جمهور رئیس غنی: سوله په جگری میدان کی تأمین کوو

گزارشگر:چهارشنبه 1 ثور 1395 - ۳۱ حمل ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی پرون ماښام د ملی شورا استازو سره په هېواد کې د سولې او امنیت د تامین په هکله ناسته لرله.
دغه ناسته چې په ارګ کې ترسره شوه، د سولې د عالی شورا رئیس، د کابینې غړیو او د جمهور رئیس سلاکارانو هم په کې حضور درلود. په پیل کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په هېواد کې د امنیت تامین د ټولو ګډ مسوولیت وباله او د دې لپاره یې د ټولو یووالی، همغږی او همکاری مهمه وبلله.
mandegar-3ورپسې د ولسی جرګې لومړی نایب حاجی عبدالظاهر قدیر، د مشرانو جرګې دویم نایب سناتور حسیب الله کلیمزی، ډاکټر محمد صالح سلجوقی، سناتورې امنه افضلی او سناتور حاجی رحمت الله اڅکزی د ولسی جرګې او مشرانو جرګې د وکیلانو او سناتورانو په استازیتوب خبرې وکړې.
یادو ویناوالود سولې د بهیر، د حکومت د اصلاحاتو او ملی برناموبشپړ ملاتړ وکړ او د سولې د مذاکراتو په برخه کې یې د حکومت واضح، قانونی او برحقه دریځ وستایه.
د ملی شورا استازو د افغانستان د دفاع په برخه کې د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د زړورتیا، اتلولیو او سرښندنو قدردانی وکړه او یو ځل بیا یې له هغوی څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
یادو استازو د خپلو ویناو پرمهال وویل، د اړتیا پرمهال به د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، ملی ګټو او ملی ارزښتونو د دفاع په خاطر د خپلو زړورو ځواکونو تر څنګ د دښمن پر وړاندې د دفاع او مبارزې په سنګرونو کې وجنګېږو.
یادو وکیلانو او سناتورانو په ټینګار وویل، د هېواد او ولس دفاع سرښندنې ته اړتیا لری او موږ تل دغې قربانۍ ته د احساساتو نه، بلکې د معقولیت، وطن دوستۍ او ملی مسوولیت په اساس تیار یوو.
یادو ویناوالو د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو د تمویل، تجهیز، هڅونې او هغوی ته د روحیې ورکولو په برخه کې د جمهور رئیس کړنې او هلې ځلې وستایلې او په دې برخه کې یې د هغه د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
جمهور رئیس غنی د ملی شورا استازو څخه د مننې پرمهال وویل، د افغانستان د عظیم ملت له استازو څخه مننه چې تل یې په ګډه د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو ملاتړ کړی دی.
جمهور رئیس د ملی شورا استازو ته په خطاب کې وویل، ستاسو حضور د افغانستان دښمنانو ته دا واضح پیغام ورکوی چې د دولت د درې ګونو قواو تر منځ اختلاف نشته او ټول د ملی مسایلو په اړه توافق او همغږی لری.
د هېواد جمهور رئیس د ولسی جرګې له استازو څخه د کورنیو چارو وزیر او لوی څارنوال ته د باور رایې د ورکولو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، تاسو په هغه ورځ نړیوالو ته د افغانستان د وحدت پیغام ورکړ.
جمهور رئیس د ملی شورا د استازو دغه ملی روحیه وستایله چې د افغانستان د دفاع په خاطر د هېواد له امنیتی او دفاعی ځواکونو سره سرحدی او د جنګ لومړیو کرښو ته تګ ته تیار دی. هغه زیاته کړه، ستاسو د وطن دوستۍ دغه روحیه ولس او امنیتی او دفاعی ځواکونو ته ډاډ او روحیه ورکوی.
محمد اشرف غنی څرګنده کړه، چې په تدبیر، عقل او تمرکز موخپل حقانیت نړۍ ته تثبیت کړ او له همدې امله نړۍ او د سیمې اکثره هېوادونه په قوت زموږ د برحقه دریځ ملاتړ کوی.
جمهور رئیس غنی وویل، د باعزته سولې غوښتونکو ته مو غېږې خلاصې دی، خو هغوی چې جنګ غواړی د دوی پر ضد باید ټول نړیوال همکاران هم قوه استعمال کړی. له همدې امله د افغانستان نړیوال همکاران زموږ د امنیتی او دفاعی ځواکونو هر اړخیزه مرسته کوی.
جمهور رئیس څرګنده کړه، په درې اړخیزو او څلور اړخیزو مذاکراتو کې مو د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا مطلق حاکمیت پر پاکستان ومانه او په ډاګه مو ورته وویل، چې پاکستان د افغانستان ملت او دولت سره په نا اعلان شوی جنګ اخته دی. هغه زیاته کړه، د جنګ د تعریف او د برحقه دریځ له امله د سولې لپاره زموږ پرمختګ نوی ابعاد ایجاد کړی دی.
محمد اشرف غنی په ټینګار وویل، هیڅ وخت له نړیوالو او سیمه ییزو ترهګرو سره سوله نه کوو او له دې پاکې خاورې څخه د دوی تر نابودۍ پورې د هغوی پر ضد مبارزه کوو، ځکه زموږ ماشومان، ښځې، علما او هېوادوال شهیدانوی.
جمهور رئیس غنی وویل، د عقلانیت، منطق او استدلال په قوت مو د امریکا متحده ایالات او د افغانستان نړیوال همکاران له افغانستان سره دوامداره همکاریو ته قانع کړل.
د هېواد جمهور رئیس اوسنی مهم تاریخی پړاو ته په اشارې چې افغانستان په کې قرار لری وویل، زموږ د امنیتی او دفاعی ځواکونو قوت، ملی اراده او سیاسی وحدت د جنګ په میدان کې د سولې لار تامینوی. هغه زیاته کړه، د دفاع له ارادې پرته یوازې د مذاکراتو له لارې موجوده ستونزې نه حل کېږی.
جمهور رئیس د ملی شورا له استازو څخه وغوښتل چې د بین الافغانی سولې په برخه کې کوښښ وکړی او زیاته یې کړه، د افغانانو تر منځ زرګونه رشتې شته، چې له هغو څخه په ګټه اخیستنې معترض او منتقد هېوادوال کولای شی له پردیو څخه ځانونه جلا کړی.
جمهور رئیس غنی وویل، هغوی چې د افغانستان په خاوره کې د پرمختګ په خاطر پردیو عسکرو ته سرحدی نقطې ورښیی او نورو ته جاسوسی کوی د دې خاورې اولادونه نه دی، ځکه واقعی بچی د دې خاورې د ساتنې او دفاع لپاره قربانی ورکوی.
محمد اشرف غنی وویل، د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونه د نورو کلونو په پرتله جنګ ته سرتاسری تیاری او پیاوړې اراده لری. نوموړی د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو اراده بې نظیره وبلله.
محمد اشرف غنی د ملی شورا استازو ته په خطاب کې وویل، په خپلو امنیتی او دفاعی ځواکونو وویاړئ، ځکه دوی واقعاً وښودله چې همت، توانایی او ظرفیت لری.
جمهور رئیس غنی وویل، د ملی شورا تالار څخه چې هر ځل د امنیتی او دفاعی ځواکونو د ملاتړ غږ پورته شوی او د دوی د شهیدانو یادونه او د ټپیانو پوښتنه شوې، نو زموږ ځواکونوته یې روحیه او ډاډ ورکړی.
هغه زیاته کړه، هرځل چې یو وکیل یا سناتور خلک د ملی اردو، ملی پولیسو او ملی امنیت په لیکو کې جذب ته هڅولی، نو د امنیتی او دفاعی ځواکونوارادې ورسره لا زیاتې پیاوړې شوې دی. هغه څرګنده کړه، له زرګونه امنیتی او دفاعی ځواکونو سره چې زه غږېدلی یم، دوی ټول د سیاسی قشر همغږی او یووالی غواړی.
محمد اشرف غنی سوله د هر افغان په ځانګړی ډول د ماشومانو او میندو اساسی غوښتنه وبلله او زیاته یې کړه، باعزته، پایداره او قانونی سولې ته ژمن یوو.
جمهور رئیس په هېواد کې روانه جګړه یوه فتنه وبلله او د هېواد له دینی علما و څخه یې وغوښتل چې د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو په اساس دې د دغې فتنې پر ضد د تل په څېر د خپلو امنیتی او دفاعی ځواکونو تر څنګ ودرېږی.
محمد اشرف غنی وویل، ترهګر په افغانستان او د ولس په منځ کې ځای نه لری، ځکه زموږ ولس، سوله، پرمختګ او هوسایی غواړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.