ننګرهار کې نور ۲۵ داعش وسله وال وژل شوی

گزارشگر:دوشنبه 5 دلو 1394 - ۰۴ دلو ۱۳۹۴

mandegar=3چارواکی وایی، په ننګرهار ولایت کې د یوه هوایی برید په ترڅ کې د داعش ډلې ۲۵ تنه جګړه مار وژل شوی دی.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتی دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دغه داعش وسله وال تېره ورځ د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې وژل شوی.
سرچینې ویلی، چې داعش وسله وال د یادې ولسوالۍ د چونګۍ په سیمه کې راغونډ شوی و او غونډه یې درلوده، چې هوایی برید پرې وشو.
که څه هم په خبرپاڼه کې دا نه دی ویل شوی، چې دغه برید د افغان ځواکونو له خوا شوی او که د بې پیلوټه الوتکې له خوا وایی په برید کې ۲۵ داعش وسله وال وژل شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه او ورځ هم د ننګرهار په هسکه مېنه او اچین ولسوالیو کې د دوه قوماندانو په ګډون د داعش ۱۶ جنګیالی وژل شوی وو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.