احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکردهاند.
گزارشگر:سه شنبه 7 ثور 1395 - ۰۶ ثور ۱۳۹۵
امنیتی چارواکی وایی، په ننګرهار ولایت کې د خپل منځی نښتې او د هوایی برید په ترڅ کې ۳۷ تنو داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکی زیاتوی، چې داعش او طالبانو ته دغه مرګ ژوبله تېره ورځ د ننګرهار په هسکې مېنې او اچین ولسوالۍ کې اوښتې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې په دغه جګړه کې د یوه مشهور قوماندان په ګډون ۱۰ داعش وسله وال او شپږ وسله وال طالبان وژل شوی، ۱۵ داعشیان او څلور وسله وال طالبان ټپیان شوی دی.
ویاند حضرت حسین مشرقیوال وایی، لومړی د هسکې مېنې ولسوالۍ د نرۍ ابو په سیمه کې د طالبانو او داعش تر منځ جګړه شوې.
دغ راز مشرقیوال زیاتوی، چې په همدې ورځ د اچین ولسوالۍ د وچ خوړ په سیمه کې پر داعش هوایی بریدونه شوی، چې دوه داعشیان په کې وژل شوی او یو موټر یې له منځه وړل شوی دی.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکی وایی، چې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې لا هم د طالبانو او داعش تر منځ نښته روانه ده.
دواړو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
Comments are closed.