کار پوهان: د برېښنایی تذکرو له وېش وروسته به دوست او دوښمن و پېژندل شی

گزارشگر:دو شنبه 17 قوس 1393 - ۱۶ قوس ۱۳۹۳

mnandegar-3شنونکی د هغه راز برېښنایی تذکرو په وېش ټینګار کوی چې ټولو هېواد والو ته د منلو وړ وی.
د احوال او نفوس د ثبت اداره وایی چې د برېښنایی تذکرو وېش به په راتلوونکو څو ورځو کې پیل کړی.
د ماندګار ورځپاڼې د هغې مقالې له خپرېدو را په دېخوا چې ولسمشر غنی لوستې او پر تایید یې خپلې څرګندونې د دغې ورځپاڼې له مقاله لیکوال او د احوال او نفوس د ثبت له ادارې سره شریکې کړې وې دغې ادارې خپل فعالیتونه ګړندی کړی او زیاتوی چې په راتلونکو څو ورځو کې به د برېښنایی تذکرو پر وېش پیل وکړی.
د ماندګار ورځپاڼې مقالې لیکوونکی د احوال او نفوس شمېرنې په اداره د واقیعتونو په رابرڅېره کېدو لیکنه کړې وه او دغې ادارې ته یې د دولتی څارګرو او چارواکو پام را وګرځاوه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د سهار په وخت دغه مقاله په ځېر سره لوستلې وه او په اړونده اداره یې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو جدی غوښتنه وکړه او له هغې وروسته یې د هېواد ټولو ورځپاڼه لیکوونکو ته د حقایقو د را برسېره کېدو تاکیید وکړ.
که څه هم چې له هغې ورځې راهیسې د دغې ادارې په کاری چاپیریال کې د پام وړ بدلون راغلی او کارونه یې نسبتاً ښه ارزول کېږی؛ خو بیا هم د برېښنایی تذکرو په وېش یې پیل نه دی کړی.
شننونکی په دې باور دی چې د یو شمېر مشکلاتو د ژر حل کېدا لپاره دې دغه برېښنایی تذکرې ژر پیل شی او ټول هېواد وال دې یې له درلودلو برخمن شی.
د حقوقی مسالو شنونکی اسماعیل قاسمیار د برېښنایې تذکرو وېش خورا اړین ګڼی او زیاتوی چې باید پرون پیل شوی وای.
هغه په دې باور دی چې په هېواد کې د برېښنایی تذکرو پراخ وېش په یو شمېر حقوقی، اقتصادی، امنیتی او نورو مسالو مثبت اغېز کولای شی.
نوموړی په هېواد کې شته ستونزې دا ډول ارزوی چې: ((د برېښنایی تذکرو وېش باید چې له پرونه پیل شوی وای یعنې ډېر له مخکې نه؛ پر ځای د دې چې په را تلوونکو څو ورځو کې پېل کېږی؛ دا ځکه چې حقوقی امینتی او اقتصادی پېښې او یا دې ته ورته نورې ستونزې چې موږ ور سره لاس او ګرېوان یو د خلکو د هویت د نه پېژندلو له امله را منځته کېږی چې باید مخنیوی یې وشی)).
د هغه په خبره د دغو ستونزو حل هغه وخت کېدای شی چې د هېواد والو رسمی پېژندنه او هویت معالوم شی؛ څو وکولای شو دوست او دښمن په سم ډول وپېژنو.
قاسم یار وایی: (( زموږ سرحدی سیمې د ډاډ وړ نه دی ناپېژانده خلک پرې تلای راتلای شی؛ نو که له هېواده بهر هم ځو موږ به مستند جواز په لاس ولرو یعنې خلک به مو وپېژنی چې د افغانستان اوسېدوونکی یو، نو موږ هغه وخت د دې وړ کېدلای شو چې موږ دغه تذکره په لاس ولرو.))
نوموړی له نن نه کلونه پخوا ( ۱۳۵۸) د کال قانون چې د افغانستان د مېشتو خلکو د پېدایښت او ثبت لپاره نافذ شو خبره کوی او زیاتوی چې له دې امله موږ اړ یو چې د خپل ملت د ژوندی کېدو او خپل ځان د پېژندو په خاطر د دغو تذکرو درلودونکی و اوسو؛ خو له بده مرغه چې تر اوسه دغه قانون په لازم ډول پلی شوی نه دی.
دا د دې لپاره ده چې موږ د جزا په قانون کې ځینې عمرونه ټاکلی؛ خو د تطبیق لپاره یې د تذکریو له مخې شمېر کله نا کله سم نه وی کم او یا زیات ښودل کېږی چې دا یوه لویه حقوقی ستونزه ګڼل کېږی.
ښاغلی قاسمیار ماندګار ته وویل: (( د حقایقو پر بنسټ زموږ ملت افغان دی او د اساسی قانون څلورمه ماده ده چې د افغان ملت دې د هر فرد لپاره وکارول شی، زه فکر کوم چې په دې کې کومه ستونزه نشته چې افغان کلمه دې په برېښنایی تذکرو کې راوړل شی او که نه))
د هغه په خبره د مشکل حل دې هم کېدای شی چې که افغان کلیمه پکې رانه وړل شی باک نه کوی. د دې لپاره چې د تذکرې پر پیل کې د ( د افغانستان اسلامی جمهوریت) راغلی چې دا هم زموږ ملی هویت ثابتولای شی.
په افغانستان کې مختلف قومونه ژوند کوی چې د رنګ، څېرې او نورو له مخې سره توپیر کوی او همدا توپیر دی چې باید د خپل قوم په نوم یاد شی.
وېره یوازې له دې ده چې د نورو هغو په پرتله د تذکرې د وېش په پروسه کې داسې لاسوهنه ونه شی چې لازمه پېژندګلوی له منځه یوسی او د قومونو تر منځ اختلافات را پیدا نه کړی.
محمد اجمل هوډمن بیا د سیاسی چارو هغه کار پوه ده چې د برېښنایی تذکرو وېش مهم بولی او زیاتوی چې د ټاکنو او نورو پروسو چې کولای یې شو د خپل پېژند پاڼې په واسطه یې پر مخ یوسو د دغو تذکرو په موجودیت به یې شفافیت خورا زیات شی.
د هغه په خبره که په تېرو ټاکنو کې برېښنایی تذکرې ټولو هېواد والو ترلاسه کړې وای پایله به یې روښانه او له هر ‌ډول درغلیو پاکه وه؛ نو د راتلونکو دې ډول پېښو د مخنیوی په خاطر باید دغه تذکرې ووېشل شی.
ښاغلی هوډمن ماندګار ته په خبرو کې وویل : (( د امنیتی ستونزو په موجودیت کې به کېدای شی د دغو تذکرو د ویش بهیر یو څه ټکنی شی؛ خو بیا هم که د احول او نفوس د ثبت اداره خپل قوانین عملی کړی کېدای شی دا لړۍ روانه شی.))
ښاغلی هوډمن په حالاتو د مثبت اغېز په راوستلو کې د برېښنایی تذکرو رول مهم و ګاڼه او زیاته یې کړه چې حکومت دې باید له سره د دغو تذکرو په وېش کار وکړی.
نوموړی همدا راز د شته مخالفتونو په اړه زیاته کړه چې: (( اوس هغه وخت را رسېدلی چې سره یو شو او له تعصبه لاس واخلو.))
د برېښنایی تذکرو د وېش لړۍ به د ولسمشر غنی لپاره د تذکرې له ورکولو وروسته په رسمی ډول پیل شی چې ټول هېواد وال به وکولای شی خپله برېښنایی پېژند پاڼه تر لاسه کړی.
د احوال د ثبت اداره وایی چې دوی په کابل کې ۱۰ مرکزونه د دې لپاره چمتو کړی چې هېواد وال وکولای شی خپلې پېژند پاڼې (برېښنایی تذکرې) تر لاسه کړی.
دغه اداره زیاتوی چې دغه د وېش مرکزونه هره ورځ له ۱۲ – ۱۶ زره هېواد والو ته د تذکرو د ورکړې ظرفیت لری.
دغه اداره همدا راز زیاتوی چې په مخ کې شته ستونزې یې له منځه وړی او ډاډ ورکوی چې د تذکیرو وېش به په نږدې ورځو کې پیل شی.
د برېښنایی تذکرو نه وروسته به په هېواد او له هېواده بهره د مېشتو افغانانو ډېرۍ ستونزې حل شی او و به کولای شی د نړۍ په هر ګوډ کې یې په واسطه خلکو ته ځان ور وپېژنی او ښکېڼه یې همدا ده چې د هر ډول تقلب مخه به پکې ونیول شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.