کابل ښاروالۍ له یوه نړیوال عربی شرکت سره ۴ تړونونه لاسلیک کړل

گزارشگر:سه شنبه 12 اسد 1395 - ۱۱ اسد ۱۳۹۵

د کابل ښاروالۍ په کابل کې ښار کې د بېلابېلو پروژو د تطبیق لپاره له یوه نړیوال عربی شرکت سره څلور قرادادونه لاسلیک کړل.
د خطیب وعلمی او د کابل ښاروالۍ ترمنځ په شوو هوکړو کې د ښاری ټرانسپورټ، د معیاری پلونو او سړکونو جوړونه، د سریع السیر او یا د تیز رفتاره سیسټم جوړول، د کابل سیند د سواحلو پاک کاری او رغول، د سطحی اوبو مدیرت او په کابل ښار کې د د نګو ودانیو د ارزونې برخې شاملې دی.
mandegar-3د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زی ددغه پروژو د پلی کېدو قرادادونه د دوشنبې په ورځ د خطیب وعلمی له عربی شرکت سره په ارګ کې چې ولسمشر غنی هم حاضر و امضا کړل.
ښاغلی حبیب زی د دغه پروژو په اړه داسې وضاحت ورکړ:
«د سریع السیر بسونو لپاره د یوسلو یو لس کیلو متره سړک جوړول، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له شلو کیلو مترو د زیاتو واټونو پخول، د زیربنا جوړول، د سطحې اوبو مدیرت، په کابل کې ښار کې د ټولو سطحی اوبو د ستونزو حل او په کابل کې د د نګو ودانیو ارزونه او په ورته وخت کې له دې وروسته چې په کابل کی کومې لوړ پوړې ودانۍ جوړیږی د ارزونې لپاره به یی غوښتنه د خطیبی شرکت ته استول کیږی.»
ښاغلی حبیب زی د دغه پروژو د پلېدو د کره نېټې په اړه څه ونه ویل خو وایی د ټرانسپورټی سیسټم په ګډون ځینې پروژې چې مالی لګښت یې د افغانستان له ملی بودیجې ورکول کېږی عملی چارې به یې روان کال پیل شی.
د کابل ښاروالۍ سرپرست وایی د دغه پروژو په بشپړېدو به په کابل ښار کې ګڼه ګوڼه راکمه شی، د تګ راتګ مسیرونه به رالنډ شی، د ټرافیک سیسټم به معیاری شی او شاخوا سل زرو کسانو ته د کاری زمینې ترڅنګ به د هوا پر پاکوالی هم مثبت اغېز وکړی.
دا قرادادونه په داسې حال کې لاسلیک کېږی چې د کابل ښاریان د هوا د ککړتیا ترڅنګ د دغه ښار د ناسم ښاری وضعیت څخه شکایت کوی او په دې برخه کې د ملامتۍ ګوته شاروالۍ ته نیسی.
له دې وړاندې ولسمشر غنی هم د کابل ښاری وضعیت د اندیښنې وړ بللی و خو ژمنه یې کړه وه چې ددغه ښار د وضعیت د ښه کېدو لپاره به جدی هڅې وکړی.
ولسمشر غنی تېر کال تاکید وکړ چې ځینې پلانونه باید د کابل ولایت د بېلابېلو سیمو له مشرانو سره په مشورې د ښار او ولسوالۍ د ښه کېدو لپاره عملی شی.
په کابل کې د پلی کېدونکو پروژو د قرادادونو د لاسلیک پرمهال د خطیب وعلمی په نوم د نړیوال عربی شرکت مرستیال رمضان حرب د کابل ښار د بیا رغونې په برخه کې ونډه اخېستنه د ځان لپاره ښه فرصت وباله او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموی.
هغه زیاته کړه:
«موږ د همکارۍ لپاره له هېڅ ډول هڅو دریغ نه کوو او تاسو ته لاس درکوو څو د وضعیت د ښه کېدو لپاره په ګډه کار وکړو.»
د دغه شرکت مسولین وایی چې د پروژو د تطبیق په برخه کې پنځوس کلنه تجربه لری او د لبنان په ګډون یې ورته پروژې په بېلابېلو هېوادونو کې عملی کړی دی.
د پراختیا او زیربنا په برخه کې د ولسمشر ځانګړی سلاکار همایون قیومی د دغه شرکت تجربې ته په کتو وایی چې د دغه شرکت له لورې د دا ډول مهمو پروژو پلی کېدل به ددې لامل شی چې خلکو ته بهتره خدمات وړاندې شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.