نظری: دولتی ادارو کې ناسمو پالیسو ښځو ته ستونزې پیدا کړی

گزارشگر:چهارشنبه 5 عقرب 1395 - ۰۴ عقرب ۱۳۹۵

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایی، په دولتی ادارو کې ناسمو پالیسو او مقرریو د ښځو لپاره په کاری چاپیریال کې ستونزې پیدا کړی.
یاد وزارت دولتی ادارو کې د ناسمې پالیسۍ او مقرراتو ترڅنګ جنسی تبعیض، ناپوهی او د قانون سم نه پلې کېدل په کاری چاپیریال کې د ښځینه کارکوونکو په وړاندې د زورونې لوی لاملونه ګڼی.
mandegar-3د دغه وزارت مسؤلین وایی، د ښځو په وړاندې شته ستونزې دوامداره کار ته اړتیا لری او دوی د ستونزو د هواری لپاره جدی هڅې کوی.
د ښځو چارو وزارت وزیرې دلبر نظری د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ښځو په اړه د یوه څیړنیز راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، په کاری چاپیریال کې ناسمې پالیسۍ او زورونې د ښځو په وړاندې لویې ننګونې دی.
نوموړې زیاته کړه:
“عمده ستونزې چې د ښځو په وړاندې یې زېږولی هغه د سمو پالیسو نشتون او پلی کېدل دی، په دولتی ادارو کې د ښځو زورونه موجوده ده چې له وجې یې کورنۍ خپلو لوڼو ته د کار اجازه نه ورکوی.”
نوموړې زیاته کړه چې دوی به له دغه راپوره یوه مقرره جوړه او ټولو دولتی ادارو ته به یې د پلی کېدو په هدف ولېږی.
اغلې نظری وایی، په ټوله کې۳۰ سلنه ښځې دولتی ادارو کې بوختې دی چې نهه سلنه یې د رهبرۍ په کچه دی.
په داسې حال کې چې د ښځو د حقونو د ټینګښت او د دوی د ستونزو د هواری په برخه کې حکومت او بېلابېلې موسسو له څو کلونو راهیسې د هڅو خبرې کوی خو لا هم ښځې د کار په ماحول کې د خوندیتوب احساس نه کوی او هغوی چې په کورونو کې دی هم ویل کېږی چې له لازمو حقونو نه دی برخمنې.
خو یو شمېر افغان څیړونکی وایی چې د افغانستان حکومت تر اوسه داسې اغېزمنې تګلارې نه لری چې له مخې یې د جنسی ځورونو مخنیوی وشی.
د دغو څېړونکو له ډلې حمیرا ثاقب وایی، افغان حکومت باید د جنسی ځورونې د مخنیوی لپاره داسې لارې چارې غوره کړی چې له مخې یې په افغان ټولنه کې د ښځو رول په بنسټیز ډول بدل شی.
بل خوا مدنی فعاله روشن څېړن د ښځو د حقونو د ټینګښت په برخه کې د ښځو چارو وزارت کړنې د قناعت وړ نه بولی او د ښځو په وړاندې د شته ستونزو د هواری په برخه کې د جدی اقداماتو غوښتنه کوی.
اغلې روشن زیاته کړه:
“دوی کارونه کړی خو دغه کارونه کافی نه دی، تاسو ګورئ چې تاوتریخوالی څومره ډېر دی،د وزګارتیا او د تعلیم ستونزو ته تاسو وګورئ په دې برخه کې څومره ستونزې موجودې دی، ماته د ښځو چارو وزارت کار د قناعت وړ نه ده.”
په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو او بنسټونو تل د ښځو د حقونو د ټینګښت په برخه کې د ښځو چارو وزارت ته د انتقاد ګوته نیولې خو نوموړی وزارت په تېره کې دا ویلی چې دا یو پالیسی سازه وزارت دی او تر خپل وسه یې په یاد برخه کې هڅې کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.