حکومت: د اروزګان چارچینو له موږ سره ده

گزارشگر:چهارشنبه 26 جوزا 1395 - ۲۵ جوزا ۱۳۹۵

د افغانستان سوېلی اروزګان ولایت ځایی چارواکی هغه راپورونه ردوی، چې ګواکی ددغه ولایت چارچینو ولسوالی د وسلوالو طالبانو لاسته لوېدلی ده.
یو شمیر رسنیو د اروزګان د ولایتی شورا د مشر له خولې راپور ورکړی و، چې ګواکی ولسوالی تېره شپه وسلوالو طالبانو نیولې ده.
mandegar-3خو ددغه ولایت د سیمه ییزې ادارې ویاند دوست محمد نایاب ددغه راپورونه د رد تر څنګ منی، چې تېره شپه ددوی امنیتی ځواکونه د قومندانۍ د ودانۍ او یو شمیر امنیتی پوستو څخه په تکتیکی توګه را پرشا شوی دی.
نایاب وایی، له تېرو څلورو ورځو راهیسې په چارچینو ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده، چې د وسلوالو طالبانو د بریدونو د مهارولو لپاره سیمې ته ځانګړی کوماند ځواکونه رسېدلی دی.
نایاب همداراز وایی، وسلوال د چارچینو زوړ بازار ته هم ننوتی او له هټیو د مورچل کار اخلی.
د نوموړی په خبره د اروزګان ادارې د وسلوالو د ځپلو لپاره د هوایی ځواک د کارولو غوښتنه هم کړې.
که څه هم د اروزګان چارواکی د افغان ځواکونو د سرزیان په اړه څه نه وایی، خو راپورونه ښیی، چې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
نایاب پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلی، په تېرو څلورو ورځو کې څه باندې ۱۰۰ وسلوال وژل شوی دی.
وسلوال طالبان بیا د ولسوالۍ د نیولو ادعا کوی.
ددغې ډلې یو ویاند قاری یوسف احمدی وایی، د ولسوالۍ د ودانۍ ترڅنګ یې امنیه قومندانی او دوې نورې پوستې نیولې او افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلهې ادعا کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.