کرزی غواړی په سیمه کې شرقی بلاک جوړ کړی

گزارشگر:چهارشنبه 19 قوس 1393 - ۱۸ قوس ۱۳۹۳

mnandegar-3پخوانی ولسمشر حامد کرزی له پېکینګ نه تهران ته ځی.
د افغانستان د پخوانی ولسمشر حامد کرزی له دفتره په یوه خپور شوی مطلب کې راغلی چې کرزی په غېرې رسمی سفر د دوه ورځو لپاره چین ته تللی او هلته یې له چینایی لوړ پوړو چارواکو سره لیدلی دی.
سرچینه زیاتوی چې چین ته د کرزی سفر شخصی بڼه لری؛ ځکه یې په اړه رسینو ته جزیات نه دی ورکړی.
ښاغلی کرزی د خپلې ولسمشرۍ دورې له پای ته رسېدو وروسته د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفرونه پیل کړی چې له دې وړاندې یې هندوستان ته هم یو رسمی سفر کړی و.
نوموړی په هند کې یو شمېر کنفرانسونو ته وینا وې کړې وې چې په لړ کې یې پاکستان له ترهګرو سره د همکارۍ په لاس لرلو کې ښکیل وګاڼه.
همدا راز یې په خپله دوره کې د امریکا هغه سیاست چې په سیمه کې یې غوره کړی وو ناسم و باله او زیاته یې کړه چې پاکستان او امریکا یو نظر لری او له کبله یې د سیمې لپاره ګواښ رامنځته کړی دی.
که څه هم چې چین ته د ښاغلی کرزی د سفر په اړه جزیات نه دی ورکړل شوی؛ خو ګارپوهان یې دغه سفر د هېواد او سیمې په ګټه بولی.
د کابل پوهنتون د ادارې او پالسۍ استاد او د سیاسی چارو شنونکی فیض محمد ځلاند د حامد کرزی وروستی سفرونه د یو شرقی بلاک تر نامه لاندې د لویدیزو ګټو پر وړاندې د یو نوی سیستم رامنځته کېدلو لپاره د لارې جوړولو هڅه بولی.
د نوموړی په خبره دغه هڅې له امریکا سره د امنیتی تړون نه وروسته په سیمه کې د امریکا د سیمه ییز سیاست د موجودیت په خاطر چې یوه مهمه موضوع ده تر سره کېږی.
پر کورنی سیاست د یاد سیستم د اغیزو په اړه ښاغلی ځلاند ماندګار ته وویل: (( حامد کرزی غواړی چې په سیمه کې د شرقی بلاک تر نامه لاندې د لویدیزو ګټو پر وړاندې یو نوی سیستم رامنځته کړی، په کورنی سیاست به چې کومې اغېزې کوی هغه به وروسته څرګندې شی، خو مثبت اړخ یې دا دی چې امریکا او ناټو به مجبوره شی؛ څو خپلې ژمنې عملی کړی؛ کنه نو د چین، روسیې او ایران لاسوهنو ته به زمینه برابره شی.))
خو ښاغلی ځلاند یې منفی اړخ په کورنی سیاست کې د ګوندی فعالیتونو نه موجودیت په ګوته کوی او زیاتوی چې له دې وروسته د ځینو ابعادو او افرادو لپاره به د لاس وهنو زمینه برابره شی.
نوموړی د سیمې هېوادونو لپاره د کرزی سفرونه په دې ګټور بولی چې خپل مالومات به له هغوی سره شریک کړی.
(( له کرزی سره د امریکا د دیارلسو کلونو د فعالیتونو او کړنو ډېر زیات مالومات موجود دی که دغه مالومات د سیمې له هېوادنو چې له امریکې څخه په وېره کې دی لکه چین، روسیه، ایران او نورو سره شریکېږی هغوی کولای شی په تضادو سیاستونو سره د امریکا ګټې وونګوی.))
د سیاسی چارو بل شنونکی غلام جیلانی ځواک په دې باور دی چې د حامد کرزی وروستی سفرونه کولای شی په افغانستان کې د سولې د رامنځته کېدو لپاره ګټور تمام شی او پراخې سیمه ییزې همکارۍ را جلب کړی.
د هغه په خبره چې دغه هېوادونه له ترورزم او بنسټ پالنې نه د وسلې په توګه کار اخلی او خپل شخصی ثروت یې ګڼی.
نوموړی همدا راز زیاتوی: (( امریکا او پاکستان دواړه په یوه ګرښه ولاړ دی او فعالیتونه یې یو شان دی، د دوی دواړو یوه ګډه پروژه ده چې دواړه هېوادونه یې د عملی کېدو هڅې کوی؛ یو شمېر هېوادونه دی چې له دې نه ضرر وینی.))
هغه وایی چې د کرزی سفرونه د افغانستان او یو شمېر هغه هېوادونو لپاره چې امریکا او پاکستان ورته ګواښ جوړوی خورا ګټور تمامېږی، دا چې افغانستان اوس د ترورزم د جګړې مرکز دی، روسیه، چین، هند او ایران هم ترې ضرر وینی؛ نو ورته پکار ده چې د سولې لپاره په ګډه سره کار وکړی، د ترورزم پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړی او په سیمه کې د امینت د خوندی فضا رامنځته کړی.
(( ولسمشر کرزی د افغانستان سړی دی او د افغانستان د ګټو لپاره کار کوی، پر کرزی هغه باور چې دغه یعنې د سیمې هېوادونه یې پرې لری کولای شی چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت امنیت او همدا راز د نورو مرستو په اړه سیمه ییزې همکارۍ را جلب کړی.))
د پوځی چارو شنونکی جنرال عتیق الله امرخیل کرزی د افغانستان په سیاسی چارو کې داخل ګڼی او زیاتوی چې رول یې د هېواد په سیاسی نظام کې ډېر مهم او ګټور دی چې کولای شی له دغسې سفرونو نه د هېواد او سیمې لپاره ګټورې لاسته راوړنې ولری.
د ښاغلی امرخیل په خبره چې د کرزی دواک دوره پای ته رسېدلی؛ خو بیا هم مسوولیت لری چې باید له سیاسی لارې یې تر سره کړی.
(( کرزی که څه هم چې واک یې پای ته رسېدل ولسمشر وو او ولسمشر هر کله د هېواد لپاره سیاسی سړی وی، نو کرزی هم سیاسی سړی دی او مسوول دی چې بایت خپل مسولیت تر سره کړی، هغه خبرې چې کرزی په هند کې کړې وې زړې خبرې وې یعنې په خپله دوره کې یې کړې وې او هلته یې هم وکړې چې په چین کې به یې هم همدا خبرې کړې وی.))
ښاغلی امرخېل د پخوانی ولسمشر حامد کرزی وروستی سفرونه تاریخی او مهم وګڼل او زیاته یې کړه چې د نوی حکومت لپاره به یې دغه هڅې د همکارۍ او لاسته راوړنو څخه ډکې وی.
ښاغلی کرزی د خپلې واکمنۍ په دوره کې له هڅه کوله؛ څو د سیمې له هېوادونو سره یې اړیکې ښې شی او د هېواد لپاره یې سیمه ییزۍ همکارۍ را جلب شی.
که څه هم چې کرزی د واک په دوره کې ایران د افغانستان په ځینو چارو کې په لاس وهنو تورن کړی وو، اوس په چین کې دی؛ خو بیا هم نیت لری له چین نه ایران ته سفر وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.