د ولسی جرګې ځینې غړی: کشفی ارګانونو پر کوټ د داعش د حملې مخنیوی کې ناغېړی کړې

گزارشگر:سه شنبه 8 سرطان 1395 - ۰۷ سرطان ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان ولسی جرګې ځینې غړی په ننګرهار ولایت کې د داعش جنګیالیو پراخ حضور په تړاو افغان حکومت په کشفی او استخباراتی کمزوریو تورنوی.
د ختیځو ولایتونو ځینې دا استازی وایی چې حکومت باید د سرحدی ولایتونو لپاره دا منیتی ځواکونو تشکیلات ډېر کړی تر څو په راتلونکی کې د ورته ستونزو مخنیوی شوی وی.
د افغانستان د ولسی جرګې یو شمېر غړی وایی، دا د پوښتنې وړ یوه موضوع ده چې په یوه وخت شااوخوا شپږ سوه داعشیان پر کوټ ولسوالۍ حمله کوی، خو حکومتی استخبارات نه دی پرې خبر.
د دغې جرګې د کورنی امنیت کمېسیون غړی صالح محمد صالح د دوشنبې ورځې په غونډه کې وویل چې افغان حکومت د دې کسانو د حملو څخه په وار د مخه مخنیوی کې پاتې راغلی او دې مسلې ګڼې اندېښنې راپارولی دی.
هغه زیاته کړه:
“د کوټ په ولسوالۍ کې تاسې د داعش ظلمونه په خلکو وګوری ایا کشفی ارګانونو حضور درلود یا نه چې د امنیت ملی رییس له خولې ۶۰۰ داعشیان یو ځای ته جمع کېږی او په ولسوالۍ عملیات کوی ولې دوی یې مخه و نشوه نیولای.”
په همدې حال کې په ولسی جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی سید اکرام وایی سره له دې چې په دې وروستیو کې د سرحدی ولایتونو په اړه امنیتی اندېښنې ډېرې شوی دی خو حکومت یې په وړاندې لازم تدابیر نه دی نیولی.
نوموړی زیاته کړه:
“موږ تل دا غږ کړی چې ننګرهار یو سرحدی ولایت دی او تر ۳.۵ملیونه نفوس لری او دا د ټول افغانستان لپاره یو مهم ولایت دی چې باید د امنیتی ارګانونو تشکیل ته یې ځانګړی پاملرنه وشی تر څو زموږ خلک له داسې بدبختی نجات پیدا کړی.”
د ولسی جرګې غړی د امنیتی ادارو له قوله وایی چې په دې حملو کې شاوخوا ۶۰۰ داعش جنګیالو چې ډیر یې د پاکستان د استخباراتو غړی او بهرنی جنګیالی دی، برخه لری.
د افغانستان د ملی امنیت شورا وایی چې امنیتی او کشفی ځواکونه د داعش ریښو د بشپړ ختمولو لپاره کار کوی او کله هم په دې برخه کې ناغیړی نه ده شوی، د ملی امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې کشفی ادارو په وخت اقدام کړی او بیا هم د دوامدار ثبات لپاره کار کوی.
نوموړی زیاته کړه:
“امنیتی ارګانونو په مجموع کې که هغه کشفی دی که دفاعی دی او که هغه امنیتی دی ټولو په موثریت سره عمل کړی دی دا جنګ دې او په دې کې دا امکان وی چې یو وخت تلفات ووینې ولې زموږ د ځواکونو باورمندی په کامیابی ده او باور په دې دی چې دا خلک په بشپړه توګه وځپی.”
غورځنګ زیاته کړه چې افغان حکومت د کوټ ولسوالۍ لپاره د پولیسو په اضافی تشکیلاتو کار کوی.
د ننګرهار ولایت چارواکی وایی چې امنیتی ځواکونو د داعش په وړاندې پیل شوو عملیاتو کې تر اوسه تر ۱۵۰ زیات داعشیان وژلی دی.
شاوخوا یو کال وړاندې هم داعش ډلې د ننګرهار د ځینو نورو سیمو تر څنګ په کوټ ولسوالی کې سر راپورته کړی وو چې هغه وخت ولسی پاڅونونو دا سیمه له داعش ډلې پاکه کړی وه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.