سمندر: روانه میاشت خبریالانو سره د تاوتریخوالی ۲۲ پېښې ثبت شوی

گزارشگر:چهار شنبه 9 سرطان 1395 - ۰۸ سرطان ۱۳۹۵

د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو د ملاتړ ټولنه د افغان خبریالانو وضعیت ته اندېښنه لری وایی چې یوازې د جون په میاشت کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالی ۲۲ پېښې ثبت شوی دی.
د دغې ټولنې مشر رحیم الله سمندر د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبری غونډې ته وویل چې له دغو پېښو یې اوه په مرکز کابل کې دی چې mandegar-3خبریالان په کې وهل شوی او یا له نورو ډول ـ ډول ګواښونو سره مخ شوی دی.
ښاغلی سمندر زیاته کړه: «په شپږمه میاشت کې د خبریالانو په وړاندې تر ټولو ډېر تاوتریخوالی شوی دی له دې یې ۱۵ موارد په ولایتونو او۷ په کابل کې دی په دې کې بد چلند، وهل ټکول، سانسور محدویتونه، د وظیفی د پریښودو ګواښونه او د مرګ ګواښونه زموږ د ټولنو سره ثبت شوی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د ژورنالېستانو د بېلابېلو ټولنو د معلوماتو له مخې له دې وړاندې په میاشت کې د خبریالانو سره د تاوتریخوالی پېښې له اتو نه دی اوښتی.
نی یا په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې هم له دې وړاندې په افغانستان کې د ژورنالېستانو پر وړاندې پر زیاتیدونکی تاوتریخوالی اندیښنه څرګنده کړې او ویلی یې دی چې د کال له پیله بیا د مۍ تر میاشتې پورې دوی د تاوتریخوالی دا ډول ۵۰ پېښې ثبت کړی دی.
د کابل پریس کلب مسول عزیز احمد تسل وایی چې د خبریالانو سره د تاوتریخوالی ډیرې پېښې د امنیتی ارګانونو، سیمه ییزو چارواکو او زورواکو له خوا ترسره کیږی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقی د امنیتی ارګانونو له خوا د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالی احتمال نه ردوی خو وایی چې دا موضوعات بې تعقیبه هم نه پاتې کیږی.
ښاغلی صدیقی د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: «امنیتی ځواکونه په هر ځای کې د ژورنالېستانو لپاره احترام کوی دا ژمنه موجوده ده خو کله کله د افغانستان شرایط داسې دی چې تاوتریخوالی رامنځته شی امنیتی ځواکونو کله د داسې حالاتو سره مخ شی چې دوی خپله وظیفه هم په صحیح ډول نه شی تر سره کولای خو که په داسې وختو کې هم داسې پېښې رامنځته کیږی دا ژمنتیا شته چې د ژورنالېستانو د حقونو له مدافع ټولنو سره دا ډول مسایل وڅېړل شی.»
خو په ورته وخت کې د رسنیو یو شمېر کتونکی وایی چې د ځینو ژورنالېستانو غیر مسلکی کارونو، تعصبی چلند او خپرونو وخت نا وخت خپله تاوتریخوالی ته زمینه برابره کړې ده.
له دې ډلې حکمت الله صدیقی ازادی راډیو ته وویل، د داسې پېښو د مخنیوی په هدف باید قضیې تر تاوتریخوالی دمخه عدلی او قضایې ادارو ته ورسیږی.
نوموړی وایی، دولت باید د ژورنالېستانو سره د تاوتریخوالی ثبت شوی قضیې په خپل وخت وڅېړی او له دې لارې د نورو پېښېدونکو قضیو مخنیوی وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.