د کابینې ځنډ به روان حلات نور هم کړکېچن کړی

گزارشگر:28 عقرب 1393 - ۲۷ عقرب ۱۳۹۳

mnandegar-3د نوی حکومت د کابینې ځنډ ښایی روان وضیعت ته زیان ورسوی او هېواد وال به یې د ملی یوالی پر وړاندې پر کړو ژمنو بې باوری شی.
دغه خبرې د ولسی جرګې یو شمېر غړو وروسته له هغې ماندګار ته وکړې چې په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو بریدونو او چاودنو زور واخیست.
د نوی حکومت له پیل نه څو ورځې وروسته د کابل د امنې په قومندانۍ، د لوګر په امنې قومندانۍ او دې ته ورته په نورو هغو ځاینونو کې چې امنیتی تدابیر یې د نورو هغو په پرلته زیات او محکم وی بریدونه او چاودنې دا ښایی چې په اړونده وزارتونو کې یې د شته ستونزو له کبله بې باکی زیاته شوې ده.
د ولسی جرګې غړی دا او دې ورته په نورو وزارتونو کې شته ستونزې د سرپرست وزیرانو ناسم چاپیریال په ګوته کوی او زیاتوی چې د شته وزیرانو سپرست کېدل د نوی حکومت هغه احساسات دی چې مخکې له وخته یې پلی کول غواړی.
په ولسمی جرګه کې د کندهار د خلکو استازې اغلې فریبا احمدی کاکړ وایی، افغان دولت ته پکار وه مخکې له دې چې پرحال وزیران سرپرستان کړی، د نوو وزیرانو لپاره یې لازمه امادګی درلودای؛ څو یې په ټاکلی وخت دوی ته د اعتماد رایې اخیستلو لپاره ور پېژندلی وای.
اغلې کاکړ ماندګار ته وویل: (د ملی وحدت حکومت که مخکې ویلی وای چې موږ دقت کوو او له هغې وروسته کابینه اعلانوو، که کابینه په میاشتو هم ځنډېدلې وای، مشکلات به دوونه نه وو، لکه دا نن چې دی، دوی برحال وزیران سر پرستان کړل او نوی وزیران یې ونه ټاکل، چې اوس وزیران هم د پخوا په شان کار نه کوی او ادارې یې لا خرابې شوی دی.)
اغلې کاکړ وایی، دا د نوی حکومت پیل وو چې باید په باوری شکل یې اقدامات کړی وای، په داسې حال کې چې بیا بیا یې ځینې ژمنې وکړې؛ خو د پلی کېدو څرک یې ونه لګېده.
نوموړې زیاتوی: ( هغه وادې چې حکومت له خلکو سره کړې وې باید پر وخت یې عملی کړې وای، که هر تصیم د دې حکومت همداسې وی لکه په دې لومړیو کې چې هره موضوع یې داسې ده چې رییس جمهور ویلی دی او اجرات یې نه دی کړی، نو زه اصلاً د دې حکومت پایله منفی وینم.)
اغلې په خپلو خبرو کې وویل چې د کابینې ځنډ د روانو حالاتو پر وضیعت لان منفی اغېزې کولای شی، نو پکار ده چې که بشپړه کابینه ډېر ځنډ نیسی هغه وزارتونه دې چې د امنیت په ټینګښت کې مهم رول لری د وژنو د بندېدو لپاره نوی وزیران ولسی جرګې ته ور وپېژنی.
د ولسی جرګې بل غړی محمد صالح سلجوقی بیا وایی چې له هرڅه مهمه د حکومت پر ملی یوالی د خلکو باور دی، چې د کابینې له ځنډ سره ښایی د حکومت پر دې اصل د ولسونو باور کم شی.
د سلجوقی په خبره ولسونه د ملی یوالی پایلو ته سترګې په لار دی، ټول دا هیله لری چې ګډ حکومت به وکولای شی هغه ناخوالې چې په تېر حکومت کې موجودې وې له منځه یوسی او نوی ګډ کار به دغه ولسونه سره یو کړی؛ خو که له پیله بې باوری رامنځته شی د ملی یوالی اصل به ورک کړی.
ښاغلی سلجوقی ماندګار ته وویل: ( د کابینې ځنډ د یو شمېر اندېښنو د را پیدال کېدو سبب ګرځی، په دې حکومت کې اساسی اصل د ولسونو یوالی دی، دوی انتظار باسی چې نوی میکانیزم به د ملی وحدت حکومت په نتیجه کې منځ ته راځی. هر څومره چې کابینه ځنډېږی ولسونه د دواړو رهبرانو ترمنځ د یوالی په اصل بې باوری کېږی.)
د سلجوقی په خبره چې پر حکومت د خکلو د بارو لپاره دې هر څومره چې کېدای شی کابینه زر ولسی جرګې ته ور وپېژنی.
ښاغلی سلجوقی د لندن د کنفرانس لپاره د کابینې زر اعلانېدل اړین بولی او زیاتوی چې دغه کنفرانس د افغانستان لپاره خورا ګټور تمامېدای شی؛ نو پکار ده چې حکومت ورته پوره تیاری ولری.
نوموړی وایی چې د ولسی جرګې د رییس او یو شمېر نورو غړو له خوا د کابینې د اعلانېدو خبرې کېږی؛ خو تر اوسه د دوی له خوا کومه رسمی پلنه نه ده ورکړل شوې څو د کابینې زر اعلانېدل اړین وګڼی.
نقیب الله فایق په ولسی جرګه کې د فریاب د خلکو هغه استازی دی چې وایی دواړه رهبران ولسمشر محمد اشرف غنی او د اجرایوی چارو رییس عبدالله عبدالله په خپلو کې د کابینې په سر چڼه بازی کوی چې د کابینې د ځنډ سبب ګرځېدلی دی.
د هغه په خبره چې دغه چڼه بازی د ښو او وړو وزیرانو د انتخاب لپاره ډېر ګټور تمامېدای شی، نو پکار ده چې د ځنډ لپاره یې اندېښنه ونه لرو.
هغه همداراز هغه غوښتنې ردوی چې ځینې خلک یې د کابینې د زر اعلان لپاره له دولت څخه لری. نوموړی وویل: ( د دواړو ټیمونو ترمنځ اختلاف شته، دوی چڼه وهی؛ څو ښه او وړ وزیران په کابینه کې ځای کړی، دا چې کابینه ځنډېدلی اصلی علت یې همدا دی، باید داسې یوه کابینه رامنځته شی چې د تېرې کابینې په پرتله ډېره پاکه او شفافه وی؛ نو خلک دې د کابینې د زر اعلانېدو غوښتنه نه کوی. زما په نظر هغه وزیران او والیان چې اوس سرپرستان دی باید په نوې کابینه کې ورته ځای ور نه کړل شی.)
ښاغلی فایق سرپرست وزیران یا والیان چې په تېر حکومت کې یې په دې پوستونو کار کړی په فساد ترنوی او زیاتوی چې افغانستان ته یې هغسې چې لازم وو خدمت نه دی کړی.
همداراز وایی چې په نوې کابینه کې دې له ډېر دقته کار واخیستل شی؛ څو تېرې دورې ته مو ونه رسوی.
ښاغلی فایق ډاډه دی چې دواړه رهبران دې ته رسېدلی څو د یوې اونۍ په اوږدو کې خپله کابینه ولسی جرګې ته ور وپېژنی؛ د هغه په باور چې نوې کابینه به ډېرې ښېګڼې او ځانګړنې ولری.
نوموړی د هغوی ځانګړنې په فساد کې د نه لاس لرل او تورنېدل په ګوته کوی او وایی چې که راتلوونکې ادارې له فساده پاکې وی د حکومت د نېک نامې سبب به و ګرځی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.