په کونړ کې مېشت پاکستانی کډوال مهار کړئ

گزارشگر:6 عقرب 1393 - ۰۵ عقرب ۱۳۹۳

mnandegar-3پاکستان او د دغه هېواد استخباراتی شبکه د افغانستان پر وړاندې له هر فرصت نه استفاده کوی او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو هڅې کوی.
په مشرانو جرګه او ولسی جرګه کې د کونړ استازی وایی، چې په دې ولایت کې له پاکستانه راغلی مېشت کډوال د ډېرو ستونزو جوړونکی دی. هغوی وایی، د وخت والی څو کاله وړاندې پاکستانیو کډوالو ته په کونړ کې ځای ورکړی او اجازه یې ورکړې، چې د کونړیانو په کلیو او بانډو کې مېشت شی.
د دوی په وینا، د کونړ چارواکیو دغو کډوالو ته د کډوالۍ کارتونه هم ورکړی دی؛ خو د پاکستان استخباراتی شبکې په دې کډوالو کې یوشمېر غرضی او استخباراتی کسان هم کونړ ته را استولی، چې تر ډېره یې دغه ولایت ته ګڼې ستونزې جوړې کړی دی.
د کونړ استازی سناتور رفیع الله حیدری وایی، هر کله چې امنیتی ځواکونو په دغه ولایت کې پاکستانی وګړی په ورانکاره فعالیتونو نیولی، هغوی انکار کړی او د کډوالۍ کارت یې ور ښودلی دی. د هغه په وینا، نپوهېږی چې ولې د کونړ والی دغو کسانو ته کارتونه ورکړی دی؛ خو منی چې دغه کسان په نا امنۍ او نورو ورانکاره فعالیتونو کې ښکېل دی.
دا کډوال هغه مهال کونړ ته راغلل، چې د پاکستان پوځ پر سوات او شاو خوا سیمو پوځی عملیات ترسره کړل.
کونړ په تېرو دیارلسو کلونو کې هغه ولایت و، چې تر وخت نا وخت د نا امنۍ رپوټونه ورکول کېدل. د دې ترڅنګ پرې پاکستانیو پوځیانو راکېټی بریدونه هم پیل کړی چې له تېرو څو کلونو راهیسې دوام لری.
پاکستان په تېرو څو کلونو کې پر کونړ د یوه ستراتېژیک ولایت په توګه پام ساتلی دی. کله یې مخ پټی وسله وال را استولی او کله یې هم د افغان طالبانو ملاتړ ته پوځی ملېشې. خو له هڅو سره سره طالبان نه دی توانېدلی چې دغه ولایت ونیسی. که څه هم چې د کونړ ځینې ولسوالۍ او سیمې له تېرو څو کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې وې.
پاکستان د کونړ د پرېمانه اوبو، ځنګلونو او هم د افغانستان د نا امنه کولو لپاره د یوه کانال په توګه ترې د کار اخیستلو لپاره مهم ګڼی. پاکستان له یوې خوا هڅه کوی پر کونړ د جوړېدونکی برېښنا بند مخه ونیسی، له بلې خوا غواړی چې د کونړ په نا امنه کولو سره طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته نورستان، لغمان، بدخشان او د هېواد ټول شمال ته لاره پرانیزی. چې په دې کار سره کولای شی د هېواد شمالی ولایتونه هم نا امنه کړی.
پاکستان د کونړ له ځنګلونو او قیمتی کاڼو هم خپله برخه کوی او د دې لپاره چې له شمالی ولایتونو او هم د کونړ او نورستان له کانونو څخه ورته د قیمتی کاڼو قاچاق روان وی د کونړ په نا امنۍ لاس پورې کوی.
د کډوالو په جامه کې د ای اېس ای د استازو او وسله والو را استول له دې امله دی هم دی، چې له یوې خوا د افغان دولت پر ضد په کلیو کې تبلیغات پیل کړی او له بلې خوا کره معلومات پاکستان ته ورکړی.
ځکه د کونړ استازی وایی، دغه راغلی کډوال چې د کونړیانو په کلیو او بانډو کې اوسېږی د ټاکنو پر مهال تبلیغ کاوه چې په ټاکنو کې برخه اخیستل د کفر په مانا دی. د پولیو د واکسین او نورو مهمو برنامو او د دولت په پروګرامونو خلکو ته ناوړه تبلیغات کوی؛ خو دولت یې تراوسه مخه نه ده نیولې.
دا چاره او د دې کډوالو شتون هغه هم د افغانانو په منځ کې کولای شی افغان حکومت او ځایی خلک له ډېرو جدی او لویو ستونزو سره مخ کړی.
که نن نه وی سبا دا تبلیغات د سیمې په وګړو اغېز کوی او په ورو ورو به زمینه دېته برابره کړی، د کونړ سرحدی سیمې چېرې دا مهال پاکستانی کډوال په کې مېشت دی، د وسله والو په مرکزونو بدلې شی. همدا کډوال به سبا په ښکاره د افغان دولت پر وړاندې وسلې ته لاس کړی.
د کونړ استازی وایی، چې د دغو کډوالو یوشمېر کسان د شپې له مخې حتی په ماین ښخولو او نورو چارو کې هم لاس لری. نو که چېرې یې په وخت درملنه ونشی، ښایی د دوی د فعالیتونو څرنګوالی بدل او تکتیکی شی.
تر هرڅه لومړی باید حکومت د دغو کډوالو شمېر معلوم کړی، ورپسې دې په یوه لرې دښته کې یو ځانګړی کمپ جوړ کړی او فعالیتونه یې له نېږدې وڅاری. سرغړونکی ونیسی او سزا ورکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.