د ملی یووالی حکومت په راتلو امنیتی وضعیت مخ په ښه کېدو دی

گزارشگر:26 میزان 1393 - ۲۵ میزان ۱۳۹۳

په لوړه سیاسی کچه له امنیتی ځواکونو ملاتړ د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د هغوی مورال پیاوړی او روحیه یې غښتلې کوی. د ملی یووالی حکومت په رامنځته کېدو سره د طالبانو او نورو وسله والو پر وړاندې د ولسمشر سخت دریځ کولو د افغان امنیتی ځواکونو په وړتیاوو زیاتونه کړې ده. په دې مانا چې د ولسمشر اشرف غنی احمدزی په سخت دریځ سره که څه هم چې امنیتی ځواکونو له پخوا هم ډېر خپلو مسوولیتونو ته ځیر شوی او شته وړتیاوې یې په کار اچولی؛ د وسله والو مخالفانو پر وړاندې یې ډېرې لاسته راوړنې هم درلودلې دی.
ولسمشر احمدزی د اختر په ورځو کې د ملی دفاع وزارت مهم قعات لیدلی، په سردار محمدداوود خان روغتونو کې یې د ملی اردو له ټپیانو لیدنه کړې او له هغوی نه یې د هرراز ملاتړ ډاډ ورکړی دی. ولسمشر په ناڅاپی توګه هم یوشمېر جزو تامونو ته ورغلی، څو امنیتی ځواکونه غافلګیره او د هغوی له وضعیت ځان خبر کړی. د دې ترڅنګ ولسمشر امنیتی سکتور ته لارښوونه کړې، چې د امنیت په ټینګښت کې خپلې هڅې تېزې کړی.
نوموړی امنیتی ارګانونو او ایساف د مشرانو ترمنځ په ګډ درې ورځنی سیمینار کې وویل، هر هغه څوک چې افغان امنیتی ځواکونه وژنی د افغانستان دښمنان او د بښلو وړ نه دی.
د دې ترڅنګ په همدې سیمینار کې د ملی یووالی د حکومت اجرایوی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ویل، چې حکومت دې له دوست او دښمن نه روښانه تعریف وړاندې کړی. هغه امنیتی ځواکونو ته ډاډ ورکړ، چې په هر حال کې به ترېنه ملاتړ وکړی او د دوی د ظرفیتونو او تجهیزاتو د لوړولو او پراخولو لپاره به هڅې وکړی.
دا هغه څرګندونې دی، چې له دې وړاندې له افغان امنیتی ځواکونو نه د ملاتړ لپاره د سیاسی مشرانو له لوری نه وې شوې. د ولسمشر کرزی په واکمنۍ کې له امنیتی ځواکونو دغه ډول ملاتړ نه و شوی او نه هم دومره هڅول شوی ول. بلکې حکومت په لوی لاس د افغان امنیتی ځواکونو وژونکی بندیان هم له بنده خوشې کړی ول، چې د امنیتی ځواکونو په روحیه یې ناوړه اغېز کړی و.
د ملی دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدی ویلی، چې په لوړه کچه د ولسمشر له لوری له دوی نه سیاسی ملاتړ د ملی اردو مورال لوړ کړی او اوس له وسله والو طالبانو سره د مقابلې لپاره ښه روحیه لری. په تېر حکومت کې تر دې حده د امنیتی ځواکونو پر ځای له طالبانو ملاتړ کېده، چې یوشمېر امنیه قوماندانانو په خپل سر پولیسو ته امر وکړ، چې د طالبانو له نیولو ډډه وکړی او ویې وژنی.
د ملی امنیت ویاند عبدالحسیب صدیقی هم ویلی، چې سیاسی ملاتړ یې له طالبانو سره په جګړه کې مورال لوړ کړی دی. ملی امنیت په یوه اونۍ کې د حقانی شبکې دوه مهم مشران او په بغلان کې یې د جندالله ډلې مشر قاری زبیر ونیول. د دې ترڅنګ په یوشمېر ولایتونو کې یې له بریدونو مخنیوی هم کړی دی. د ملی دفاع وزارت ویلی، چې له امنیتی ځواکونو نه په سیاسی ملاتړ کولو سره اوس د هلمند سنګین ولسوالۍ چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له شدیدو امنیتی ګواښونو لاندې وه، له پخوانی ګواښ سره مخ نه ده او امنیتی ځواکونو لاس پر طالبانو بر دی.
د ولسمشر دا دریځ د ستایلو وړ دی. او په کار ده چې په دې برخه کې خپل جدیت نور هم ټینګ وساتی. هغه ډول چې ملی امنیت ته پالیسی جوړوی ټولو امنیتی ځواکونو ته یوه ګډه داسې ستراتېژی او پالیسی جوړه کړی، چې د امنیتی ځواکونو ترمنځ همغږی ډېره او چارې یې نورې هم ښې شی.
خو یو ټکی چې ولسمشر اشرف غنی یې باید پر وړاندې احتیاط وکړی، هغه دا دی چې ده طالبان سیاسی مخالفان بللی، په داسې حال کې طالبانو له تېرو څو کلونو راهیسې د پردیو هېوادونو په ځانګړی ډول د پاکستان د استخباراتو په لارښوونه زرګونه افغانان او امنیتی ځواکونه په شهادت رسولی، کورونه یې ویجاړ کړی، عامه شتمنۍ ته یې زیان اړولی او له افغانستان سره یې ښکاره دښمنی کړې ده.
ولسمشر کرزی هم د طالبانو پر وړاندې له ډېرې نرمۍ کار واخیست، خو پایله یې دا شوه چې د زرګونه افغانانو ترڅنګ یې خپل ورور او د تره زوی هم لاسه و رکړل، مګر د طالبانو په دریځ کې یې کوم بدلون رانه وست. اوس هم ولسمشر احمدزی باید د پخوانی ولسمشر کرزی له تېروتنو زده کړه و کړی او وپوهېږی چې هغوی ته د سیاسی مخالفانو په خطاب ورکولو سره نشی کېدای هغوی راضی کړی، چې له تاوتریخوالی او افغان وژنې لاس واخلی. ولسمشر او اجرایوی رییس باید طالبانو ته د امتیاز ورکولو پر ځای، د امنیتی ځواکونو په پیاوړتیا کار وکړی او ترېنه ملاتړ وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.