنیز بحران له امله افغانستان پینځه میلیارده ډالره زیان لیدلی؛ خو د ولسی جرګې غړی او اقتصاد پوهان د نوموړی دا څرګندونې ردوی.
د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، چې دولتی خزانه د اشرف غنی احمدزی په کمپاین کې تشه شوې او له دې خزانې څخه د نوموړی کمپاین ته په میلیونو ډالر ورکړل شوی دی.
خو اقتصاد پوهان وایی، چې د دې زیان اصلی لامل د حکومت کمزوری مالی مدیریت او د لازمو پلانونو او پروګرامونو نشتون دی، چې افغانستان ورسره په تېرو دیارلسو کلونو کې مخ و.
د ولسی جرګې غړی حمیدالله توخی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، ټول ملت ته روښانه ده، چې د ملت خزانه د اشرف غنی احمدزی په کمپاین لګېدلې او د مالیې وزیر ورسره د ملت له پیسو مرسته کړې ده.
هغه وویل، په لومړی ځل چې دا ټیم جوړېده عمر ذاخېلوال په دوبۍ کې ورته د کمپاین لپاره پنځه میلیونه ډالره ورکړل او ښایی په دولت کې ډېر داسې نور کسان هم وی، چې دولتی خزانه یې ورته لګولې وی: (( دوی د دولت خزانه ورته په کمپاین کې تشه کړه ))
د ده په وینا، ولسمشر د پارلمان پرانستې پر مهال په خپله وینا کې وویل، چې د پنځو کلونو لپاره افغانستان د خپلو لګښتونو لپاره پیسې لری، چې هم پرې خپله عادی بودیجه مخ ته یوسی او هم پرې پراختیایی بودیجه؛ خو وایی، چې اوس دا بودیجه شوه او خزانې ولې تشې شوې؟
د ښاغلی توخی په خبره، چې د مالیې وزیر دولتی بودیجه په خپل عیش و عشرت لګولې؛ ځکه افغانستان کومه سوداګری او یا کوم عاید درلود چې په شپږو میاشتو کې یې پینځه ملیارده ډالره دولت ته ورکول؛ خو اوس د ټاکنو له امله پای ته رسېدلی وی.
نوموړی غواړی، چې د مالیې وزیر او نور چارواکی باید په دې اړه ملت ته وضاحت او حساب ورکړی. دی وایی، که کرزی او چارواکی یې غواړی چې له دې لارې خپلې کړنې او ناودې له خلکو پټې کړی؛ نو دا کار ناممکنه دی او ملت یې پر وړاندې له وخته ښه قضاوت کړی دی.
د ولسی جرګې دغه غړی زیاتوی، که وضعیت همداسې دوام وکړی او د کرزی وزیران د شخصی ګټو لپاره او شخصی عیش و عشرت دولتی بودیجه لګولو ته دوام ورکړی؛ نو افغانستان به لس میلیارده زیان وکړی.
نوموړی له راتلونکی ولسمشره غواړی چې واک ته په رسېدو سره لومړی له ولسمشر، د هغه له وزیرانو، والیانو او بیا نورو چارواکیو سره حساب و کتاب وکړی؛ خو وایی، دا هغه ولسمشر کولای شی چې د خلکو په رایو را منځته شوی وی.
په همدې حال کې د کابل پوهنتون استاد او د اقتصادی چارو څېړونکی سیف الدین سیحون ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د افغانستان په مالی زیان کې هېڅوک ګرم نه دی؛ بلکې پړه یې پر حکومت ده.
هغه وایی، ناکاره اداره، د مرستو جلبولو لپاره د لازمې کړنلارې نشتون او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د مناسب تعامل او اړیکو نشتون، د عوایدو په راټولو کې د حکومت کمزوری، د بېړنیو او خطرناکو وختونو نه وړاندوېینه او د لازمې برنامې نشتون لامل شوی، چې افغانستان په دغسې وختونو کې میلیاردونه ډالره زیان وکړی.
د ده په وینا، په کار ده چې حکومتی چارواکی اعتراف وکړی، چې د دوی د مناسب پروګرام او پلان د نشتون له امله افغانستان له دغه ډول مالی زیانونو سره مخ شوی دی او له مالی اړخه یې درست مدیریت نه دی کړی.
د استاد سیحون په اند، یوازې ټاکنې په دې برخه کې لامل نه دی، بلکې نور لاملونه هم لری او په دې برخه کې د ټاکنو ګرمول درسته خبره نه ده.
دی زیاتوی، چې ټاکنې په ټولو هېوادونو کېږی؛ خو هلته روزمره فعالیتونه دوام لری، په لوړه کچه چارواکی بدلېږی؛ خو اقتصادی زیانونه نه رامنځته کېږی.
د نوموړی په خبره، په افغانستان کې عواید له ګمرکونو را ټولېږی او یا هم نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته کوی، چې دا مسایل په ټاکنو پورې اړه نه لری او نشی کولای اقتصادی زیانونه رامنځته کړی.
نوموړی د ولسمشر هغو څرګندونو ته چې په پارلمان کې د پنځو کلونو لپاره د بودیجې د شتون په اړه کړې وې، وویل: هغه ملی ذخیره شوې شتمنی ده، چې نشی کېدای په شخصی او یا عادی فعالیتونو کې ولګول شی او که ولګول شی د پیسو ارزښت ورسره را ښکته کېږی.
د ده په وینا، کېدای شی له دې پیسو د بېړنیو حالاتو لپاره، لکه د ناروغیو د مخنیوی او یا نورو اړینو مسایلو لپاره ګټه واخیستل شی؛ خو هغه هم خورا کمه ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.