د لندن کنفرانس غړی هېوادونه؛ له ۲۰۱۴ نه وروسته نړیوالې مرستې پراخېږی

- ۱۵ قوس ۱۳۹۳

د امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته به د افغان حکومت هغه اندېښنه چې دوی به له مالی او پوځې ستونزو سره مخامخ شی له منځه ولاړې شی او پر ځای به یې افغان دولت لا پر پښو ودرېږی.
افغان شنونکی دغه څرګندونې وروسته له هغې کوی چې د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو او همکاریو د جلب په موخه د بسپنه کوونکو هېوادونو له خوا په لندن کې یو نړیوال کنفرانس تر سره شو.
دغه کنفرانس چې د افغانستان په استازیتوب د ولسمشر او اجراییوی چارو د رییس په ګډون یو لوړ پوړی پلاوی او څه د پاسه ۷۰ بسپنه کوونکو هېوادونو په کې ګډون کړی و د انګلستان په پلازمېنه لندن کې جوړ وشو.
په دغه کنفرانس کې افغان حکومت ته په هغو ژمنو بحث او د ریښتینو همکاریو لپاره ډاډ ور کړل شو چې د توکیو په کنفرانس کې نړیوالو مرسته کوونکو هېوادو نو له دغه هېواد سره شوې وې.
د توکیو په کنفرانس کې چې د افغانستان لپاره د ۱۳۹۱ کال د غبرګولې د میاشتې په ۱۸ مه د جاپان د توکیو په ایالات کې جوړ شوی وو د جاپان په ګډون څه د پاسه ۷۰ نړیوالو بسپنه کوونکو هېوادونو له دغه هېواد سره په مختلفو برخو کې د همکارۍ ژمنې کړې وې.
په یاد کنفرانس کې د بهرنیو چارو له پخوانی وزیر زلمی رسول سره چې د افغانستان د حکومت استازیتوب یې کاوه له دې هېواد سره د اوږد مهاله اقتصادی همکاریو چې د ۲۰۱۴ کال نه به تر ۲۰۲۴ کال پورې دوام وکړی، د امنیتی ستونزو د حل، د سواد د کچې په لوړولو او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ژمنې کړې وې.
هغه نوی اقتصادی پلان چې افغانستان لندن په کنفرانس کې نړیوالو ته وړاندې کړ، د کابل په کنفرانس کې چې په ۲۰۱۰ کال کې جوړ شوی وو تعریف، د توکیو په کنفرانس کې تایید او د لندن په کنفرانس کې له دغه هېواد سره د نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو له خوا و څېړل شو.
که څه هم چې د لندن په کنفرانس کې له افغانستان سره نوې ژمنې نه دې شوی؛ خو په کړو ژمنو یې د دې هېواد باور زیات کړی چې ممکن په راتلوونکو څو کلونو کې به د بسپنه کوونکو هېوادونو له پراخې مرستې او همکارۍ څخه برخمن شی. په دې اړه د سیاسی چارو شنونکی نجیب الله منلی په دې باور دی
کومې غوښتنې چې افغان دولت له دغې کنفرانس څخه غوښتې درلودلې، منل شوی او د پلی کېدو لپاره یې نړیوالو سینه ډبولې ده.
د ښاغلی په خبره چې د افغانستان لپاره په دغه کنفرانس کې شوی بحث د دغه هېواد د مالی او پوځی ځواک د پیاوړتیا لپاره ډېر ګټور او د پام وړ دی چې و به کولای شی هغه ستونزې چې دغه هېواد یې د امنیت او اقتصاد په برخه کې لری ډېرې کمې شی.
نوموړی ماندګار ته په خبرو کې وویل: (( د افغانستان غوښتنې منل شوی دی او په مقابل کې یې افغانانو ته ډاډ ور کړ چې یوازې به یې نه پرېږد او واعده یې ورسره و کړه چې دوی به له افغانستان څخه سیمه ییز قوت جوړ کړی.))
ښاغلی منلی دا هم وویل چې افغانستان باید له دغې فرصت څخه اعظمی ګټه پورته کړی او هغه مرستې چې ورسره کېږی باید دغه هېواد پرې خپل اقتصاد په پښو ودروی.
(( دغه ژمنې چې له افغانستان سره شوی، د افغانستان لپاره دا یو ضرورت دی نو په کار ده چې خپل اقتصاد پرې په پښو ودروی او هر څومره چې ژر کېدلای شی د نړیوالو له مرستې ځان خلاص کړی))
نوموړی نړیوالې مرستې د وخت تابع وګڼلې او زیاته یې کړه چې افغان حکومت دې دغه مرستې په مناسب ډول وکاروی.
د سیاسی چارو کارپوه عبدالباقی هیله من هم د لندن د کنفرانس د شوو ژمنو په اړه باوری دی او دغه مرستې د افغانستان لپاره خورا مهمې ګڼی؛ خو نوموړی په دې برخه کې د افغان حکومت مدریت ته نغوته کوی او زیاتوی چې سالم مدیرت کولای شی دغه مرستې په هغه ځای چې هېواد ورته اړتیا لری ولګول شی.
ښاغلی له ماندګار سره په خبرو کې زیاته کړه چې: (( موږ د افغانستان لپاره دغه مرستې مهمې ګڼو؛ خو شرط دا دی چې د افغانستان حکومت په دې اړه ښه مدیریت وکولای شی؛ څو بنسټیز کارونه وشی او شته ستونزې له منځې یوسی.))
هیله من وایی که دغه مرستې په هغه هېوادونو چې په افغان سوله کې مهم رول لری و لګول شی پایله به یې د امنیت په برخه کې د امنیتی ځواکونو له تقوې زیاته وی.
هغه وایی: (( که د ځواکونو د تقوې پر ځای دغه مرستې په هغه هېوادونو چې په سوله کې مهم دی او دلته لاس وهنې کوی ولګول شی زه باور لرم چې د امنیت په برخه کې به یې ګټه زیاته وی.))
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری بیا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو له وتلو وروسته په خپلو مرستو ټینګار کوی او زیاتوی چې دوی به افغانستان یوازې نه پرېږېدی او د پرمختګ لپاره به ورسره په ریښتینې ډول همکاری وکړی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د لندن په کنفرانس کې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو له ژمنو کولو نه مننه وکړه او د هغوی مرستې یې د هېواد لپاره د پام وړ وګنلې.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر اوسه نړیوالو مرستو ته اړتیا لری.
ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به امریکا له افغانستان څخه خپل زیات شمېر ځواکونه وباسی، افغان حکومت په دې اړه خپلو اقتصادی او پوځی ستونزو اندېښمن کړی وو.
د لندن د کنفرانس نه وروسته افغان حکومت ډاډ لری چې د امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته به یې د نړیوالو په مرسته او همکارۍ اقتصادی او پوځی چارې پر مخ ولاړې شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.