اشرف غنی احمدزی: ملی یووالی حکومت یو مسوول حکومت دی

گزارشگر:1 میزان 1393 - ۳۱ سنبله ۱۳۹۳

mnandegar-3د هېواد راتلونکی ولسمشر او دملی وحدت د دولت رییس ډاکټر اشرف غنی احمدزی په لومړی ځل خپلو پلویانو ته وکړه او له هغوی یې مننه وکړه، چې نوموړی ته یې رایه ورکړې ده.
احمدزی په دې وینا کې په بېلابېلو مسایلو بحث وکړ او ویې ویل، چې افغانانو د واک په سوله ییز لېږد سره د نړیوالو هغه تصور بدل کړ، چې ګویا په دې هېواد کې سوله ییز لېږد نشی ترسره کېدای.
ده له افغان ملت نه په دې مننه وکړه، چې د ټاکنو پایلو ته یې شپږ میاشتې انتظار وایسته او ویې ویل، چې سیاسی ستونزې په ټوپک نه بلکې، په سیاسی خبرو اترو حلېږی.
نوموړی وویل، چې خلک سولې او ثبات ته رایه ورکړه او دوی په عمل کې روښانه کړه، چې ثبات د هېڅ شی نه قربانی کوی او د یوه افغان د وینې مسوولیت هم نه اخلی، د نوموړی په وینا، چې نور په هېواد کې د وینې تویولو مهال پای ته رسېدلی او د هر چا د ژوند کولو مسوول دی.
هغه ملی یووالی حکومت یو مسوول حکومت وباله چې په وینا یې دی او اجرایوی رییس ډاکټر عبدالله عبدالله به له ملت سره خپلې کړې ژمنې په ګډه پلې کوی. هغه واک د ثبات، سولې او پرمختګ ته د رسېدو لپاره وسیله وبلله نه هدف او زیاته یې کړه، چې هر افغان د دې خاورې سهم دار او له مساوی حقونو برخمن دی.
ښاغلی اشرف غنی احمدزی وویل، ښځو ته لومړی د ښځو په توګه احترام لری او زیاته یې کړه، چې د ملی یووالی حکومت به د ټولنیز عدالت، مسوولیت، شفافیت، کفایت او د قانون د حاکمیت حکومت وی.

نوموړی وویل، چې په دې حکومت کې به ټول موازی حکومتونه ړنګ او د حذف سیاست یې حذف کړی دی. نوموړی سوله د ټولو افغانانو غوښتنه وبلله، چې د راوستلو ژمنه یې وکړه او ویې ویل، چې د ملی یووالی حکومت به سهامی شرکت نه وی.
راتلونکی ولسمشر وویل، چې له وینې تویولو ستړی شوی، خو دوی او عبدالله عبدالله خپلو کړو ژمنو ته لا هم ژمن دی. نوموړی ژمنه وکړه، چې حکومت به یې په هرو شپږو میاشتو کې د اساسی قانون له تطبیق نه ملت ته راپور ورکړی او ضوابط به په روابطو حاکم کړی.
د ښاغلی احمدزی په خبره، چې د دواړو نوماندو ترمنځ د لاسلیک شوی توافق بنسټ د ملی ګټو خوندی کول دی، نه په سهمداره ډول د حکومت وېشل. هغه زیاته کړه، چې د جومات او حکومت ترمنځ شته واټن به له منځه وړی: (( پراخ اصلاحات د ډاکټر عبدالله عبدالله او دوامداره بدلون زموږ لفظ دی، چې د ملی یووالی په حکومت کې دواړه سره یو ځای شوی دی.))
اشرف غنی احمدزی وویل، چې د دوی نیت اسلامی او ملی دی، اراده یې پیاوړې او په قاطعیت کې یې باید شک ونشی، ځکه د قاطعیت منشاء او سرچینه به یې اساسی قانون وی.
هغه وویل، چې افغانستان له یوه لوی تاریخی ازمېښت نه په بریالی ډول ووت او دا د افغان ملت لپاره لویه ورځ ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د راتلونکې دوشنبې په ورځ ولسمشر اشرف غنی احمدزی په ارګ کې د کورنیو او بهرنیو مېلمنو په ګډون په شانداره مراسمو کې د لوړې مراسم پر ځای کړی.
دا واک ته له رسېدو ورسته د هغه لومړنۍ وینا ده، چې کوی. تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دواړو نوماندو له توافق وروسته اشرف غنی احمدزی ولسمشر او ډاکټر عبدالله عبدالله اجرایوی رییس اعلان کړل. خو په اشرف غنی احمدزی د تېرې ورځې د وینا په اړه نیوکه دا وه، چې په غونډه کې یو تن هم د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم غړی نه و او نه یې د ملی یووالی حکومت په اړه ډېر بحث وکړ.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.