هند او امریکا د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې وکړې

گزارشگر:چهار شنبه 10 سنبله 1395 - ۰۹ سنبله ۱۳۹۵

mandegar-3د امریکا متحده ایالتو او هندوستان دفاع وزیرانو د افغانستان پر وروستیو امنیتی او سیاسی حالاتو خبرې اترې کړې دی.
د هند دفاع وزیر منوهر پاریکار تېره ورځ په واشنګټن کې د امریکا له دفاع وزیر اشټون کارټر سره ولیدل.
د دواړو وزیرانو تر لیدنې وروسته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې دوى د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان پر وروستیو امنیتی او سیاسی حالاتو هم خبرې کړې دی.
خبرپانه د هند دفاع وزیر د امریکا دفاع وزیر ته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د لوى قوماندان جنرال نېکولسن د هغه سفر په اړه چې په دې وروستیو کې یې ډهلی ته درلود، معلومات ورکړل.
په خبرپاڼه کې راغلی چې امریکا له افغانستان سره د هندوستان پوځی او نورو برخو کې د مرستو ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې دغه کار ته به ادامه ورکړل شی.
باید وویل شی د هند د فاع وزیر پر داسې مهال امریکا ته سفر کوی، چې د امریکا د بهرنیو چار وزیر نن هندوستان ته په سفر تللی دی.
ویل کېږی په دې وروستیو کې امریکا او هند یو بل ته د پخوا په پرتله نېږدې شوی او ټاکل شوې، چې په روان میلادی میاشت کې د امریکا او هند تر منځ یو لوی جنګی تړون هم لاسلیک شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.