د خلکو هیلې مه وژنئ

گزارشگر:4 عقرب 1393 - ۰۳ عقرب ۱۳۹۳

mnandegar-3د ملی یووالی حکومت جوړېدو ته د خلکو هیلې له دې امله هم وې، چې دغه حکومت به وکولای شی په هېواد کې خلکو ته د رښتینې خدمت جوګه شی. تر اوسه د ملی یووالی د حکومت چارې ښې روانې دی او خلک ترې خوښ دی؛ مګر خلک نور د دې په تمه دی، چې نوی حکومت په بنسټیزو چارو پیل وکړی.

د ملی یووالی د حکومت مشرانو ژمنه کړې وه، چې هدف یې یوازې او یوازې خلکو ته د رښتینې خدمت کول دی. دواړو مشرانو ډاکټر اشرف غنی احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله خلکو ته د رښتینې خدمت لپاره په ټاکنیزو سیالیو کې خپلې سیاسی، اقتصادی او ټولنیزې طرحې هم وړاندې کړې وې. دوی د ملی یووالی د حکومت د رامنځته کېدو لپاره په خپل منځ کې یوه سیاسی توافقپاڼه هم لاسلیک کړې وه.
خو د اوه ویشتو ورځو له تېرېدو وروسته سره له دې چې خلک د ملی یووالی حکومت د ترسره شویو چارو نه خوښ دی؛ خو دا چارې بنسټیزې نه بولی. ځکه حکومت تر اوسه یوازې په شعاری چارو لاس پورې کړی دی او شعاری کړنې د خلکو ټولې ستونزې نشی حل کولای.
مثلاً تر اوسه د کابلبانک مساله یوازې په شعاری ډول را پورته شوې، هماغه پخوانۍ دوسیه را ژوندۍ شوې او کار پرې روان دی، چې د حقوقی او اقتصادی چارو شنناندو پرې د ولسمشر حامد کرزی د واکمنۍ پر مهال هم نیوکې کړې وې او اوسنی حکومت په دې برخه کې په هماغه لاره روان بولی، کومه چې د وخت وژل دی.
همدارنګه له څو مقرریو پرته او د ځینو مسایلو په اړه له جدی دریځ نیولو پرته د ملی یووالی حکومت نور اقدامات نه دی ترسره کړی او خلک په تمه دی، چې کله به د ملی یووالی حکومت په اصلی مسایلو پیل کوی.
د ملی یووالی حکومت ژمنه کړې وه، چې تر هر څه لومړی به ټاکنیزې ادارې او قوانین اصلاح کوی، ځکه په اوسنیو ادارو او قوانینو نشی کېدای چې رڼې او شفافې ټاکنې ترسره شی. کابو یو کال وروسته به په هېواد کې پارلمانی ټاکنې ترسره کېږی نو اړتیا ده چې له همدا اوس څخه د ملی یووالی حکومت په دې اړه ګامونه پورته کړی.
حکومت دا ژمنه هم کړې وه، چې له فساد سره به مبارزه کوی او په ادارو کې به اصلاحات راولی، چې په دې برخه کې هم د نوی حکومت چارې سستې روانې دی. نشی کېدای یوازې د کابلبانک دوسیې او د څو تنو پخوانیو وزیرانو چې دوسیې یې له وخته فیصله شوې وې، بیا ژوندی کول اساسی کارونه وګڼو.
د بې کارۍ، فقر او نا امنۍ له منځه وړلو لپاره حکومت تر اوسه داسې ګام نه دی پورته کړی، چې خلک یې تمه لری. نوی حکومت باید د خپل کار په لومړیو سلو ورځو کې هغه ډول چې ژمنه یې کړې وه، دا چارې ترسره کړی. په داسې حال کې چې ۲۷ ورځې یې تېرېږی، خو لا هم دا حکومت په شعارونو بوخت دی.
افغانستان اوس یوه داسې پړاو ته را رسېدلی، چې خلک یې نور د هغوی له احساساتو او ذهنیتونو سره لوبې کول نشی زغملی. اوس هغوی د ملی یووالی د حکومت له مشرانو نه د دوی کړې ژمنې عملی کېدل غواړی.
ډاکټر اشرف غنی احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله باید دې ټکی ته ښه ځیر و اوسی. هېڅ یو باید د بل د تېر ایستلو په فکر کې نه وی او هڅه ونه کړی، چې مقابل لوری لاندې کړی. بلکې دواړه مشران د خپلې کړې موافقتنامې له مخې عمل وکړی. او هڅه وکړی، چې د ملی یووالی حکومت بریا ته ورسوی.
د پخوانی حکومت په فاسدو څېرو باور او په حکومت کې په لوړو څوکیو د بیا ګومارل به نه یوازې د ملی یووالی حکومت له ناکامۍ سره مخ کړی، د دې حکومت د دواړ مشرانو د بدنامۍ لامل به هم شی. دوی په لومړی ګام کې باید هغه چارواکی د خپل ځان له شاو خوا لرې کړی، چې په فساد او اختلاس تورن دی.
یوشمېر دغه ډول کسان چې همدا اوس خلک د دواړو مشرانو ترڅنګ وینی کله کله ورته نهیلی پیدا شی، نو دواړه مشران دې د دې ډول کسانو په ملاتړ هڅه نه کوی، چې د خلکو هیلې په نهیلۍ بدلې کړی، هغه ډول چې دوی د ښې حکومتولۍ، له فساد سره د مبارزې او د قانون د حاکمیت غږ پورته کړی، په خپلو ژمنو ودرېږی.
دا اوس د ملی یووالی د حکومت په مشرانو پورې اړه لری، چې څومره کولای شی د خلکو باور د ملی یووالی په حکومت له ځانه سره ولری او لا یې غښتلی کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.