سترې محکمې د اروپایی ټولنې وروستۍ څرګندونې له انصافه لېرې وبللې

گزارشگر:سه شنبه 8 حمل 1396 - ۰۷ حمل ۱۳۹۶

mandegar-3افغانستان سترې محکمې یوه ورځ وروسته له هغې چې په کابل کې د اروپایی اتحادیې ویاند ویلی و په محاکمو کې د اداری فساد له امله افغانان مخالفینو ته مراجعه کوی څرګندونې در کړې او هغه یې له انصاف څخه لرې وبللې.
ستره محکمه وایی، د افغانستان په قضا کې پراخ اصلاحات راغلی او د تېر په پرتله پر دغه بنسټ باندې د خلکو باور نور هم زیات شوی دی.
د سترې محکمې ویاند عبدالله عطایی د دوشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې په وروستی کال کې د افغانستان په قضا کې پراخ اصلاحات راغلی چې د هغه په وینا شااوخوا اویا په سلو کې د قاضیانو تبدیلۍ د دغو اصلاحاتو یوه برخه جوړه وی.
ښاغلی عطایی همدارنګه د سترې محکمې دیوان له پنځو څخه اتو ته ارتقاع، قضیو ته په خپل وخت رسیده ګی ته ګوته ونیوله او زیاته یې کړه چې په دې وروستیو کې ۱۲۱ تنه چې په هغه کې یو شمېر قاضیان، څارنوالان او مدافع وکلان هم شامل و نیول چې د اقدامات ټول هغه څه په ډاګه کوی چې د قضایه قوې رهبری د اصلاحاتو راوستلو ته جدی هڅې کوی.
“یعنې دا به له انصاف څخه لرې وی چې د یوې قوې د دومره عظمت، باور، خدمت کولو او په دومره شفافیت سره یو کس په یو لیکه کې ووایی چې خلک باور نه لری، کوم خلک؟ ته له کومه ځایه پوه شوې، هغه کسان چې له قانون سره سر او کار لری او انسانی منطق ولری داسې حکم نه کوی.”
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې په کابل کې د اروپایی ټولنې ویاند ویلی و، د افغان حکومت په عدلی او قضایی ارګانونو کې د فساد د موجودیت د دې لامل شوی چې په لېرو پرتو سیمو کې خلک د دولت پرځای د مخالفینو محکمو ته مراجعه کوی.
دغه اتحادیه وایی چې د هېواد په اکثرو سیمو کې خلک له بې عدالتۍ کړیږی.
په افغانستان کې د اورپایی ټولنې ویاند د یکشنبې په ورځ له ازادی راډیو سره په خبرو کې ویلی و چې حکومت باید په قضایی ادارو کې د فساد د مخنیوی لپاره جدی هلې ځلې وکړی.
د دغې ادارې ویاند عبدالله یادګاری همدارنګه ویلی چې په ډېری ولایتونو کې خلک قضایی سکتور ته د فساد مرکزونو په سترګه ګوری.
په ورته وخت کې د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ رئیس اکرام افضلی د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د دوی د ټولو پوښتنو له مخې خلک ډېر رشوت قضایی بنسټونو ته ورکوی.
:
“د دې پرځای چې قضایه قوه خپلې کمی او کاستی قبول کړی، په قضایه قوه کې دې پراخ فساد ومنی زیاته هڅه یې کړې هغه راپورونه او مطالعې چې موږ ترسره کړې بې بنسټه وبولی چې دا خپله د دې څرګندونه کوی چې قضایه قوه دې ته چمتو نه ده په دغو بنسټونو کې د پراخ فساد شتون قبول کړی.”
ښاغلی افضلی زیاته کړه هغه سروې چې دوی ترسره کړې په کې راغلی خلک قضایی بنسټونو تر ټولو په فساد کې د ککړو بنسټونه په سترګه ګوری او پر دغو بنسټونو باندې د خلکو باور کم شوی.
هغه زیاته کړه ستره محکمه باید چمتو شویو سروې ګانو او ټول پوښتنو له لارې فساد له دغه بنسټونو څخه ورک کړی.
راپور: رحمت الله افغان

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.