د سولې عالی شورا: تر۲ ورځو به حزب اسلامی سره د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک شی

گزارشگر:شنبه 27 سنبله 1395 - ۲۶ سنبله ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د سولې عالی شورا وایی چې د افغان حکومت او حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی ترمنځ به د سولې چمتو کړی سند په راتلونکو دوه درې ورځو کې لاسلیک شی.
د سولې عالی شورا د تېر په څېر بیا د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی ترمنځ د سولې د چمتو کړی سند د ژر لاسلیک ډاډ ورکړ.
د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د یوې وړې اجماع د جوړېدو ترڅنګ د موافقت‎نامې ټولې تخنیکې ستونزې حل شوی او په دوو- درې ورځو کې به چمتو شوی سند لاسلیک شی.
ښاغلی اوچقون زیاته کړه:
“زه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی او د افغان حکومت د سولې موافقت‎نامه به په راتلونکو دوو-درې ورځو کې لاسلیک شی.”
شا او خوا پنځه میاشتې وړاندې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی او د افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې پیل شوی چې بلاخره دواړو لورو مرکچی پلاوو په یوه ۲۵ ماده‎ییز پریکړه‎لیک موافقه وکړه.
د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، ټاکل شوې وه چې دغه توافق‎نامه له اختر وړاندې د افغان ولسمشرمحمد اشرف غنی او د حزب اسلامی د رهبر ګلبدین حکمتیار ترمنځ لاسلیک شی، خو د ځینو تخنیکی ستونزو له امله یې لاسلیک وځنډېد.
بل‎خوا د عبدالهادی ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامی ټولې هغه اوازې په کلکه رد کړې چې ګواکې دوی د افغان حکومت او د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی ترمنځ د سولې مخالفت کوی.
د ښاغلی ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامی مرستیال انجینیر محمد خان ازادی راډیو ته وویل، که ستونزه نه وی موجوده له ځنډ پرته باید ژرد سولې موافقت‎نامه لاسلیک شی.
ښاغلی محمدخان زیاته کړه:
“موږ د مذاکراتو ملاتړ کوو، سره له دې چې د حزب اسلامی او حکومت ترمنځ د سولې په خبرو کې ستونزې نه لیدل کېږی، که کوم پړاو لری باید ژر نهایی شی او بالاخره موافقت‎نامه لاسلیک شی چې دا به د ټول افغان ملت لپاره یو ښه زیری وی، زه د حزب اسلامی په استازیتوب د سولې ملاتړ کوم او لبیک ورته وایم.”
که څه هم پخوا دېته ورته ژمنو شوې، خو په ټاکلی وخت نه دی عملی شوې، دا چې دا ځل به په رښتیا هم په دوه درې ورځو کې د محمد اشرف غنی او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې سند لاسلیک شی؟

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.