د سولې شورا: له حزب اسلامی سره پر مهمو مسایلو موافقه شوې

گزارشگر:شنیه 25 ثور 1395 - ۲۴ ثور ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د سولی عالی شورا وایی، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامی سره د سولې په مذاکراتو کې پر مهمو مسایلو موافقه شوې او راتلونکې یکشنبې به دواړه لوری خپل وروستی دریځ اعلان کړی.
د دغې شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې په تېرو څو ورځو کې د دواړو لورو تر منځ مذاکراتو کې ښه پرمختګ شوی او محدود موارد پاته دی.
د سولی عالی شورا وایی چې د دغې شورا او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامی سره به د سولې خبرې راتلونکې یکشنبې نهایی شی.
د دغې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم ازادی راډیو ته وویل چې دواړه لوری پر مهمو ټکو موافقې ته رسیدلی دی.
د نوموړی په خبره له حزب اسلامی سره په مذاکراتو کې اساسی خنډونه له منځه تللی او هیله یې څرګنده کړه چې ډیر ژر به پاته موارد هم حل شی.
ښاغلی سلیم زیاته کړه:
«له حزب اسلامی سره چې کومې خبرې روانې وې، خبرو کې مخکې تلی یو او کومې اساسی مادې چې وې، تقریباً ورسره توافق ته رسېدلی یو. نو ځینی معمولی خبرې پاته دی چې د یکشنبې په ورځ به له نوېو خبرو سره ستاسو خدمت کې و اوسو.»
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د مذاکره کوونکی پلاوی او حکومت تر منځ له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په کابل کې د سولې خبرې جریان لری.
دواړو لورېو د خبرو له پېلېدو سره پر یوې ۲۵ ماده یې طرحې بحثونه پیل کړل.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تورلېسته د حزب اسلامی د مشرانو د نومونو ایستل، د اسیرانو خوشې کول، افغانستان ته د شمشتو کمپ انتقالول، د شفافو انتخاباتو تر سره کول او له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د دقېقې نېټې ټاکل د ګلبدین حکمتیار د اسلامی حزب اساسی غوښتنې دی.
خو د سولې د عالی شورا مرستیال دا ونه ویل چې له حزب اسلامی سره به د سولې وروستی تفاهم لیک کله لاسلیک کیږی.
جمهوری ریاست هم د دواړو لورېو تر منځ د وروستی سند د لاسلیک کېدو وخت نه ښیې خو وایی چې د سولې مذکرات د یوې ورځې یا اوونۍ کار نه دی.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی اساسی غوښتنې د ولسمشر تر څیړنې لاندی دی او په خبره یې که دغه غوښتنې د قانون خلاف نه وې نو مثبت ځواب به ورکړی.
ښاغلی مینه پال زیاته کړه:
«تاسو خبر یاست چې ولسمشر په سفر کې دی او ولسمشر ته د حکمتیار صاحب غوښتنې به چې کله له سفره راشی هغه به ګوری او هغه غوښتنې چې د قانون سره او نړیوالو موازینو سره مخالفې نه وی، وبه یې منی.»
له دې سره-سره د سیاسی چارو یو شمېر کارپوهان وایی چې د حکومت او حزب اسلامی تر منځ د سولې خبرې ګنګې دی.
حاجی سید داود وایی، د حزب اسلامی غوښتنې او د حکومت ځواب باید خلکو ته روښانه وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.