په کنـدهار کـې پوځـی عملیـاتو پیـل شـو

گزارشگر:دو شنبه 26 سنبله 1397 - ۲۵ سنبله ۱۳۹۷

mandegar-23افغان ځواکونو د کندهار ولایت د یو شمېر ولسوالیو په هغو سیمو کې پوځی عملیات پیل کړی چې د تېرو څو کلنو راپدیخوا د وسله‎والو طالبانو په ولکه دی.
دا سیمې ډیورنډ کرښې ته نېږدې او غرنۍ دی. دا سیمې د وسله‎والو طالبانو له لویو پټنځایونو څخه شمېرل کیږی.
افغان امنیتی ځواکونه طلوع نیوز ته وویل چی له دې سیمو څخه د کندهار ولایت سپین بولدک، ارغستان او تخته پل ولسوالۍ له ګواښ سره مخامح دی.
افغان سرتېری، ذبیح الله څرګندوی:» موږ دلته امنیتی پوستې نه لرو دا سیمه زموږ له امنیتی کمربند څخه ډیره لری ده، خو موږ کله نا کله دلته د عملیاتو لپاره راځو، اما طالبان د ماینونو څخه ډیره استفاده کوی».
بل سرتېری، محمد الله زیاتوی:» پر لارو او سړکونو باندی ماینونه ځای پرځای کوی، او کله چی موږ عملیات ورو وباسو بیانو دوی غرونو ته پورته کیږی.»
امنیتی ځواکونه وایی د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په موخه په دا ډول سیمو کې عملیاتو ته تر سره کوی، تر څو دی سیمو ته نیږدې ولسوالۍ د امنیتی ګواښونه مخه ونیول ښی او د پاکستان لوری ته د وسله والو طالبانو د تګ راتګ مخه ډب کړی.
افغان د کندهار د چټک غبرګون قوماندان، څارمن عصمت وایی:»‎دا سیمی داسې دی چې تر ډېره پورې زموږ په واک کې نه وی، موږ عملیات وکړو، او تهدیدونه رفع کړو او بیرته خپلو سیمو ته ستنیږو، دلته د دوی مهم او لوی پټنځایونه شته تر ډېره د دوی د اوسیدو ځایونه په غرونو کې دی چې بیا نو موږ اړ یو چی د طیارې څخه استفاده وکړو.»
د ولسوالیو له مرکزونو لیرې سیمو کې ځینی لوی او واړه کلی شتون لری چې تر اوسه آن د ژوند لومړنیو اسانیتا څخه هم بې برخې دی.
د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی، دین محمد وایی:»لارې مو بندی دی، وچ کالی ده، ښوونځی او مدرسې نه لرو، په میاشتو میاشتو بازار ته نشو تلی».
کندهار که څه هم د هېواد په سهیل لویدیځ د نورو ولایتونو په پرتله امن ولایت دی، خو لاهم یو شمېر ولسوالیو کی داسی سیمه شته چې د تېری یوی لسیزې راپدیخوا د وسله‎والو طالبانو په ولکه کې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.