ڼو بهرنیو کمپنیو افغانستان کې په انرژۍ پانګونې ته لېوالتیا ښودلې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایی، ګڼو بهرنیو کمپینیو افغانستان کې د انرژۍ پر سکتور پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

گزارشگر:سه شنبه 30 سنبله 1395 - ۲۹ سنبله ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایی، ګڼو بهرنیو کمپینیو افغانستان کې د انرژۍ پر سکتور پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت چارواکی زیاتوی، چې په دې اړه له یو شمېر کمپینو سره خبرې اترې هم شوې دی.
دغه خبرې په دوبۍ کې د افغانستان د انرژۍ په نړیوال دوه ورځنی کنفرانس کې چې د اوبو او برېښنا وزیر علی احمد عثمانی هم په کې برخه درلوده، شوې دی.
د افغانستان د انرژۍ په اړه نړیوال کنفرانس د نړۍ او افغانستان د ۱۲۵ کمپنیو د استازو تر منځ تېره ورځ په دوبۍ پیل شوی چې نن هم دوام لری.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علی احمد عثمانی په دغه کنفرانس کې وویل چې په هېواد کې د انرژۍ د تولید د پروژو لپاره د ۹ ملیارد ډالرو پانګونې ته اړتیا لری.
نوموړی وایی، تراوسه پوری یې د امریکا په شان له مرستندویو هیوادونو ۲ ملیارد ډالره ترلاسه کړی دی او هڅه کوی، چې دغه نورې مرستې هم تر لاسه کړی.
باید وویل شی، چې نړیوال بانک او اسیایی بانک هم د افغانستان د انرژۍ په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او دغه راز د متحده عربی اماراتو په ګډوند د عربی هېوادونو څو کمپنیو هم د افغانستان د انرژۍ په سیکتور کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.
جمهورآژانس:کابل

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.