په پاک ـ افغان ستراتېژیک تړون کې د افغانستان شرطونه

- ۰۹ میزان ۱۳۹۱

افغان حکومت وایی، چې له پاکستان سره په سراتېژیک تړون کې ځینې شرطونه لری، چې باید پاکستان یې ومنی.
د افغان چارواکیو په وینا، دوی په دغه ستراتېژیک سند کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې شته بېلابېل توکی ځایول غواړی، لکه له ترهګرۍ سره مبارزه، د سولې په برخه کې ګډې هلې ځلې، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پاکستان رښتینې او صادقانه همکاری، د راکېټی بریدونو بندول، په پاکستان کې د وسله والو د شته مرکزونو له منځه وړلو مساله، چې دا باید تړلی وی او د ټرانزیټ مساله چې باید په کې شته خنډونه لرې شی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ډاکټر فرامرز تمنا له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې له پاکستان سره د ستراتېژیک تړون مساله یوازې د دوو ولسمشرانو تر منځ یوه هوکړه وه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ به په کې سیاسی، فرهنګی، اقتصادی او علمی اړیکې شاملې وی.
هغه وایی، له پاکستان سره په ستراتېژیک سند سره به د دواړو هېوادونو تر منځ شته ستونزې له منځه وړلاړې شی او ځای به یې نېکمرغی او په هېواد کې تلپاتې سوله او ارامی ونیسی.
د یاد چارواکی په خبره، د دې تړون کول په ټوله کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د شته ستونزو د له منځه وړلو لپاره د افغان حکومت یوه دیپلوماتیکه هڅه ده.
نوموړی زیاتوی، چې د دواړو هېوادونو ځانګړی ګرپونه به په دې مسلې کار وکړی، د افغانستان د خلکو او پارلمان نظر به واخیستل شی.
ښاغلی تمنا وایی، تر یوه کاله داسې فرصتونه شته،  هغه څه چې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د بهرنی سیاست برخه وی، په داسې ډول په دې سند کې ځای پر ځای کړی، چې هغه سؤ تفاهمونه او ستونزې چې د دواړو هېوادونو تر منځ په تېر کې او دمګړۍ شته، داسې اشارې وکړې چې په راتلونکې کې له دغو ستونزو سره مخ نه شی.
د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند زیاته کړه، د دغه سند اصلی موخه چې په راتلونکی یو کال کې به بشپړ شی، د همدغو ستونزو له منځه وړل او و رته د حل لارو لټول دی.
هغه وایی، په دغه سند سره هڅه کېږی، چې له امنیتی ستونزو ور هاخوا مسایلو باندې بحث وشی، لکه اقتصادی، فرهنګی او علمی مسایلو  او د ډیورنډ د کرښې دواړو خواوو ته په همکارۍ.
نوموړی د ډیورنډ مسلې په اړه وویل، چې د ډیورنډ د کرښې مساله داسې مسله نه ده چې حکومت به یې د حل په اړه واک ولری او دا د حکومت له صلاحیت پورته خبره ده.
فرامرز تمنا وویل، د ډیورنډ کرښه په ټولو افغانانو پورې اړه لری، تاریخی مسایل، له پاکستان سره اړیکې، په دې برخه کې ستونزې، د افغانانو ملی ګټې دا ټول د ډیورنډ په مسله کې د پام او نظر وړ خبرې دی، چې د حکومت له صلاحیته پورته دی.
نوموړی وایی، د ډیورند د کرښې مساله او هر هغه څه چې په ملی ګټو پورې اړه ولری له ټولو افغانانو سره په سلا او مشوره به یې په اړه پرېکړه کېږی او هر کله چې افغان ملت پرېکړه وکړه حکومت یې په ترسره کولو مکلف دی، خو دا ټول بحثونه به افغانستان د ملی ګټو په رڼا کې کېږی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاتوی، چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې له پاکستانه د افغانستان شکایت هغه ډول نه دی چې رسنیو را اخیستی دی.
هغه وایی، د پاکستانیو بریدونو په اړه د بهرنیو چارو د وزیر زلمی رسول په وینا کې د افغان دولت د ژور خپګان او همدارنګه د افغانستان او پاکستان پر اړیکو د دغو بریدونو د ناوړه زیان په اړه یادونه شوې وه؛ خو دغه یادونه او احتجاج به د دواړو هېوادونو تر منځ له ستراتېژیک تړون سره په تناقض کې نه دی؛ بلکې دا مسله به سبب شی چې په یاد سند کې به هم په دې اړه یادونه وشی.
هغه وایی، دوی په دغه ستراتېژیک سند کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې شته بېلابېل توکی ځایول غواړی، لکه له ترهګرۍ سره مبارزه چې د افغان دولت د بهرنی سیاست برخه ده، د سولې په برخه کې ګډې هلې ځلې، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پاکستان رښتینې او صادقانه همکاری، د راکېټی بریدونو بندول، په پاکستان کې د وسله والو د شته مرکزونو له منځه وړلو مساله، چې دا باید تړلی وی، د کالیو د  ټرانزیټ مساله چې باید شته خنډونه لرې شی.
هغه وایی، همدارنګه د افغانستان او پاکستان تر منځ اقتصادی، سیاسی، فرهنګی، علمی مسایل او دواړو لوریو ته د خلکو په تګ و راتګ چې وکولای شی ازادنه تګ و راتګ وکړی.
فرامرز تمنا وایی، چې د دغه سند بڼه، کچه، تضمینونه او نور توکی به یې په راتلونکې کې د کاری ټیمونو له لوری په ډاګه شی، چې په کومه کچه دغه تړون تر سره کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.