د ولسی جرګې اداری هیات: د ملی یوالی حکومت دې خپله تګ لاره وړاندې کړی

گزارشگر:دو شنبه 1 جدی 1393 - ۳۰ قوس ۱۳۹۳

mnandegar-3د ولسی جرګې اداری هیات وایی چې د ملی یوالی حکومت کومه سیاسی تګ لاره نه ده وړاندې کړې، معالومه ده چې تر اوسه په دې اړه کوم پلان او تګ لاره نه لری.
د ولسی جرګې د منشی نایب عرفان الله عرفان وایی چې د ملی یوالی حکومت تر اوسه د کورنی او بهرنی سیاست په اړه ولسی جرګې ته وضاحت نه دی ور کړی چې په وینا یې حکومت دغه تګ لاره نه لری.
د هغه په خبره چې دوه کاله وړاندې دغې جرګې له ولسمشر کرزی د کورنی او بهرنی سیاست تګ لاره غوښتې وه؛ خو په وینا یې د ځینو علتونو له کبله یې رد کړه.
د نوی حکومت له جوړېدو را په دې خوا دوی بیا بیا د دغې تګ لارې غوښتنه کړې ده، چې تر دې دمه د ملی یوالی حکومت کوم اقدام نه دی کړی.
ښاغلی عرفان په دې اړه ماندګار ته وویل: (( موږ د ملی یوالی له حکومته مو هم دا تقاضا کړې ده چې د کورنی او بهرنی سیاست په اړه دې خپله تګ لاره هر څومره چې ژر کېږی ولسی جرګې ته واستوی؛ خو تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.))
ښاغلی عرفان په دې اړه زیاته کړه چې دغه تګ لاره کولای شی د هېواد ټولې چارې د پرمختګ او یا هم د بهران په لورې وخوځوی.
(( د سیمې او په خاص ډول د هېواد د ګاونډیانو په اړه ضروی ده چې بهرنی پلان ژر تر ژره پلی شی او هغه ستونزې چې د کورنی سیاست سبب ګرځی له همدې لارې حل او فضل شی، چې همدوی د هېواد لپاره د سر درد پیدا کوی، له حکومته مو همدا غوښتنه ده چې د نړیوالو او په ټوله کې د خپل کار لپاره خطوت معالوم کړی.))
هغه دا هم وویل چې د دې سیاست په بنسټ موږ کولای شو د هېواد دوست او دښمن ښه وپېژنو او له هغه چانه مرستې وغواړو چې د هېواد په ګټه تمامې شی؛ نو له همدې ځایه کولای شو خپل موقف وپېژنو او ستونزو ته د حل لار پیدا کړو.
د ښاغلی عرفان په وینا دا چې تر اوسه د ملی یوالی حکومت د کورنی او بهرنی سیاست په اړه دوی ته وضاحت نه ورکوی ښکاری چې کوم ګډ پلان او تک لاره وجود ونه لری؛ خو اړینه ده چې په دې اړه جدی کارونه تر سره شی.
د تحول او دوام یو تن غړی معین مرستیال وایی چې د ملی یوالی حکومت د کورنی او بهرنی سیاست په اړه خپله تګ لاره جوړه کړې ده.
ښاغلی مرستیال بهرنی سیاست په پنځو برخو ووېشه چې د ملی یوالی حکومت په ګډه جوړ کړی او یوه برخه به یې د کابینې له اعلان وروسته ولسی جرګې ته وړاندې کړی.
(( د دولت بهرنی سیاست په پنځه حلقو کې ترتیب دی: یو له ګاونډی هېوادونو، اسیایی هېوادونو، اسلامی هېوادونو د ارپایی او امریکا هېوادونو او د نړېوالو ټلونو سره ده.))
د هغې په خبره چې د بهرنی سیاست په اړه یې له دغو پنځه ډوله هېوادونو او ټولنو سره د سولې او امنیت، د اقتصادی همکاریو، تجارتی مسایلو او پر نورو ګټورو مخو را څرخی.
د کورنی سیاست په اړه مو د امنیت د ټینګښت، د فساد د لمنځه وړلو، د ښې حکومت ولې تر څنګ په یو شمېر نورو مهمو مسایلو تګ لارې جوړې کړی دی.
د هغه په خبره چې د بهرنی سیاست په اړه یوه برخه چې نړېواله ستراتېژی ده ولسی جرګې ته استول کېږی چې د کابینې له اعلانېدو وروسته به واستول شی او د کورنی سیاست د استولو اړتیا نه شته.
یو هېواد هغه وخت کولای شی ازادی، خپلواکی، اقتصاد، سوله او امنیت په مناسب ډول پیاوړی او په پښو ودروی چې کورنۍ او بهرنی سیاست یې په پښو ولاړ وی.
افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه دی چې له کلونو کلونو را په دې خوا په کورنی او بهرنی سیاست کې یو شمېر لوې او وړې ستونزې لری چې له امله یې امنیتی وضعیت په ناورین بدل کړی او هره ورځ یې کورنۍ او بهرنۍ ستونزې لا پسې زیاتېږی د نوی حکومت له پیل سره هغه ناخوالې چې د تېر حکومت له پیل نه تر پایه را پاتې وې اوس هم په خپل حال پاتې دی او حتی د ځینو ریپوټونو له مخې لمن یې ورځ تر بلې پراخېږی.
دغه ستونزې ښایی په سیاسی، امنیتی او اقتصادی چارو کې موجودې وی؛ خو د همدې بنسټونو د ځپلو په پایله کې هېواد خپل کورنۍ او بهرنۍ ګټې له لاسه ورکوی.
که څه هم چې د نوی ملی یوالی د حکومت د جوړېدو پر سر دوه پیاوړې ډلې سره یو شوی، د بهرنیو مرستو د جلبولو سره سره په کډه هڅې کوی؛ خو بیا هم د کورنی او بهرنی سیاست د کمزورتیا ډېرې بلګې وجود لری.
ولسمشر محمد اشرف غنی او د اجراییوی چارو رییس عبدالله عبدالله په خپلو کمپاینیزو مباروز کې بیا بیا ویلی وو چې دوی د ښې حکومت ولۍ په موخه د کورنی او بهرنی سیاست لپاره ګټورې تګ لارې لری چې له واک ته رسېدو سره سم به یې ولسی جرګې ته وړاندې کړی چې د دغې جرګې د غړو په وینا تر اوسه ت ملی یوالی حکومت ځواب نه دی ورکړی.
د پخوانی ولسمشر حامد کرزی د واک په دوره کې هم د کورنی او بهرنی سیاست په اړه سیاسی شنونکو بیلابېل نظرونه در لودل او ولسی جرګې یې د تکلارې غوښتنه کوله.
د ښې حکومت ولی، سولې او امنیت، اقتصاد او تجارت لپاره اړینه ده چې د حکومت کورنی او بهرنی سیاست خورا پیاوړی وی څو د لا پرمختګ زمینه برابره کړی او تېر وختونه تکرار نه کړی.
که سیاستونه جوړ وی نو د بهرنیو او کورنیو ستونزو د حل د مرستو د جلب او نورو په اړه ټولې ناخوالې له منځه وړل کېدای شی چې دا د ښه حکومت د پام ځانګړنه ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.