د هند او پاکستان د رقابتونو خوږلن!

گزارشگر:فریدون خوځون/ 24 سنبله 1393 - ۲۳ سنبله ۱۳۹۳

mnandegar-3د هند او پاکستان ترمنځ رقابت او سیالۍ افغانستان ډېر زیانمن کړی دی. دواړه هېوادونه د کشمیر د مسالی په سر سره اختلاف لری او تر اوسه یې درې ځلې جګړې کړی دی. لومړۍ جګړه یې په ۱۹۴۷ کال کې وشوه، دویم ځلی جګړه یې په ۱۹۶۵ کال کې او درېیمه جګړه یې په ۱۹۷۱ کال کې د بنګال په ملاتړ وشوه، چې په پایله کې یې بنګله دېش له پاکستان نه خپلواکی ترلاسه کړه.

له تېرو څو لسیزو راهیسې هند او پاکستان د خپلې سیالۍ محور افغانستان ګرځولی دی. د مجاهدینو او طالبانو د واکمنۍ پر مهال پاکستان وتوانېده، چې له افغانستانه د هند لاس لنډ کړی، ان تر دې چې د مجاهدینو ډلې ډلې یې د هند پر وړاندې په کشمیر کې وجنګولې.
خو هند له ۲۰۰۱ کال نه را وروسته د خپلې پیاوړې دیپلوماسۍ له مخې ډګر په خپله خوا واړاوه او وتوانېده، چې په افغانستان کې د هند لاس پر پاکستان بر کړی. له افغانستان سره د هند کابو دوه میلیارده ډالره مرستې هم د همدې لپاره وې.
هر څومره چې هند په افغانستان کې د خپل نفوذ د زیاتولو هڅې کړی، پاکستان یې پر وړاندې مستقیم او غیر مستقیم غبرګون ښودلی دی. پر هندی انجینرانو، سفارت او قونسلګریو بریدونه له همدې امله دی. په افغانستان کې د هند د نفوذ پراخېدو وېرې پاکستان تر دې کچې اندېښمن کړی و، چې په ۲۰۱۱ کال کې پاکستان له افغان سولې سره د مرستې لپاره د خپلو غوښتنو یو اوږد لړلیک ولسمشر کرزی ته وسپاره او ترې یې غوښتنه وکړه، چې باید منلو ته یې چمتو شی. په دې مسایلو کې یوه مساله په و لایاتو کې د هند د قونسلګریو تړل وو.
پاکستان یوازې په افغانستان کې له هند سره خپله سیالی مخ ته نه وړی، بلکې له دې هم وېره لری، چې د کابل حکومت به ترېنه د ډیورنډ فرضی کرښې په اړه وپوښتی. یانې که په کابل کې یو پیاوړی حکومت رامنځته شی؛ ښایی د ډیورنډ فرضی کرښه په رسمی ډول له منځه یوسی، یا د کرښې هاخوا پښتنو او بلوڅو سره به مرسته وکړی، څو له پاکستان نه د بېلتون غوښتنې مبارزې چټکې او خپله خپلواکی ترلاسه کړی. هغه کار چې تر اوسه افغان حکومت یې په کولو نه دی توانېدلی.
په افغانستان کې د پاکستانیو بې کیفته توکیو لپاره افغان بازار، منځنۍ اسیا ته د رسېدو لپاره د افغانستان ټرانزیټی لاره او نور مسایل هم په افغانستان کې د پاکستان د اهدافو برخې جوړوی. چې د دې ټولو لپاره پاکستان د وسله والو مخالفانو ملاتړ کوی. هر کله چې یوه ډله له کاره ولوېږی، ریزف ورته بله ډله لری. د بېلګې په ډول، کله چې افغان مجاهدین له کاره ولوېدل، د طالبانو پروژه رامنځته شوه، دغه راز د حقانی شبکې په ګډون، لشکر طیبه، جیش اسلام، لشکرالاسلام او لسګونه نورې وسله والې سخت دریځې ډلې.
اوس چې له افغانستانه نړیوال ځواکونه وتلی او د روان کال په پای کې به بشپړ ځواکونه ووځی، د دواړو هېوادونو رقابتونه جدی شوی دی. په دې مانا چې د القاعده شبکې غړو په هند کې د خپلو فعالیتونو د پیلېدو خبر ورکړی، چې ښایی تر ډېره په دې کار کې د پاکستان لارښونه وی. پاکستان په افغانستان کې په تېره یوه لسیزه کې او یا له هغې هم ډېر د خپلو کړنو له امله، خپل نفوذ بایللی یا په بله مانا د پاکستان د کړنو او ناوړه سیاست له امله عام ذهنیت په ناغوښتی ډول، د هند په ګټه تمام شوی دی. عام ولس له پاکستان سره عقده پیدا کړې، چې په بدل کې یې هند ته میلان زیات شوی دی. ښایی یو لامل یې له افغانستان سره د هند پرېمانه مرستې وی.
هند د خپل خاموش او سنجول شوی سیاست له مخې له روان بهیر نه په ګټنې د پردې تر شا ښه توانېدلی، چې څنګه افغان ذهنیت د پاکستان پر وړاندې را وپاروی. خو پاکستان یې بیا په بدل کې پخوانی تګلاره خپله کړې ده. پوځ اجازه نه ده ورکړې، چې د افغانستان او هند پر وړاندې دې د پاکستان بهرنۍ ستراتېژی بدله شی. په پاکستان کې د وروستی اړو دوړ یو لامل هم همدا دی.
نوازشریف چې له پوځ نه ښه خاطره نه لری، کوښښ کړی د سیمې شته واقعیتونو ته د نویو حالاتو او جریاناتو په پام کې نیولو سره ځواب ورکړی، چې دې کار د پوځ اندېښنه راپارولې او نه غواړی، چې خپله کړې لوبه په ۹۰ دقیقه کې ـ د هغوی په وینا ـ له لاسه ورکړی. عمران خان او طاهر القادری د ای اېس ای او پوځ په مرسته او لارښوونه په لاریونونو لاس پورې کړی، د دې لپاره چې نواز شریف له خپلو سیاستو را وګرځوی، کمزوری یې کړی او حتی له واکه یې لرې کړی، څو پوځ په اقتدار شی. د نواز شریف په ګوښه کېدو او یا کمزوری کېدو سره به په افغانستان کې پوځ د خپلو کړنو لپاره ډېر صلاحیتونه ولری او کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځی، پوځ هڅه کوی، چې د شوروی اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان په خپل کنټرول کې ولری. خو په مقابل کې یې هند هم هڅه کوی، چې د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره روان بهیر حفظ شی، د هند برلاسی نوره هم زیاته او پاکستان نور هم کلابند کړی.
په کابل کې د هند له لوری د تر ټولو ستر ملی توغ د رپاندولو یوه موخه دا وه، چې پاکستان ته وښایی، چې افغانستان اوس یو خپلواک هېواد دی، نشی کېدای چې د پاکستان ستراتېژیک عمق شی، یا د پاکستان د خوښې حکومت په کې راشی او د مجاهدینو یا طالبانو د واکمنۍ د مهال په څېر په کې د پاکستان راج وچلېږی.
د هند د کورنیو چارو د وزیر وروستی خبرداری هم پاکستان ته یو پیغام درلود، چې هند اوس کولای شی، د القاعدې په څېر د هرې وسله والې ډلې ځواب ووایی. په ۲۰۰۸ کال کې د ممبۍ له بریدونو وروسته هند له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د خپل ځواک په پیاوړی کېدو ښه خواری کړې او په هر حال کې د دې وړتیا لری، چې د پاکستان روزل شوې وسله والې ډلې په هند، کشمیر، افغانستان او ان د بلوڅو بېلتونپالو په مرسته په بلوچستان کې وځپی.
له دې ښکاری، چې افغانستان به د اوږده مهال لپاره د دواړو هېوادونو د سیاستونو او رقابتونو په اور کې سوځوی. که راتلونکی حکومت په افغانستان کې داسې یو بستر رامنځته کړی او دواړو هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې د هند او پاکستان ګټې همهاله په یوه پیاوړی، باثباته او پرمختللی افغانستان کې تامینېږی، ښایی تر یوه ځایه دواړو هېوادونو ته مثبت ځواب ویل شوی وی. د ولسمشر کرزی د حکومت په څېر یو اړخیز میلان او تمایل افغانستان نور هم د جګړې او اور لمنو ته ټیل وهی. په مننې له ټول افغانستان نه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.