دفــاع وزارت: شفق عملیات په هېواد کې په بریالیتوب سره په مخ روان دی

گزارشگر:شنبه 18 ثور 1395 - ۱۷ ثور ۱۳۹۵

د افغانستان دفاع وزارت وایی چې د خلکو د ملاتړ ترڅنګ د د قیقو برنامو موجودیت د شفق په نوم د پوځی عملیاتو د بریا اصلی لاملونه دی.
د دغه وزارت ویاند وایی چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د هېواد په مختلفو برخو کې مخالفینوته ډیر تلفات اوښتی دی.
د افغانستان د د فاع وزارت وایی چې تر ګواښ لاندې سیمو په نښه کول، دامنیتی سکټور ترمنځ ښه همغږی او د امنیتی ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ په mandegar-3هېواد کې د شفق عملیاتو د کامیابه کېدو لاملونه دی.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیرې د شفق عملیاتو په ترڅ کې د افغان امنیتی ځواکونو د لاسته راوړنو یادونه وکړه او زیاته یی کړه چې د شفق عملیاتو په لړ کې به ۲۰ نور تصفیوی عملیات د هېواد په څوارلسو ولایتونو کې تر سره شی.
ښاغلی وزیری د جمعی په ورځ ازادی راډیوته وویل چې د شفق عملیاتو په ترڅ کې د هېواد په مختلفو سیمو کې مخالفینو ته درانه تلفات ته اوښتی دی.
هغه زیاته کړه: «افغان اولس د افغان امنیتی ځواکونو څخه ملاتړ کړی، دغه ځواکونه د ولسی جرګې او مشرانو جرکې ملاتړ هم له ځانه سره لری، په دې خاطر د شفق عملیات په ښه ډول پر مخ روان دی، نن ورځ موږ د شفق عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ عملیاته په ۱۴ ولایتونو کې تر لاس لاندې لرو او درانه تلفات مو مخالفینو ته اړه ولې دی. «
ښاغلی وزیری وایی چې تېره شپه افغان امنیتې ځواکونو، د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د شپې په عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو په ولکه کې له یوه زندان څخه ۶۰ تنه بندیان هم خوشې کړل.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وایی چې په بدخشان، سرپل، فاریاب، کندز، غزنی، ننګرهار، کونړ، نورستان، زابل، بادغیس اوځینو نورو ولایتونو کې، سلګونه وسله وال مخالفین په دغو عملیاتو کې وژل شوی دی.
نوموړی وایی په دغو پوځی عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د مرګ ژوبلې د ارقامو په اړه یې څه نه ویل.
د شفق عملیات د حمل په دوهمه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پیل شوی دی.
تردې مخکې د افغانستان د دفاع وزارت ویلې وه چې د مخالفینو د پټنځایونو په نښه کول، د مخالفینو د کلیدی اشخاصو له منځه وړل او د تحرکاتو مخنیوې د شفق عملیاتو هدف او د ۱۳۹۵ کال لپاره د افغان امنیتی ځواکونو اساسی برنامه ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.