احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





افغانستان د ترکیې پر حکومت د کودتا هڅه وغندله

- ۲۷ سرطان ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان جمهوری ریاست په ترکیه کې د کودتا پرهڅه اندېښنه ښیی او هیله کوی چې دغه دوست هېواد بې ثباته نه شی.
همدارنګه اجراییه ریاست هم په ترکیه کې د کودتا هڅه غندی او د ترکیې د خلکو په ګټه یې نه بولی.
افغان دولت، د حکومتونو د نسکورولو لپاره نظامی کودتا، د خلکو د ارادو، ثبات او پراختیا پروړاندې خنډ بولی او د خلکو په خوښه جوړحکومتونه، د ښې حکومتولۍ بېلګې ګڼی.
د افغانستان د جمهوری ریاست چارواکو د ترکیې حکومت پرضد د هغه هېواد د یوې ډلې پوځیانو له کودتا وروسته، د شنبې په ورځ یوه خبرپاڼه خپره کړه.
په خبرپاڼه کې راغلی چې د افغانستان جمهوری ریاست په ترکیه کې د کودتا پر هڅه اندېښنه ښیی او هیله کوی چې دغه دوست هېواد بې ثباته نه شی.
سربېره پردې د افغانستان اجراییه ریاست په یوې خبرپاڼه کې د ترکیې د حکومت پرضد د کودتا هڅه غندلې او د هغه هېواد د جمهور رئیس، حکومت او خلکو ملاتړ یې کړی دی.
د راپورونو له مخې په ترکیه کې د حکومت پر وړاندې د کودتا هڅه د شنبې په شپه، د هغه هېواد د پوځ د یوې ډلې لخوا وشوه چې کودتا چیانو په لومړی سرکې داستانبول په ځینو مهمو سیمو او پارلمان ته څېرمه ځایونو کې، ګڼ شمیر ټانکونه ځای پرځای کړل.
په ترکیه کې دغه حرکت د حکومت او کودتاچیانو ترمینځ د وسله والو نښتو سبب شو چې ویل کېږی، څه باندې سل تنه پکې ووژل شول او له زرو زیات ټپیان شول.
له ترکیې څخه وروستی راپورونه وایی چې د کودتا هڅه ناکامه شوې خو ترکیې چارواکو ویلی چې نورو ورته احتمالی حرکتونو ته.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.