جان کېری: په ملا منصور ځکه برید وشو، چې د سولې مخالف و

گزارشگر:دوشنبه 3 جوزا 1395 - ۰۲ جوزا ۱۳۹۵

mandegar-3د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېری وایی، د طالبانو پر مشر ملا اختر محمد منصور ځکه برید وشو، چې هغه د سولې مخالف و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېری وایی، د طالبانو پر مشر ملا اختر محمد منصور ځکه برید وشو، چې هغه د سولې مخالف و.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی کېری دغه څرګندونې نن د برما یا میانمر په پلازمېنه کتمندو کې له خبریالانو سره د خبرو په مهال وکړې.
نوموړی د ملا منصور د وژل کېدو په اړه وویل« که څوک د سولې مخه نیسی او د خلکو وژلو او ګواښلو ته دوام ورکوی، موږ له دې پرته چې ځواب ورکړو، بله لار نه لرو.»
جان کېری وایی، امریکا له ډېره
نوموړی د ملا منصور د وژل کېدو په اړه وویل« که څوک د سولې مخه نیسی او د خلکو وژلو او ګواښلو ته دوام ورکوی، موږ له دې پرته چې ځواب ورکړو، بله لار نه لرو.»
ورخته د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوی، څو دغه هېواد ته سوله راشی، خو ملا منصور یې مخالف و.
د دې تر څنګ جان کېری ویلی، چې ملا اختر محمد منصور د امریکایی پرسونلو، افغان ملکیانو او افغان امنیتی ځواکونو لپاره خطرناک و.
که څه امریکا پر ملا منصور د برید پخلی کړی خو د وژل کېدو په اړه یې ویلی، چې دوی څېړنې کوی، ولې ځینې امریکایی چارواکو ویلی، چې په دغه برید کې ملا منصور وژل شوی.
د طالبانو یوه لوړ پوړی قوماندان ملا عبدالروف هم د ملا منصور د وژل کېدو پخلی کړی دی.
افغان چارواکو هم د ملا منصور د وژل کېدو پخلی کړی، خو ځینې رسنۍ وایی، په دغه برید کې ملا منصور نه دی وژل شوی، بلکې د یوه ټکسی موټر چلوونکی او یو بل کس وژل شوی دی.
باید وویل شی، چې پر ملا منصور د پاکستان د بلوچستان د نوشکی په مل ګچکی سیمه برید شوی دی

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.