د معینانو سرپرست کېدل محدود صلاحیتونه لری

گزارشگر:11 قوس 1393 - ۱۰ قوس ۱۳۹۳

mnandegar-3اشرف غنی د وزارتونو معینان سرپرست وزیران اعلان کړل.
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی؛ د کابینې تر اعلانېدو پورې دې د وزارتونو معینان سرپرست وزیران وی او هغه وزیران چې تر دې دمه سرپرستان وو له دندو دې کوښه شی.
ولسمشر غنی دغه خبرې د اجراییوی چارو له رییس عبدالله عبدالله سره د هغه په دفتر کې وکړې او زیاته یې کړه چې د قانون له مخې سرپرستان له دوو میاشتو څخه زیات حق نه لری؛ نو پکار ده چې د کابینې تر اعلانېدو پورې دې د اړونده وزارتونو لوړ رتبه معینان د هغوی پر ځای سر پرست وزیران وی.
د اجراییوی چارو رییس عبدالله عبدالله د ولسمشر غنی د پرېکړې په تایید له سرپرست وزیرانو مننه وکړه چې خپل ځایونه یې خپلو معینانو ته پرېښودل.
دا په داسې حال کې ده چې د کابینې د ځنډ په اړه یو شمېر ګونکسې اورېدل کېدې چې کواکې ولسمشر غنی او د اجراییوی چارو رییس عبدالله د یو شمېر وزارتونو پر سر اختلافات لری؛ خو د هغوی په خبره چې اختلافات یې پای ته رسېدلی او موافقه یې کړې ده.
ولسمشر غنی د کابینې د ځنډ علتونه په نوو څېرو کې د وړ اشخاصو ټاکل کېدل ګڼی او زیاتوی چې له دقته کار اخیستل خورا مهم دی او وخت ته اړتیا لری.
ولسمشر همدا راز زیاته کړه، دوی د ځینو وزارتونو پر سر توافق کړی چې په دوه درې اونیو کې به یې ولسی جرګې ته د تایید لپاره وپېژنی او همدا راز د یو شمېر تخنیکی وزارتونو لپاره به د ازادۍ سیالۍ له لار ور کسان وټاکی.
څو ورځې وړاندې د ولسی جرګې غړو د کابینې د ژر اعلانېدو غوښتنه کوله چې د روان وضعیت د ښه کېدو لپاره دې د یو شمېر وزارتونو لپاره وړ کسان ور وپېژنی.
سره له دې چې دغه تمه یې د ولسمشر غنې د هغو څرګندونو پر بنسټ چې دوی به په نېږدې ورځو کې کابینه اعلان کړی پوره شوې وه خو یو شمېر وکیلان بیا تر اونیو د کابینې ځنډ او د معینانو سرپرست کېدو اندېښمن کړی دی.
د ولسی جرګې غړی د معینانو دوه سرپرست کېدل د دوو نورمیاشتو لپاره د کابینې له ځنډ نه اندېښنه لری او زیاتوی چې د دواړو رهبرانو ترمنځ اختلافات پای ته نه دی رسېدلی، ممکن دغه ځنډ لا پسې پراخه شی.
په ولسی جرګه کې د پکتیا د خلکو استازی مجیب الرحمن څمکنی د وزیرانو پر ځای د معینانو سرپرست کېدل مهم ګڼی او زیاتوی چې دا کار باید ډېر مخکې شوی وای.
نوموړی ماندګار ته وویل: ( زه د معینانو له سر پرست کېدو سره له وړاندې جوړ وم، زه وایم چې معینان باید په هغه وخت کې چې وزیران سرپرستان کېدل باید دوی سرپرستان شوی وای او وزیران یې له وظیفو بر طرف کړی وای.)
ښاغلی څمکنی په داسې حال کې د معینانو سرپرست کېدو او د کابینه لا نور ځنډ په اړه اندېښنه څرګندوی او زیاتوی چې دغه ځنډ به ممکن کابل او نورو ولایتونو ته څخته امنیتی او اقتصادی ضربه ورسوی.
هغه همدا راز د وزیرانو د کابینې د ځنډ په اړه د ولسمشر غنی او د اجراییوی چارو د رییس عبدالله ترمنځ اختلافات روان وګڼل او زیاته یې کړه چې دواړه رهبران غواړی کلیدی وزارتونه خپلو پلویانو ته ورکړی.
نوموړی وویل: ( زه د یو وکیل او یو افغان په صفت وایم چې دواړه ډاکټر صاحبان اشرف غنی او عبدالله غواړی د خپلو انتخاباتی ټیمونو له منځه هغه څوک مهمو وزارتونو ته و ټاکی چې له دوی سره یې په کمپاینونو کې ډېرې منډې وهلی دی. که داسې نه وای نو بیا ولې دغه اختلافات نه ختمېږی.)
ښاغلی څمکنی د کابینې د لاځنډېدو په اړه د ولسی جرګې دریځ داسې روښانه کړ چې د دې جرګې غړی د خلکو استازی دی او د خلکو د امنیت لپاره به دوی د کابینې د ځنډ په اړه له جدیته کار واخلی.
د هغه په خبره مخکې له دې چې د ولسی جرګې اعتراضونه را پورته شی پکار ده چې د ملی یوالی حکومت د یو شمېر وزارتونو لپاره وزیران دوی ته ور وپېژنی؛ څو د امنیت د ټینګښت په اړه د پام وړ ګامونه پورته شی.
په ولسی جرګه کې د زابل د خلکو استازی عبدالقادر قلاتوال بیا وایی چې د کابینې ځنډ او ورسره د معینانو سرپرست کېدل به د حکومت په چارو کې لا خنډونه رامنځته کړی.
نوموړی په داسې حال کې چې امنیتی وضیعت د اندېښنې وړ بولی زیاتوی: ( د معینانو د سرپرست کېدو لپاره حکومت محدود صلاحیتونه ټاکلی دی، وختې چې صلاحیت محدود شوو، مالومه ده چې خنډ او ځنډ به رامنځته کېږی.)
قلاتوال هم د کابینې د ژر اعلانېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې حکومت دی د روانو ستونزو د حل لپاره له جدیته کار واخلی او کابینه دې نوره نه ځنډوی.
دا په داسې حال کې ده چې د نوی ملی یوالی حکومت د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو څو ورځې وروسته ټول برحال وزیران سرپرستان اعلان کړل او زیاته یې کړه چې د پنځه څلوېښت ورځو وروسته به ولسی جرګې ته نوې کابینه اعلان کړی.
د ولسمشر د دغې ژمنې څه له پاسه دوه میاشتې کېږې چې کابیه بیا هم دوه درې اونیو ته ځنډېږی، که څه هم چې د دوی په وینا د کابینې پر سر یې شته اختلافات پای ته رسېدلی او دواړو رییسانو پرې توافق کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.