همایون: د رأیې ورکوونکو پر تذکرو نښلوونکی سټیکرونه په کابل کې خرڅېږی

گزارشگر:یک شنبه 2 ثور 1397 - ۰۱ ثور ۱۳۹۷

mandegar-3د ولسی جرګې ځینی غړی ادعا کوی، کوم سټیکرونه چې د انتخاباتو د کمېسیون له خوا د رأیې ورکوونکو پر تذکرو لګول کېږی، په کابل ښار کې خرڅېږی.
د ولسی جرګې یو شمېر غړو د شنبې په ورځ د جرګې په عمومی غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او امنیتی ځواکونو پر کړنو په انتقاد سره وویل چې که د انتخاباتو په وړاندې شته ستونزې لېرې نه شی، راتلونکی انتخابات به راڼه نه وی.
په ځینو سیمو کې د امنیت نشتوالی، له انتخاباتو سره د خلکو نه لېوالتیا، د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې لنډ بهیر او په کابل ښار کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د سټیکرونو خرڅون، هغه موارد دی چې د ولسی جرګې د ځینو غړو په خبره، د راتلونکو انتخاباتو پر وړاندې خنډ ګرځی.
د ولسی جرګې لومړی مرستیال همایون همایون پرته له دې چې اسناد وړاندې کړی، ادعا وکړه چې کوم سټیکرونه چې د رأیو ورکوونکو پر تذکرو لګول کېږی، په کابل ښار کې خرڅېږی.
نوموړی وویل:
«په کابل ولایت کې د سټیکرونو کتابونه خرڅېږی، اکثره وکیل صاحبان او خلک چې غواړی په انتخاباتو کې کاندیدان شی، دغه کتابونه اخلی او پر جعلی تذکرو یې لګوی، نه پوهېږم چې د دغو انتخاباتو راتلونکی به څه وی.»
دا اندېښنه په داسې حال کې راپورته کېږی چې په پام کې ده، د ولسی جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات، د روان لمریز کال د میزان په ۲۸ مه تر سره شی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د وګړو د ثبت او احوالو مرکزی ادارې ویلی چې د ۱۰ میلیونو رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره یې تیاری نیولی دی.
په مرکز او د ولایتونو په مرکزونو کې د رأیو ورکوونکو د نومونو لیکل د روان لمزیز کال د حمل په ۲۵ مه پیل شوی چې د ثور تر ۲۳ مې نېتې پورې به دوام وکړی.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، په وروستۍ یوه اوونۍ کې په ټول افغانستان کې، یو لک او ۸۹ زرو کسانو نومونه لیکلی دی.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء سرپرسته شهلا حق چې د ولسی جرګې دغې غونډې ته بلل شوې وه، وویل چې د افغانستان وضعیت د نړیوالو معیارونو په شان د انتخاباتو لپاره مناسب نه دی، خو د نوموړې په خبره، کمېسیون هڅه کوی چې د جعل او درغلیو مخه په کې ونیسی.
مېرمن حق وویل، که اړتیا پېښه شی، د ولایتونو په مرکزونو کې به د نوم لیکلنی د بهیر موده وغځوی.
دې د ولسی جرګې د ځینو غړو د دې ادعا پروړاندې چې د انتخاباتو سټیکرونه په بازار کې څرخېږی، داسی وویل:
«په دې برخه کې چې سټیکرونه او کتابونه دې غلا شی، تراوسه شواهد نه شته، خو یقین لرم چې د خلکو او د کمېسیون د همکارانو په مرسته به یې مخه ونیول شی.»
د وګړو د ثبت او احوالو د مرکزې ادارې رئیس همایون محتاط چې دی هم د جرګې غونډې ته بلل شوی و، وویل چې د انتخاباتو لپاره ېې په شرایطو برابرو کسانو ته د تذکرو د وېش لړۍ ګړندۍ کړې .
د ده په خبره، د تذکرو د وېش په ځینو مرکزونو کې د خلکو ګډون کم دی او پکار ده چې د نوم لیکنې او د تذکرو د اخیستنې په برخو کې، خلکو ته عامه پوهاوی زیات شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.