د سولې عالی شورا: د سعودی جده کې د سولې په تړاو نړیوال کنفرانس جوړوو

گزارشگر:سه شنبه 22 سرطان 1395 - ۲۱ سرطان ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د سولې عالی شورا وایی چې د پخلاینې پروسې د بریالیتوب لپاره له هرو ممکنو لارو هڅه کوی.
د دې شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم د دوشنبې په ورځ د ولسی جرګې استجوابیه غونډې ته وویل چې د خلکو په تېره بیا د اسلامی هېوادونو ملاتړ خپلولو لپاره د افغانستان د سولې په اړه د سعودی عربستان په جده ښار کې د اسلامی هېوادونو نړیوال کنفرانس جوړوی.
ښاغلی سلیم وایی چې د اسلامی نړۍ مشهور عالمان به په دې غونډه کې په افغانستان کې د جنګ د دوام په اړه خپل نظر څرګند کړی.
دی وایی:
«دوه میاشتې وروسته د سولې د عالی شورا او افغان عالمانو په ابتکار د نړۍ د عالمانو او اسلامی هېوادونو یو لوی کنفرانس د جدې په ښار کې جوړیږی چې د نړۍ سلګونه عالمان به په کې ګډون وکړی، دا کنفرانس به انشالله د افغانستان جنګ تحریم کړی او په وړاندې به یې فتوا ورکړی.»
نوموړی دا خبرې په افغانستان کې د سولې بهیر د بریالیتوب لپاره د افغان لوری د هڅو د نمونې په توګه بیان کړې.
ښاغلی سلیم وایی، دا مهال په غټه کچه د وسله والو طالبانو ورهاخوا د حزب اسلامی سره هم د نږدې ۱۵ ورځو راهیسې د سولې خبرې دریدلی چې دوی یې بیا پیلیدو ته منتظر دی.
هغه وایی چې د حزب اسلامی پلاوی سره په ۲۵ مادو پریکړې ته رسیدلی خو هغه لوری د نورو شرطونو په اضافه کولو سره د سولې بهیر څخه شا ته تګ کړی دی.
د سولې عالی شورا داسې مهال په افغانستان کې د جنګ بندی په اړه د اسلامی نړۍ د مشهورو عالمانو او استازو په یوه غږ پسې ګرځی چې له دې وړاندې د نړۍ ډېرو عالمانو وخت نا وخت په افغانستان کې د سولې پر پروسې ټینګار کړی دی.
د سولې د بهیر ځینی څارونکی وایی چې د وارسا په غونډه کې د غربی هېوادونو له ملاتړ وروسته د اسلامی هېوادونو ملاتړ خپلول به په افغانستان کې سولې راوستلو ته ذهنیتونه ډېر کړی.
له دې ډلې یې محمد یوسف همت ازادی راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې د افغان چارواکو دریځ او لاسته راوړنې د سولې راوستلو په خاطر بې سابقې دی.
دی وایی:
«د وارسا په وروستی غونډه کې تقریباً نړیواله اجماع رامنځته شوه او هغه هېوادونه په دې قانع شول چې د افغانستان په سیاست کې ظالمانه مداخله کیږی، د جدې کنفرانس په دې لړ کې یو بل مثبت ګام دی تر څو د اسلامی هېواونو اجماع هم رامنځته شی او زه په دې باور یم چې د افغانستان په اړه اسلامی ملاتړ هم حاصلیږی.»
ښاغلی همت وایی چې د افغانستان سولې په تړاو د اروپایی او اسلامی هېوادونو اجماع کولای شی پر پاکستان فشارونه ډېر او هغه هېواد خپلو ژمنو عملی کېدو ته اړ کړی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اداری مرستیال نصیر احمد اندیشه چې د ولسی جرګې دغې غونډې ته یې خبرې کولې وویل چې افغان لوری د پاکستان په اړه خپل صداقت نړۍ ته څرګند کړی او په دې اړه به لا ډېر کار وکړی.
هغه وایی چې د اسلام اباد په وړاندې د کابل صداقت د ډېرو هېوادونو پاملرنه دې ته جلب کړی چې د افغانستان سره خپلې ژمنې نوی کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.