‹کونړ کې افغان او پاکستانی طالبان سره کېوتلی›

گزارشگر:شنبه 5 سرطان 1395 - ۰۴ سرطان ۱۳۹۵

د افغانستان ختیځ کونړ ولایت چارواکی وایی ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سرکاڼو ولسوالۍ په ګلاپړۍ کې له پرونه افغان او پاکستانی طالبان سره کېوتلی لس افغان طالبان او دوه پاکستانی طالبان ‹وژل› شوی دی.
د کونړ د پولیسو مشر مل پاسوال عبدالحبیب سید خېل وایی تر اوسه له افغان طالبانو لس کسان وژل شوی او دوه نور ټپیان دی، نوموړی وایی له mandegar-3پاکستانی طالبانو هم دوه کسان وژل شوی.
ښاغلی سید خېل وایی اوه نور پاکستانی طالبان هغه وخت بی پیلوټه الوتکې په نښه کړل، چې له لال پورې ولسوالۍ نه د خپلو ملګرو د مرستې لپاره راتلل.
تر اوسه افغان طالبانو ددغو نښتو په اړه څه نه دی ویلی.
بل خوا، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ داعش وسلوالو د پاڅونوالو او سیمیزو پولیسو پر پوستو او کورونو بریدونه کړی.
د ننګرهار د والی ویاند عطاء الله خوګیاڼی وایی شاوخوا دوولسو ملکی کسانو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ ګڼ داعش وسلوال هم وژل شوی، چې دی یې شمېر دېرش کسه ښیی.
ځایی خلک وایی پولیسو او پاڅونوالو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو شمېر یې نه دی مالوم.
تر اوسه داعش وسلوالو ددغې جګړې په اړه څه نه دی ویلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.