مظاهره چیان: د پاکستان د بریدونو په وړاندې دې ورته اقدام وشی

گزارشگر:شنبه 7 حوت 1395 - ۰۶ حوت ۱۳۹۵

mandegar-3د کابل ښار لسګونو اوسېدونکو د پاکستان پرضد مظاهره وکړه.
مظاهره کوونکی د جمعې په ورځ د کابل په شهرنو پارک کې سره را ټول شوی و او د پاکستان پرضد یې شعارونه ورکول.
یاده مظاهره د «وطن د مبارزو ځوانانو سازمان» له خوا پلان شوې وه چې په کې د دغه سازمان په لسګونو پلویانو برخه اخیستې وه.
مظاهره کوونکو په پای کېیو پریکړه لیک هم خپور کړ چې په کې له ملګرو ملتونو، د امریکا متحده ایالتو، نړیوالېټولنې او د اسلامی هېوادونو کنفرانس څخه غوښتل شوی و چې د پاکستانی ځواکونو د دغو کړنو په وړاندې عملی ګامونه واخلی.
د دغه سازمان مشر امید وطنیار د دغې مظاهرې پرمهال له رسنیو سره په خبرو کې وویل که چېری پاکستانی پوځیان د افغانستان پر سرحدی سېمو خپلې راکټې حملې ونه دروی دوی چمتو دی چې د پاکستان پرخلاف ټوپک په لاس واخلی.
نوموړی زیاته کړه:
“د وطن د مبارزو ځوانانو سازمان د پاکستان د وروستیو راکټې بریدونو په وړاندې خپل احتجاج په څرګندو الفاظو ښکاره کړی، موږ له پاکستان نه غواړو چې نور خپلو نا مشروع کړنو ته او د افغانستان پر خاوره له تېری نه ډډه وکړی، کنه موږ خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوو او حتیدې ته هم چمتو یو چې صفری نقطې ته لاړ شو او د پاکستان پرخلاف ټوپک په لاس واخلو.”
د پاکستان پر ضد په تېروڅو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلوښارونو کې ورته مظاهرې شوې دی.
دا مظاهرې په داسې حال کې کېږی چې پاکستان له شا اوخوا یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان پر سرحدی ولایتونو لکه کونړ او ننګرهار سلګونه توغندی ویشتلی چې خلکو ته‌ یې مرګ ژوبله اړولې ده.
سربېره پر دېیوه اوونۍ کېږی چې پاکستان د تورخم او چمن لارې د خلکو پر مخ تړلې چې عام خلک، ناروغان او سوداګریې له ستونزو سره مخ کړی دی.
دغه اقدامات وروسته له هغه کېږی چې د پاکستان په بېلابېلو سېمو کې له خونړیو بریدونو وروسته دغه هېواد وویل چې دغه بریدونه د افغانستان په خاوره کې پلان شوی وو خو افغان دولت دغه ادعا بې اساسه بللې ده.
د مظاهرېګډونوالو وویل چې افغان حکومت باید د پاکستان پرضد نړیوالېټولنې ته شکایت وکړی ترڅو پاکستان له خپل دغه دوه مخې سیاست نه لاس واخلی.
د دغې مظاهرې دوو تنو ګډونوالو په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“زموږ د مظاهرې اساسې غوښتنې له افغان حکومت څخه دا دی چې نور د پاکستان په وړاندې خاموشه پاتی نشی بلکې نړیوالېټولنې ته مراجعه وکړی او د دغه هېواد پرضد شکایت وکړی ترڅو پاکستان له خپل دغه ناوړه سیاست نه پر شا شی.”
“زما په نظر افغان حکومت چې کومه پالیسی د پاکستان په برخه کې لری دې ته د پایټکی کېږدی، نړۍ ته اوس څرګنده شوې ده چې پاکستان د تروریستانوځاله ده، نړۍ ته باید وویل شی چې د ترورېزم دغه ځاله له منځهیوسی.”
مظاهره کوونکو همدارنګه د پاکستان پر مدنی ټولنو او عامو خلکو هم غږ وکړ چې د پاکستانی پوځیانو د ناوړو کړنو په وړاندې غږ پورته کړی.
خو تردې وړاندې افغان حکومت ټینګار کړی، که چېری د پاکستان لخوا د افغانانو په وړاندې تاوتریخوالی دوام وکړی افغان حکومت به نړیوالو میکانیزمونو او په ځانګړیډول د ملګرو ملتونو سازمان له لارې اقدام کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.