کندز کې د مسافرو وژل کېدو په اعتراض بېلابېلو ښارونو کې غونډې

گزارشگر:شنبه 15 جوزا 1395 - ۱۴ جوزا ۱۳۹۵

د طالبانو لخوا د ۱۲ مسافر وژل کېدو پرضد چې له کابل نه د بدخشان پر لور روان و، په پلازمېنه کابل، مرکزی ولایت بامیانو او شمالی ختیځ ولایت بدخشان کې یوشمېر خلکو اعتراضونه کړی دی.
په دغو ناستو کې ګډونوالو سیاسی او مدنی فعالان د افغانستان له دولت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې “طالبان د جنګی جنایتکارانو او ترهګرو ډلو mandegar-3نوملړ ته ورزیات کړی”.
کابل کې اعتراض کوونکو ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د عیدګاه جومات مخې ته راټول شوی و. هغوی غوښتل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ تر یوې دروازې پورې به ځی چې د پښتونستان څلور لاری سره نژدې دی، خو پولیسو د هغوی د ورتګ مخه نیوله د بدخشان مرکز فیض اباد ښار کې هم نن سلګونه سیاسی او مدنی فعالان راټول شوی و.
اعتراض کوونکو ویل، د وژل شویو له ډلې ۸ کسان د بدخشان اوسېدونکی دی او ۸ نور لا هم طالبانو سره برمته دی.
بدخشان کې د مدنی ټولنو د اتحادیې رییس سیف الدین بی بی سی ته وویل” طالبان باید تښتول شوی کسانو خوشی کړی”.
د کندوز پخوانی مرستیال والی او د بدخشان مشهور جهادی مشر حمد الله دانشی له معترضانو وغوښتل چې د خپلو وژل شویو خلکو انتقام له هغو طالبانو واخلی چې په بدخشان کې دی.
هغه وویل، د بدخشان خلک باید د طالبانو پرضد راپورته شی او له امنیتی ځواکونو سره اوږه په اوږه ودریږی.
د بدخشان دوه ولسوالۍ یمګان او وردوج اوس هم د طالبانو په کنټرول کې دی.
د افغانستان په مرکزی ولایت بامیانو کې هم د مدنی ټولنې غړو د کندوز پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره یوه اعتراضی غونډه جوړه کړې وه او د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه یې کوله.
ددې احتجاج ځینو برخه والو له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو ډله “د جنګی جنایتکارانو او د بشری حقونو د ناقضینو نوملړ ته واچوی”. پر ملاتړ کوونکو هېوادونو یې فشار راولی چې ددې ډلې له ملاتړه لاس واخلی او پر دې “ترهګرې” ډلې کړۍ راتنګه کړی.
طالبانو د سه شنبې په ورځ ډېر شمېر مسافر د کابل – کندوز پر لویه لاره د کندوز علی اباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې له موټرو ښکته کړل او ۳۵ کسان یې برمته کړل. د راپورونو له مخې طالبانو ۱۲ برمته کسان ووژل. کندوز کې امنیتی ځواکونو ویلی چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تښتول شوی کسان یې خوشی کړی، خو د نورو ۸ کسانو برخلیک لا هم څرګند نه دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.