د سیمې خلک: دانګــام وژغــورئ

گزارشگر:سه شنبه 25 قوس 1393 - ۲۴ قوس ۱۳۹۳

mnandegar-3وسله والو طالبانو دا ځل د کونړ د دانګام ولسوالۍ په داسې حال کې تر برید لاندې نیولې چې څه موده مخکې د دغه ولایت قومی استازی له پولې ور هاخوا له قومی مشرانو او همدا راز د وسله والو طلبانو له یو شمېر غړو سره د سیمې د امنیت په اړه جرګه شوی وو او خبرې اترې یې کړې وې.
د ګونړ دغو قومی او مخور مشران هغه وخت د سیمې له هغې غاړې مشرانو سره په جرګه شول چې له افغان دولت نه یې د سیمې د امنیت لپاره هیلې کمې شوې وې او د سیمې د ساتنې په اړه خپله لاس په کار شول.
یادو مخورو هیله درلوده چې له پولې هاغړې ولسونه پښتانه دی او د جرګې په دود دستور تر نورو هغو ښه پوهېږی او ښایی د دوی جرګه کېدل په سیمه کې د ارامۍ سبب وګرځی.
راپورونه وایی چې د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې له تېرو درې ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو او د سیمې د اوسېدوونکو له خوا نښته روانه ده.
د کونړ د والی ویاند عبدالغنی مصمم په دانګام ولسوالۍ کې د رامنځته شوې نښتې پخلی کوی او زیاتوی چې وسله والو برید ګرو ته یې سخته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هغه په خبره چې وسله والو طالبانو هڅه کوله د دانګام ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولی؛ خو د سیمې خلکو د مقاومت او د امنیتی ځواکونو په هڅه دغه ولسوالۍ ساتل شوې او تر اوسه د امنیتی ځواکونو په لاس کې ده.
ښاغلی مصمم ماندګار ته وویل، د نښتې په پایله کې ۱۸ تنه وسله وال وژل شوی او په لسګونه نور ټپیان شوی دی، د هغه په خبره چې د سیمې اوسېدونکې هم ټپیان دی چې شمېر یې څلورو تنو ته رسېږی.
په ولسی جرګه کې د کونړ د خلکو استازې اغلې وږمه ساپۍ وای چې پر دانګام ولسوالۍ برید له څو ورځو راهیسې پیل شو او تر دې دمه یې توام موندلی دی او زیاتوی چې له وسله والو سره په جګړه کې ښکېل اړخ یوازې ولسی وکړی دی چې غواړی له خپله وطنه دفاع وکړی.
د اغلې ساپۍ په خبره چې تر دې دمه د افغان امنیتی ځواکونو کومه ډله د مرستې لپاره د پېښې ځای ته نه ده رسېدلې.
نوموړې ماندګار سره په خبرو کې زیاته کړه: (( زه حیرانه یم په جګړه کې تر اوسه یوازې ولسی خلک له وسله والو سره په نښته کې دی او د مرکزی دولت له خوا نه امنیتی ځواکونه د پېښې ځای ته ورغلی او نه یې هغه وسلې چې پر مخ تللې او مهمې وې کلیوالو ته نه دی ور کړل شوی، نو دا څرنګه حکومت دی چې نه له هوایی او نه له ځمکنۍ لارې د کونړ له خلکو سره مرسته کولای شی.))
اغلۍ ساپۍ پر دانګام ولسوالۍ برید کوونکی هغه وسله وال و نومول چې د طالب په جامه کې د پاکستان د آی اس آی له خوا را استول شوی او غواړی یوازې ولسی وګړو ته مرګ ژوبله واړوی.
(( زه دغه برید کوونکی طالبان نه یادوم، دا یوازې د طالبانو په جامه کې د پولې له هغې غاړې د آی اس آی له خوا را استول شوی وسله وال دی چې د افغان حکومت پر خلاف نه بلکې د ولسونو پر خلاف او د هغوی د وژنو لپاره را استول شوی دی، دا چې شمېر یې زیات دی بیا هم ولسونه د حکومت سره د همکارۍ او د وطن د ساتلو په موخه د هغوی مخالفت او جګړه کوی.))
هغې د خپلو خبرو په ترڅ کې پر حکومت غږ وکړ چې دانګام دې وژغوری او سیمې ته دې مهمات ور واستوی.
د پوځی چارو شنونکی میاګل خالد دغه جګړه د هغو نور جګړو سره توپیر لرونکې بولی چې له دې وړاندې د کونړ په یو شمېر سیمو کې به د وسله والو له خوا تر سره کېدل.
دا د وسله والو هغه فعالیتونه دی چې غواړی په بیلابیلو بڼو یې تر سره کړی او خپلو ناوړه موخو ته ځان ورسوی.
(( له پولې هاخوا د وسله والو استادان دوی ته د جنګ جګړو نوی تکتیک ور زده کوی او بیا یې افغانستان ته را استوی څو بریدونه تر سره کړی، پخوا به توغندیز، انتحار، چیرکی او یو شمېر نور ډول حملې وې؛ خو دا ځل دوی کوښښ کوی په یو لوی نفوس چې په سلګونه تنه وسله وال جګړه پیل کړی چې دا د دوی تر شاه د ولاړو ملاتړکوونکو او لمسوونکو نوی کار دی.))
ښاغلی خالد د افغان امنیتی ځواکونو د تجهیز او په پښو درول یاد کړل او زیاته یې کړه چې افغان دولت باید امنیتی ځواکونه په پښو ودروی په داسې حال کې چې اوس د جګړې کولو مهمې وسلې په لاس کې نه لری او نه شی توانېدلای د دارنګه جګړو سیمې ته ورسېږی.
د هغه په خبره که افغان حکومت دا په پام کې ونیسی چې وسله وال په کوم ډول جګړه کوی او په کومو سیمې کې یې فعالیتونه کوی امنیتی ځواکونه ورته وروزی ښایی ډېر ژر وسله وال د پېښې له ځایه په شا وتمبوی.
نوموړی همدا راز د سیمې د خلکو جګړییز تکتیک وستایه او زیاته یې کړه چې دوی په چرکی او ډلیزه توګه د جګړې په کولو کې ډېره وړتیا لری چې هڅې به یې وکولای شی ډېر ژر دغه ولسوالۍ له وسله والو پاکه کړی.
وسله والو طالبانو نه یوازې د کونړ په دانګام ولسوالۍ ډله ییز برید او د واک د نیولو هڅه یې کړې له دې وړاندې یې هم په یو شمېر ختیزو او جنوبی ولایتونو کې ورته بریدونه کړی دی؛ خو د حکومتی چارواکو په خبره چې وسله وال یې له سیمې ویستلی او تر برید لاندې ولسوالۍ په بشپړه توګه د حکومت په واک کې دی.
که څه هم چې په کونړ ولایت له دې مخکې هم ورته بریدونه تر سره شوی او ځایی اوسېدونکو یې پر وړاندې وسله وال پاڅونونه تر سره کړی؛ بیا هم د امنیتی ځواکونو مرسته اړینه بولی او زیاتوی چې باید په وخت ورته وسلې او مهمات ور ورسوی.
که افغان دولت په دې اړه له جدیت نه کار وانخلی د سیمې د خلکو په خبره چې ښایی دغه جګړه به تر اوږدې مودې دوام وکړی او ولسی وګړو ته به لا نوره مرګ ژوبله هم واړوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.