د فاع وزارت: لسـګونـو وسـله وال وژل شـوی

گزارشگر:شنبه 26 سرطان 1395 - ۲۵ سرطان ۱۳۹۵

د افغانستان د دفاع وزارت وایی د افغان امنیتی ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ د نښتو له امله د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې ۶۲ وسله وال وژل شوی دی.
د دغه وزارت له خوا نوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، دغه کسان ننګرهار، پکتیکا، وردګو، غزنی، کندهار، فراه، بدخشان، تخار او هلمند ولایتونو کې mandegar-3وژل شوی دی.
د یاد شوی وزارت په وینا په وژل شویو کسانو کې ۵ تنه د طالبانو ځایی قومندانان او دوه د «اسلامی دولت» نومې ډلې غړی دی، پر دې سربېره ۲۸ تنه نور ټپیان شوی دی.
په دغو عملیاتو کې هوایی ځواکونو هم برخه اخیستې، د طالبانو پېنځه قومندانان سره د ۱۵ تنو هلمند ولایت کې او ۲۳ تنه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې وژل شوی.
د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې هم ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوی او اووه تنه نور ټپیان دی.
وسله والو طالبانو د څو افغان امنیتی ساتونکو د وژلو ادعا کړې، د فاع وزارت هم د ۷ سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.